روسیې او اوکرایین د جګړې له پیله پر یوه بل د ډرون ستر بریدونه کړي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

روسیې او اوکرایین د جګړې له پیل راهیسې پر یوه بل د ډرون یا بې پيلوټه الوتکو تر ټولو ستر بریدونه کړي.

پر اوکرایین د روسیې له یرغل او د بشپړې جګړې له پیل راهیسې دواړو لورو پر یوه بل د ډرونونو تر ټولو پراخو ګوزارونو کې روسیې نږدې یو نیم سل ډرونونه کارولي او روسیې هم د اوکرایین له اویا ډېر ډرونونه شنډ کړي.

د اوکرایین هوايي ځواک ویلي چې روسیې يې په ټول هېواد ۱۴۵ ډرون ورشړلي چې ډېری یې ويشتل شوې.

روسیې هم ویلي چې د اوکرایین ۳۴هغه ډرون چې مسکو ته نږدې کېدې شنډې کړې او د دغه هېواد په دریو عمده هوايي ډګرونو کې یې الوتنې مختلولې.

لږ وړاندې د روسیې پر لوېدیځو سیمو هم د ډرون پراخ بریدونه شوي وو.

د داسې مهال دي چې د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ هم په دواړو لورو فشار اچولی چې د سولې خبرې پیل کړي. که څه هم اوکرایین د ډونالډ ټرامپ د هغه یوه لوړپوړي سلاکار هغه خبره اندېښمنوونکې بللې چې ویلي يې وو اوکرایین دې د سولې خبرو کې له نیول شوې ځمکې تېر شي، اوس د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د نوې امریکايي ادارې دا سینګالونه مثبت ګڼلي.

د کرېملېن ویاند ډېمتري پېسکوف ویلي، ډونالډ ټرمپ ویلي ویلي وو چې د سولې دیمګړتوب کولی شي او په دې خوښي ښودلې چې نوی ټاکلی ولسمشر د سولې په اړه غږېږي او له روسیې سره د جګړې یا د روسیې د ماتولو خبرې نه کوي.

ښاغلي پېسکوف زیاته کړې چې دا ښاغلی ټرامپ د امریکا له اوسنۍ ادارې بیلوي. کيېف اندېښنه لري چې ښاغلی ټرمپ به پوځي مرسته پرې ودروي او د روسیې د زور ویلو په مقابل کې به یې د سولې خبرو ته اړباسي.

په اوکرایین کې د اودېسه ښار یوه اوسېدونکي پېټرو د سترګو لیدلی حال داسې بیان کړی:

"څرنګه وو؟ وېروونکي وو. ما د ډرون غږ واورېد. غږ ورو شو او په دغه کور ولګېده. زه پر ځمکه غوځار شوم او د چاودنې څپه تېره شوه. دا هر څه له ثانیې په لږه موده کې وشول".

د بریتانیا دفاع وزیر وايي اکتوبر روسیې ته د تلفاتو له اړخه ډېره بده میاشت وه

د بریتانیا د دفاع لوی درستیز بي‌بي‌سي ته ویلي، روسیې ته په اوکرایین کې د جګړې له پیلېدو راهیسې تېر اکتوبر د مرګ‌ ژوبلې له پلوه تر ټولو ناوړه میاشت وه.

امیرالبحر سر ټوني راداکین وویل، د روسیې ځواکونو په اکتوبر کې په اوسط ډول "هره ورځ" شاوخوا ۱۵۰۰ مړي او ټپیان لرل چې د ۲۰۲۲ په فبروري کې د جګړې له پیلېدو راپدېخوا یې ځاني زیان ۷۰۰،۰۰۰ تنو ته لوړ شوی.

روسیې په جګړه کې د خپلو وژل شویو جنګیالیو شمېر نه دی په ډاګه کړی، خو د لوېدیځ دفاعي چارواکو ویلي، د اکتوبر میاشت تر دې دمه تر ټولو زیاته ورته مرګونې وه.

د یکشنبې په ورځ له بي‌بي‌سي ون سره په مرکه کې سر ټوني وویل، د روسیې ولس د پوتین د یرغل له کبله "لوړه بیه" پرې کوي.

سر ټوني وویل: "روسیه نژدې ده چې شاوخوا ۷۰۰،۰۰۰ تنه مړي او ټپيان ولري. دا هغه لوی درد او رنځ دی چې د روسیې ولس یې د پوتین د هیلو له کبله زغمي".

هغه وویل: "په دې کې شک نشته چې روسیه تاکتیکي، ځمکنۍ لاسته راوړنې لري او دا په اوکرایین فشار راولي."

خو هغه زیاته کړه، چې روسیه د خپلو عامه لګښتونو له ۴۰ سلنې ډېره برخه پر دفاع او امنیت لګوي، چې د هغه په وینا دا د هېواد د سرچینو وچېدو لامل دی.

په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ متحدین ټینګار کوي د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي باید د جګړې د پای ته رسولو لپاره له سیمو ورته تېرېدو ته اړ شي، سر ټوني ټینګار وکړ چې لوېدیځ ټلوال به "تر هغه وخته چې دا کار کېږي" هوډمن پاتې شي.

نوموړي وویل: "دا هغه پیغام دی چې ولسمشر پوتین یې باید درک کړي او د ولسمشر زیلینسکي لپاره ډاډ ډی."

ټرمپ په وار-وار ویلي، چې د هغه لومړیتوب له اوکرایین سره د پوځي مرستې او مالي ملاتړ په توګه د جګړې پای ته رسول او د هغه څه مخه نیول دي چې د ده په ټکو د متحده ایالاتو سرچینې وچوي.

خو هغه تر اوسه دا نه ده په ډاګه کړې، چې دا کار به څنګه کوي او ښايي له خپلو بېلابېلو مشاورانو د اوکرایین د راتلونکي لپاره رقابتي لیدلوري واوروي.

د دې اونۍ پیل کې، پوتین ټرمپ ته د هغه په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړه او وویل د ټرمپ هغه ادعا چې په اوکرایین کې د جګړې پای ته رسولو کې مرسته کولی شي "لږترلږه د پاملرنې وړ ده".

د ټرمپ ډیموکراټیک مخالفان هغه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په همکارۍ تورنوي او وايي، چې د جګړې په اړه د هغه چلن د اوکرایین د تسلیمېدو په مانا دی، چې ټوله اروپا به له خطر سره مخامخوي.

براین لانزا، چې د ټرمپ د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۴ کلونو د کمپاینونو په ترڅ کې د هغه سیاسي سلاکار و، ویلي راتلونکې اداره به په اوکرایین کې د سولې په راوستلو تمرکز وکړي، نه دا چې دغه هېواد توانمن کړي، چې د روسیې له خوا نیول شوې سیمې بېرته ترلاسه کړي.

ښاغلي لانزا بي‌بي‌سي ته وویل، راتلونکې اداره به له ولسمشر زیلینسکي وغواړي چې د هغه د "سولې لپاره ریښتیني لید" نسخه وغواړي.

تېره میاشت، زیلینسکي د اوکرایین پارلمان ته د "بریالیتوب پلان" وړاندې کړ چې پکې د اوکرایین د خاورې او حاکمیت له منلو انکار هم شامل و.

د کرملین یوه ویاند دا پلان رد کړ او ویې ویل چې کېیف باید "هوښیار" شي.