روسیې او اوکرایین د جګړې له پیله پر یوه بل د ډرون ستر بریدونه کړي

د اوکرایین له لوري په روسیه کې د استوګنې پر یوه ودانۍ د ډرون د برید له ځایه لمبې او لوګی پورته کېږي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د اوکرایین له لوري په روسیه کې د استوګنې پر یوه ودانۍ د ډرون د برید له ځایه لمبې او لوګی پورته کېږي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

روسیې او اوکرایین د جګړې له پیل راهیسې پر یوه بل د ډرون یا بې پيلوټه الوتکو تر ټولو ستر بریدونه کړي.

پر اوکرایین د روسیې له یرغل او د بشپړې جګړې له پیل راهیسې دواړو لورو پر یوه بل د ډرونونو تر ټولو پراخو ګوزارونو کې روسیې نږدې یو نیم سل ډرونونه کارولي او روسیې هم د اوکرایین له اویا ډېر ډرونونه شنډ کړي.

د اوکرایین هوايي ځواک ویلي چې روسیې يې په ټول هېواد ۱۴۵ ډرون ورشړلي چې ډېری یې ويشتل شوې.

روسیې هم ویلي چې د اوکرایین ۳۴هغه ډرون چې مسکو ته نږدې کېدې شنډې کړې او د دغه هېواد په دریو عمده هوايي ډګرونو کې یې الوتنې مختلولې.

لږ وړاندې د روسیې پر لوېدیځو سیمو هم د ډرون پراخ بریدونه شوي وو.

د داسې مهال دي چې د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ هم په دواړو لورو فشار اچولی چې د سولې خبرې پیل کړي. که څه هم اوکرایین د ډونالډ ټرامپ د هغه یوه لوړپوړي سلاکار هغه خبره اندېښمنوونکې بللې چې ویلي يې وو اوکرایین دې د سولې خبرو کې له نیول شوې ځمکې تېر شي، اوس د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د نوې امریکايي ادارې دا سینګالونه مثبت ګڼلي.

ډرون بريد

د عکس سرچینه، Reuters

د کرېملېن ویاند ډېمتري پېسکوف ویلي، ډونالډ ټرمپ ویلي ویلي وو چې د سولې دیمګړتوب کولی شي او په دې خوښي ښودلې چې نوی ټاکلی ولسمشر د سولې په اړه غږېږي او له روسیې سره د جګړې یا د روسیې د ماتولو خبرې نه کوي.

ښاغلي پېسکوف زیاته کړې چې دا ښاغلی ټرامپ د امریکا له اوسنۍ ادارې بیلوي. کيېف اندېښنه لري چې ښاغلی ټرمپ به پوځي مرسته پرې ودروي او د روسیې د زور ویلو په مقابل کې به یې د سولې خبرو ته اړباسي.

په اوکرایین کې د اودېسه ښار یوه اوسېدونکي پېټرو د سترګو لیدلی حال داسې بیان کړی:

"څرنګه وو؟ وېروونکي وو. ما د ډرون غږ واورېد. غږ ورو شو او په دغه کور ولګېده. زه پر ځمکه غوځار شوم او د چاودنې څپه تېره شوه. دا هر څه له ثانیې په لږه موده کې وشول".

د بریتانیا دفاع وزیر وايي اکتوبر روسیې ته د تلفاتو له اړخه ډېره بده میاشت وه

امیرالبحر سر ټوني راداکین

د عکس سرچینه، Getty Images

د بریتانیا د دفاع لوی درستیز بي‌بي‌سي ته ویلي، روسیې ته په اوکرایین کې د جګړې له پیلېدو راهیسې تېر اکتوبر د مرګ‌ ژوبلې له پلوه تر ټولو ناوړه میاشت وه.

امیرالبحر سر ټوني راداکین وویل، د روسیې ځواکونو په اکتوبر کې په اوسط ډول "هره ورځ" شاوخوا ۱۵۰۰ مړي او ټپیان لرل چې د ۲۰۲۲ په فبروري کې د جګړې له پیلېدو راپدېخوا یې ځاني زیان ۷۰۰،۰۰۰ تنو ته لوړ شوی.

روسیې په جګړه کې د خپلو وژل شویو جنګیالیو شمېر نه دی په ډاګه کړی، خو د لوېدیځ دفاعي چارواکو ویلي، د اکتوبر میاشت تر دې دمه تر ټولو زیاته ورته مرګونې وه.

د یکشنبې په ورځ له بي‌بي‌سي ون سره په مرکه کې سر ټوني وویل، د روسیې ولس د پوتین د یرغل له کبله "لوړه بیه" پرې کوي.

سر ټوني وویل: "روسیه نژدې ده چې شاوخوا ۷۰۰،۰۰۰ تنه مړي او ټپيان ولري. دا هغه لوی درد او رنځ دی چې د روسیې ولس یې د پوتین د هیلو له کبله زغمي".

هغه وویل: "په دې کې شک نشته چې روسیه تاکتیکي، ځمکنۍ لاسته راوړنې لري او دا په اوکرایین فشار راولي."

خو هغه زیاته کړه، چې روسیه د خپلو عامه لګښتونو له ۴۰ سلنې ډېره برخه پر دفاع او امنیت لګوي، چې د هغه په وینا دا د هېواد د سرچینو وچېدو لامل دی.

په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ متحدین ټینګار کوي د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي باید د جګړې د پای ته رسولو لپاره له سیمو ورته تېرېدو ته اړ شي، سر ټوني ټینګار وکړ چې لوېدیځ ټلوال به "تر هغه وخته چې دا کار کېږي" هوډمن پاتې شي.

ټرمپ - پوتین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دې اونۍ پیل کې، پوتین ټرمپ ته د هغه په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړه او وویل د ټرمپ هغه ادعا چې په اوکرایین کې د جګړې پای ته رسولو کې مرسته کولی شي "لږترلږه د پاملرنې وړ ده".

نوموړي وویل: "دا هغه پیغام دی چې ولسمشر پوتین یې باید درک کړي او د ولسمشر زیلینسکي لپاره ډاډ ډی."

ټرمپ په وار-وار ویلي، چې د هغه لومړیتوب له اوکرایین سره د پوځي مرستې او مالي ملاتړ په توګه د جګړې پای ته رسول او د هغه څه مخه نیول دي چې د ده په ټکو د متحده ایالاتو سرچینې وچوي.

خو هغه تر اوسه دا نه ده په ډاګه کړې، چې دا کار به څنګه کوي او ښايي له خپلو بېلابېلو مشاورانو د اوکرایین د راتلونکي لپاره رقابتي لیدلوري واوروي.

د دې اونۍ پیل کې، پوتین ټرمپ ته د هغه په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړه او وویل د ټرمپ هغه ادعا چې په اوکرایین کې د جګړې پای ته رسولو کې مرسته کولی شي "لږترلږه د پاملرنې وړ ده".

د ټرمپ ډیموکراټیک مخالفان هغه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په همکارۍ تورنوي او وايي، چې د جګړې په اړه د هغه چلن د اوکرایین د تسلیمېدو په مانا دی، چې ټوله اروپا به له خطر سره مخامخوي.

زیلینسکي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېره میاشت، زیلینسکي د اوکرایین پارلمان ته د "بریالیتوب پلان" وړاندې کړ چې پکې د اوکرایین د خاورې او حاکمیت له منلو انکار هم شامل و.

براین لانزا، چې د ټرمپ د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۴ کلونو د کمپاینونو په ترڅ کې د هغه سیاسي سلاکار و، ویلي راتلونکې اداره به په اوکرایین کې د سولې په راوستلو تمرکز وکړي، نه دا چې دغه هېواد توانمن کړي، چې د روسیې له خوا نیول شوې سیمې بېرته ترلاسه کړي.

ښاغلي لانزا بي‌بي‌سي ته وویل، راتلونکې اداره به له ولسمشر زیلینسکي وغواړي چې د هغه د "سولې لپاره ریښتیني لید" نسخه وغواړي.

تېره میاشت، زیلینسکي د اوکرایین پارلمان ته د "بریالیتوب پلان" وړاندې کړ چې پکې د اوکرایین د خاورې او حاکمیت له منلو انکار هم شامل و.

د کرملین یوه ویاند دا پلان رد کړ او ویې ویل چې کېیف باید "هوښیار" شي.