اسرائیلو او حماس غزې او یرغمل شویو ته د مرستو پر رسولو هوکړه کړې

ghaza

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

قطري چارواکي وايي، د اسرائیلو او حماس تر منځ د شوې له مخې به نن غزې او د اسرائیلو برمته شویو کسانو ته مرستې ورسول شي.

دوی وايي، د دغه هېواد او فرانسې په منځګړتوب د شوې هوکړې له مخې به د حماس له خوا یرغمل شویو اسرائیلیانو ته درمل ورسول شي.

په بدل کې به یې اسرائیل اجازه ورکړي، چې نور اړین توکي غزې ته ورلېږدول شي.

د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو له بمباریو وروسته وضعیت کړکېچن شوی.

سره له دې چې حماس سره لا هم ګڼ یرغمل اسرائیلیان شته، امریکا وايي هیله لري چې نوې خبرې به د نورو یرغمل کسانو د ازادېدو لامل شي.

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، د منځني ختیځ لپاره د امریکا استازی قطر ته تللی چې د یوې داسې هوکړې پر شونتیا خبرې وکړي.

نوموړي ویلي چې بحثونه "ډېر جدي" وو.

"مونږ هیله لرو چې، یوې پایلې ته ورسېږي او ډېر ژر یوې پایلې ته ورسېږي."

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري له دې وړاندې د مرستو د رسولو په اړه د شوې هوکړې اعلان کړی و.

غزه

د عکس سرچینه، AFP

د دې هوکړې له مخې نن چارشنبه له دوحې مصر ته بشري توکي لېږدول کېږي.

مرستې به بیا غزې ته لېږدول کېږي چې پر عامو خلکو او د اسرائیلو پر یرغملو وویشل شي.

د رپوټونو له مخې، لا هم له ۱۳۲ ډېر یرغمل کسان په غزه کې دي. د اکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس په برید کې شاوخوا ۲۴۰ کسان یرغمل شوي وو. په دغه برید کې شاوخو ۱۳۰۰ کسان چې ډېر یې ملکي وګړي و ووژل شول.

په نوومبر کې د اوربند په پای کې د اسرائیلي یرغمل کسانو کورنیو د اسرائیلو د جګړې کابیني ته په یوه استول شوي لیک کې ویلي و، ډېر برمته شوي کسان طبي مرستو ته اړتیا لري او ځینې خو یې په سملاسي ډول خطر سره مخ دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تېره اوونۍ ویلي و، د اسرائیلو د ملي استخباراتو مشر ډیویډ بارنیا برمته شویو ته د درملو د رسولو د هوکړې په تړاو قطر سره خبرې پیل کړي.

ښاغلي نتنیاهو پرون سې شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "له ټولو هغو کسانو مننه چې په دې مهمه هڅه کې یې مرسته کړې."

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

پر اسرائیلو د حماس له برید وروسته دغه هېواد پر غزې درنې بمبارۍ پیل کړې. د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په دې بریدونو کې تر اوسه له ۲۴۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې ډېر یې ښځې او ماشومان دي. د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري د جنورۍ پر ۶مه ویلی و، اسرائیل د غزې په شمال کې شاوخوا ۸ زره جنګیالي وژلي دي.

فلسطینی چارواکو هم ویلي، د بریدونو د پیل راهیسې یې ۸۵ سلنه وګړي بې ځایه شوي دي.

پر اسرائیل نړیوال فشارونه ډېر شوي، چې د اوربند پر پرېکړه غور وکړي.

امریکا هم غزه کې د ملکي تلفاتو د لوړ شمېر په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د شمېرو په حواله ویلي و، د غزې تراړې ۹۰ سلنه وګړي د خوړو نه خوندیتوب سره مخ دي او زیاته یې کړه: "ماشومانو لپاره اوږدمهاله ولږه به اږدمهاله منفي غیزې ولري. ډېر خواړه، ډېرې اوبه، ډېر درمل او نور اړین توکي باید غزې ته ورسول شي."

د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه چارو مشر هم د غزې وضعیت د نه زغمل وړ بللی دی.