سعودي: د سیمې د امن یوازېنۍ لاره د خپلواک فلسطیني دولت جوړېدل دي

د عکس سرچینه، Reuters
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان ویلي، د اسرائیلو په ګډون په منځني ختیځ کې د امن او ټیکاو راتلو یوازېنۍ لاره د یوه فلسطیني دولت جوړېدو له لارې کېدای شي.
نوموړي د مونیخ په امنیتي ناسته کې د ګډون پرمهال له اسرائیلو سره د عادي کېدو د پوښتنې په ځواب کې وویل، سعودي اوس په غزه کې اوربند ته پر هوکړې تمرکز کوي "زموږ تمرکز پر اوربند او له غزې نه د اسرائیلو پر وتلو دی او دا چې هلته د بشري مرستو په رسولو تمرکز ډېر شي".
ریاض ډېر کله ویلي تر هغه به له اسرائیلو سره خپل دیپلوماتیکي اړیکي عادي نه کړي چې و خپلواک فلسطیني دولت په رسمیت پېژندل شوی نه وي.
بله خوا، د اسرائیلو ولسمشر اسحق هرټسوګ پر سعودي غږ کړی چې له اسرائیلو سره خپل اړیکي عادي کړي او دا کار "پر حماس د بریا" استازیتوب کوي.
نوموړي د میونیخ امنیتي کنفرانس ته وویل: "پر اسرائیلو د حماس د برید له هدفونو یو دا و چې له ریاض سره زموږ د اړیکو عادي کولو خبرې وځنډول شي".
"د اوربند وروستۍ خبرې ډېرې هیله بښونکې نه دي"

د عکس سرچینه، Getty Images
په همدې کال کې، د اسرائیلو او حماس ترمنځ په جګړه کې منځګړي قطر ویلي، په غزه کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند د موافقې خبرې په وروستیو ورځو کې "ډېرې هیله بښونکې" نه وې.
لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني وویل هغه خوشبین دی، خو زیاته یې کړه چې "وخت زموږ په ګټه نه دی".
دا په داسې حال کې ده چې د اسرائيلو لومړي وزير ويلي، چې د نړيوال فشار له زياتېدو سره سره به پر رفح د ځمکني يرغل پر پلان کار وکړي.
حماس اسرائیل د اوربند د موافقې په ترلاسه کولو کې د پرمختګ په نشتوالي تورنوي.
په قاهره کې په داسې حال کې خبرې اترې روانې دي چې د امریکا، اسرائیلو، مصر او قطر لوړ پوړي چارواکي د جګړې د پای ته رسولو هڅه کوي.
شیخ محمد چې د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د نړۍ د مشرانو په یوه غونډه کې خبرې کولې وویل: "په تېرو څو ورځو کې طریقه واقعا ډېره هیله بښونکې نه ده، مګر لکه څنګه چې زه تل تکراروم، موږ به تل خوشبینه پاتې شو او تل به فشار راوړو."
هغه زیاته کړه: "زه باور لرم چې په دې تړون موږ په لویه کچه خبرې کوو او موږ لا هم د دې خبرو اترو په بشري برخه کې ځینې ستونزې وینو."
اسرائیل خپل پوځي عملیات وروسته له هغه پیل کړل چې د حماس په مشرۍ وسله والو د اکتوبر په اومه پر اسرائیلو برید وکړ چې لږترلږه ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۳ یې یرغمل کړل.
د حماس د روغتیا وزارت وايي، د اسرائیلو په بریدونو کې تر ۲۸۸۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي، چې د امريکا د ولسمشر جوبایډن له غوښتنې وروسته يې مذاکره کوونکي لېږلي، خو زياته کړې يې ده، چې دوی د نورو خبرو لپاره نه دي راستانه شوي، ځکه چې د حماس غوښتنې له"توهم" پرته نور څه نه وې.
دغې ډلې یو لړ غوښتنې وړاندې کړې چې پکې د فلسطیني بندیانو تبادله، د اسرائیلي ځواکونو بشپړ وتل او له درې ۴۵ ورځني اوربند وروسته د جګړې پای ته رسول شامل دي.





















