ریشي سوناک: د پناه غوښتنې پر سیستم فشار د زغملو نه دی

د عکس سرچینه، REUTERS
د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک خبرداری ورکړی چې د بریتانیا د پناه وړنۍ سیستم تر نه زغمېدونکي فشار لاندې دی، لګښت یې په یو کال کې تقریبا دوه ځله زیات شوی او تقریبا ۴ میلیاردو پونډو ته رسېدلی.
لومړی وزیر چې په کوچنیو بېړیو کې د ناقانونه کډوالو مخنیوی یې له پنځو لومړیتوبونو څخه دی، وايي چې دا لګښت "د منلو وړ نه دی".
له تېر کال راهیسې د پنا وړونکو لپاره د کورنیو چارو وزارت لګښت ۱،۸۵ میلیارډه پونډه نور هم ډېر شوی.
مخالف کارګر کوند وايي په بېسارې توګه د زیات شمېر پناه وړونکو د قضیو د ارزونې ځنډیدل د ښاغلي سوناک "یوه مصیبتناکه" کړنه ده.
د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، سږ کال د اګست تر ۲۴ مې پورې ۱۹،۳۸۲ کسان په کوچنیو بېړیو کې د سمندر له لارې بریتانیا ته راوښتي دي.
خو د ۲۰۲۳ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د راغلیو کډوالو شمېره د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰ سلنه کمه شوې ده.
ښاغلي سوناک خبریالانو ته وویل: "دا لومړی ځل دی چې د وړو بېړیو د کړکېچ له پیل راهیسې داسې پېښه شوې ده او دا ښيي چې [زموږ] پلان نتیجه ورکوي."

د حکومتي شمېرو له مخې، تېر کال د پناوړنې د سیستم ټول لګښت ۳،۹۷ میلیارډه پونډه و، په داسې حال کې چې یو کال پخوا ۲،۱۲ میلیارډه و. یوه لسیزه مخکې دا لګښت ۵۰۰،۲ میلیونه پونډه و.
حکومتي شمېرې دا هم ښيي چې۸۰ سلنه پناه غوښتونکي د خپلو قضیو په اړه د لومړنۍ پرېکړې لپاره له ۶ میاشتو زیات انتظار باسي.
مخکې لومړي وزیر ډیلي اکسپرس ورځپاڼې ته ویلي و : "زموږ د پناه وړنې پر سیستم باندې د نه زغمېدونکي فشار او د مالیه ورکوونکو د نه منونکي لګښت د له منځه وړلو ترټولوښه لاره دا ده چې ترهرڅه وړاندې د کوچنیو بېړیو مخنیوی وشي. له همدې کبله موږ تکل کړی چې د انساني قاچاق وړونکو سودا ګري چې دغو سفرونو ته لاره پرانیزي، بنده کړو، لکه خپلو نړیوالو شریکانو سره کار کول چې د [قاچاق وړونکو] هڅې شنډې کړو، له فرانسویانو سره ګډ کار ګړندی کړو چې له سمندره تېرېدل کم کړو او د پناه وړونکو د ځنډېدلیو قضیو څېړنه هم ګړندۍ کړو."
په ټوله کې، د ۲۰۲۳ کال د جون په پای کې ، ۱۷۵،۴۵۷ پناه غوښتونکو د خپلو قضیو په اړه لومړنۍ پرېکړې ته انتظار ایسته- چې دا له ۲۰۱۰ کال راهیسې ترټولو لوړه شمېره ده. تېر کال دا شمېره ۱۲۲،۲۱۳ وه چې ۴۴ سلنه لوړه شوې ده.

د عکس سرچینه، EPA
له دغو کسانو څخه، ۱۳۹،۹۶۱ تنو د لومړنۍ پرېکړې لپاره له ۶ میاشتو زیات انتظار ایستلی چې دا کال په کال ۵۷ سلنه زیاتوالي ښيي.
مخالف کارګر ګوند وايي د قضیو د څیړلو دا ځنډونۍ د ښاغلي سوناک او کورنیو چارو وزیرې سویلا براورمن لپاره "مصیبتناکه کړنه" ده، په داسې حال کې چې کمپاین کوونکي غواړي چې د پناه وړنې غوښتنلیکونه باید په اغېزناکه توګه ژر وڅېړل شي.
د کورنیو چارو وزارت وايي حکومت ((پرلاره)) دی چې د روان کال تر پایه پورې پخوانۍ ځنډېدلې قضیې تصفیه کړي او زیاتوي چې له جون راهیسې یوڅه پرمختګ شوی دی.
ښاغلی سوناک وايي: "موږ د تېر دسمبر له پیل راهیسې څه باندې ۲۸،۰۰۰ قضیې څېړلي او پخوانۍ ځنډېدلې قضیې مو تقریبا يو پر دریمه برخه راکمې کړيدي او پر لاره یو چې خپل ټاکلي هدف ته ورسېږو. خو موږ پوهېږو چې نورڅه هم باید وکړو چې پناه غوښتونکي په میاشتو یا کلونو پریکړو ته انتظار ونه باسي- د مالیه ورکونکو په ستر لګښت بریتانیا کې پاتې نه شي."
اکسفورډ پوهنتون کې د مهاجرت د څارنۍ څانګې مشر څېړونکی پیټر والش، وايي سخته ده ولیدل شي چې حکومت به څنګه خپلې ژمنې ترسره کړایشي او د پناه غوښتنې پخوانې پاتې شوې قضیې به د روان کال ترپایه پورې پای ته ورسوي، ځکه چې د پریکړو کولو چټکتیا باید له دوه ځلو نوره هم ګړندۍ کړي.
پناه غوښتونکی هغه کس دی چې له خپل اصلي هېواده تښتي، یو بل هېواد ته ننوزي او د نړیوال خوندیتوب د غوښتنې د حق په بربنسټ د پناه اخیستو غوښتنه کوي چې وکولای شي په دې هېواد کې پاتې شي.
په بریتانیا کې، پناه غوښتونکو ته اجازه نشته چې کار وکړي او باید پر دولتي مالي ملاتړ بسنه وکړي. استوګنځی ورته ورکول کېږي، خو پناه غوښتونکي نشي کولای د استوګنځي ځای غوره کړي.
له ټولو هغو خلکو څخه چې په بریتانیا کې یې د پناه اخیستو غوښتنه کړې ۴۵سلنه یې په کوچنیو بېړیو کې راغلي دي.






















