د اسرائيلو او فلسطين کړکېچ: لوېديځه غاړه کې دوه فلسطينيان وژل شوي

اسرائيل او فلسطين

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

په اشغال شوې لوېديځه غاړه کې دوه فلسطيني وګړي د اسرائيلي ځواکونو په ډزو وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په سيمه کړکېچ مخ په زياتېدو دی.

د جمعې په سهار ځايي‌ وګړو په داسې حال کې د ډزو غږونه اورېدلي چې اسرائيلي پوځیانو په نابلس کې يو کور محاصره کړی و.

د اسرائيلي ځواکونو په ډزو وژل شوی يو کس ۳۴ کلن خيري شاهين نومېږي او بل ۳۲ کلن حمزه مقبول دی.

اسرائيلي ځواکونه وايي، "دا مطلوب وسله وال کسان وو چې د نيولو پر مهال يې پرې ډزې وکړې." فلسطينی وسله والې ډلې حماس دغه وژل شوي کسان د "مقاومت اتلان" بللي‌ او اسرائيل يې په ترهګرۍ تورن کړي دي.

دا فلسطينيان په داسې حال کې وژل شي چې روانه اوونۍ په جنين کې اسرائيلو پوځي‌علمياتو وکړل چې ورسره په چټکۍ تاوتريخوالی هم زيات شو. په دې عملياتو کې لږ ترلږه ۱۲ فلسطينيان او يو اسرائيلی پوځي ووژل شو.

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، د څلورو ماشومانو په ګډون د ۱۲ فلسطینیان د وژل کېدو پخلی کړی او وايي تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د اسرائیلو پوځ هم ویلي، د دوی یو سرتېری د سې شنبې پر شپه له کمپه د وتلو پر مهال ووژل شو.

د چهارشنبې پر ورځ زرګونه ځايي خلک د وژل شویو کسانو د جنازې لپاره سړکونو ته راوتلي وو، چې لږترلږه اته تنه یې د فلسطیني وسله والو ډلو غړي وو.

د وژل شویو جنګیالیو په ملاتړ ډزې هم کېدلې.

د جنین کمپ ډېری اوسېدونکي د فلسطین اداره چې په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو اصلي حاکمه اداره ده، تورنوي، چې د عملیاتو پر مهال یې د دوی ساتنه نه ده کړې.

پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې د فلسطیني ادارې دوه تنه غړي د خلکو لخوا رټل شوي او د جنازې مراسمو ته نه دي پرېښودل شوي.

هلته اوسېدونکي شکایت کوي، چې د عملیاتو په پیل کې د فلسطین ادارې امنیتي ځواکونو په اسانۍ د اسرائیلو پوځي موټرو ته اجازه ورکړې چې ښار ته ننوځي.