د پوهنتون دهلېز کې جرم؛ کارمن د ملګرې له وژلو وروسته ځان هم وژلی

د قاهرې پوهنتون

د عکس سرچینه، Social Media

د خپرېدو وخت

د مصر قاهرې پوهنتون د یوه پوهنځي یو کارمن وروسته تر هغه خپل ځان وژلی چې یوې ملګرې نجلۍ ور سره د واده موافقه نه ده کړې او هغه یې وژلې ده.

ځوان د قاهرې پوهنتون په انګړ کې – هلته چې ده کار هم پکې کاوه- پر خپلې ملګرې د وسلې ماشه کش کړې ده.

د مصر د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي وو، تورن له جرم وروسته تښتېدلی دی خو کله یې چې چارواکو د هېواد په شمال لوېدیځ مطروح ولایت کې څرک ولګاوه،‌ تورن ځوان د نیول کېدو پرمهال په هماغه وسله ځان هم وژلی چې خپله ملګرې یې پرې وژلې وه.

د وژل شوې نجلۍ کورنۍ په یوه تلوېزیوني مرکه کې ویلي، تورن ځوان څلور کاله مخکې له نجلۍ سره د کوزدې وړاندیز کړی و، خو وړاندیز یې رد شوی و.

د نجلۍ د پلار په خبره، له څو کالو راهیسې تورن کس پرله پسې نجلۍ ځوروله ان تر دې چې د هغې ګاډي ته یې اور واچاوه، د نجلۍ کورنۍ اړه شوه چې د هغه پرضد قضیه ثبت کړي، چې له کبله یې د یو کال زندان سزا ورکړل شوه.

د قرباني شوې نجلۍ کورنۍ وايي، تورن کس له جرم دوه ورځې وړاندې نجلۍ ته په لیکلو پیغامونو لکې ځوروونکې خبرې استولې وې.

تورن کس د احمد. ح په نامه یاد شوی چې ۳۵ کلن و او د قاهرې پوهنتون د ماشوم پالنې پوهنځي د ځوانانو د پالنې برخه کې یې د یوه متخصص په توګه کار کاوه او د خبري رپوټونو له مخې د ناسمې رویې له کبله له کاره شړل شوی و.

۲۸ کلنه نجلۍ نورهان حسین نومېده او د همدې پوهنتون د اثارو پوهنځي کارمنه وه.‌

احمد نجلۍ ته د کوزدې وړاندیز کړی و او هغې رد کړ. د قتل دا پېښه د پوهنتون په لومړي یوه دهلېز کې شوې ده.

په مصر کې عمومي څارنوالۍ نن د مړینې د رپوټ له چمتو کولو وروسته د جسد د خښولو اجازه ورکړه.

په مصر کې وروستیو کې وړاندې هم ورته پې‍ښې شوې دي. د تېر کال جولای میاشت کې په مصر کې محکمې یو ځوان وروسته تر هغه په اعدام محکوم کړ چې خپله پوهنتوني ملګرې یې وژلې وه.

د تورن ۲۲ کلن محمد عادل محاکمه دوه ورځې روانه وه، چې په لوی لاس د خپلې پوهنتوني ملګرې نیرة اشرف په وژنې پړ وبلل شو.

هغه د محاکمې پرمهال پر خپل جرم اعتراف هم کړی و.‌

نیرة اشرف

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح، د تورن ۲۲ کلن محمد عادل محاکمه دوه ورځې روانه وه، چې په لوی لاس د خپلې پوهنتوني ملګرې نیرة اشرف په وژنې پړ وبلل شو.

مصر کې وروسته تر هغه وېره خپره شوه چې یاد تورن کس تېر کال په چړه خپله ملګرې نیره اشرف حلاله کړه. هغې له ده سره د واده وړاندیز رد کړی و. دا پېښه د مصر المنصوره پوهنتون له انګړ بهر شوې وه.

په المنصوره ښار کې هغې جنايي ‌محکمې چې د عادل قضیه کې یې پرېکړه کړې وه، د مصر له پارلمان غوښتي وو چې د اعدام د سزا قانون بدل کړي او د اعدام پلی کېدلو ته پر تلوېزیون په ژوندۍ بڼه د خپرېدو اجازه ورکړي.

په مصر کې د قتل سزا لږ تر لږه اعدامېدل دي. په ۲۰۲۱ کال کې د بښنې نړیوال سازمان مصر په نړۍ کې دویم ډېر اعداموونکی هېواد بللی و.

خو ډېر کم په دې هېواد کې اعدامونه په علني توګه کېږي. په ۱۹۹۸ کال د مصر حکومتي تلوېزیون په یوه کمپې‍ښه خپرونه کې د یوې ښځې او د هغې د دوو ماشومانو د وژنې په تور په اعدام محکومو کسانو د علني او ژوندۍ بڼه د اعدامېدو صحنه خپره کړه.

ښځه او لوڼې یې قاهره کې پخپل کور کې وژل شوې وې.

د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې د تلوېزیوني خبریالې شیماء جمال وژلو مصر کې تاوده بحثونه راوپارول.‌