د اسرائيلو او حماس تر منځ د اوربند هڅې بيا پيلېدونکې دي

د عکس سرچینه، Reuters
فلسطینۍ وسله واله ډله حماس وايي، د منځګړو له خوا د هغه شوي وړانديز له مخې په غزه کې د اوربند د بيا پيلولو ملاتړ کوي چې په ترڅ کې به يې د ۵۰ ورځني اوربند په بدل کې پنځه نور اسرائیلي يرغمل خوشي کړل شي.
له غزې بهر د حماس لوړپوړي مشر، خلیل الحیا ويلي چې دې ډلې د مصر او قطر د منځګړو له خوا استول شوې مسوده تصویب کړې ده.
د اسرائیلو د لومړي وزير بنیامین نتنیاهو دفتر ويلي چې دوی هم دغه پلان ترلاسه کړی او په بشپړ ډول د امریکا سره په همغږۍ یې منځګړو ته یو متقابل وړاندیز سپارلی دی.
د شنبې په ورځ، د نتنیاهو دفتر وویل چې نوموړي د منځګړو له خوا د اوربند وړاندیز په اړه سلا مشورې کړې دي.
د نتنياهو فتر دا هم ويلي چې د اسرائیلو متقابل وړاندیز له امریکا سره منل شوی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي. امریکا هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا خبرې اترې په داسې حال کې روانې دي چې اسرائیلي ځواکونو د رفح په سیمه کې ځمکنی عملیات پیل کړي دي.
د مارچ په لومړۍ نېټه د اوربند د لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته، مذاکره کوونکو هڅه کوله چې دواړه خواوې د دوهم پړاو په جزئیاتو قانع کړي، خو په تېرو څو اونیو کې، دې خبرو اترو پرمختګ ونه کړ.
امریکا وړاندیز کړی و چې لومړی پړاو دې د اپریل تر ۱۵مې پورې د ورته شرایطو لاندې وغځول شي، او د اسرائیلي یرغمل شویو او فلسطیني بندیانو تبادله دې دوام وکړي.

د عکس سرچینه، Reuters
د اوربند په لومړي پړاو کې، حماس ۳۳ یرغمل شوي کسان خوشي کړل. دا باور شته چې ایران-ملاتړ لرونکې ډله لا هم ۵۹ یرغمل شوي کسان لري، که څه هم اټکل کېږي چې ځینې یې ښايي ژوندی نه وي.
د اوربند لومړي پړاو له پايته رسېدو وروسته کله چې د مارچ پر ۱۸ نېټه اسرائيلو بیا پر غزه بريدونه پیل کړل د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت په وینا له ۹۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې نېټې پر اسرائيلو د حماس بریدونو کې له ۱۲۰۰ زیات کسان ووژل شول، چې ډېری یې ملکي وګړي وو، او ۲۵۱ کسان نور يرغمل ونيول شول.
په ځواب کې، اسرائیلو پر غزه بريد وکړ چې په غزه کې د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت چارواکي وايي، تر دې مهاله نژدې ۵۰ زره کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي.
د جګړې له کبله د غزې ۲.۱ میلیونه اوسېدونکي څو ځله بېځایه شوي. شاوخوا ۷۰ سلنه ودانۍ ویجاړې شوې او یا زیانمنې شوې دي، د روغتیا، اوبو، او فاضلهاوبو سیستمونه له منځه تللي، او د خوراکي توکو، سون، درملو او سرپنا سخت کمښت دی.





















