تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوږد مهاله کورونا په څېر اوږدمهاله زکام هم شته؟
دا په دې معنی چې ځینې خلک نیسي او بیا تر اوږدې مودې بېلابېلې نښې په کې لیدل کېږي.
د مزمن زکام په عامو نښو نښانو کې ټوخی، د معدې درد او اسهال یا نس ناستی شامل دي.
دا موندنې د ۱۰۱۷۱ کسانو د هغو پوښتنو په ځواب کې ترلاسه شوې، چې د څېړنې په لړ کې ترې پوښتل شوې وې.
کارپوهان وايي، د دې لپاره چې معلومه شي کوم کسان ډېر له ګواښ سره مخامخ دي او یا دا چې په دې برخه کې څه کول په کار دي دې لپاره لا زیاتې څېړنې ته اړتیا ده.
دا تنفسي ناروغي یا انتانات کولی شي د اوږدې مودې په ناروغۍ لامل شي، دا څه نوې خبره نه ده، خو د کوېډ وبا له کبله دې حالت ته ډېر پام اوښتی دی.
څېړونکي وايي، دا پایلې د هغو ناروغانو حالت تائیدوي، چې دا ډول ستونزې یې تجربه کړې دي.
د لندن د کوین میری پوهنتون پروفیسور ادریان مارتینو بی بی سی ته په دې هکله وویل:
"ځینې خلک چې په دې ډول ناروغیو اخته کېږي له ښه کېدو وروسته کېدای شي د کمزورۍ احساس وکړي، د ا کومه خیالي خبره نه ده، بلکې هغوی رښتیا همدا کمزورتیا لري او دا یو پېژندل شوی او تائید شوی حالت دی. "
یاده څېړنه چې په طبي مجله (لنست) کې خپره شوې، په کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال په لومړیو دوو میاشتو کې خلکو وویل شول چې د تنفسي ناروغۍ او نورو نښو په هکله معلومات ورکړي، هغه وخت د کورونا وبا دویم کال و او د واکسین کولو لړۍ پیل شوې وه.
د یادونې ده، چې ټولو ګډونوالو تر اوسه پورې له یوه مخه واکسین نه دی ترلاسه کړی.
د ۱۰۱۷۱ قضیو څېړنه:
• ۱۳۴۳ کسانو ویلي، چې په دې وروستیو کې په کوېډ اخته شوي دي.
•۴۷۲ کسانو ویلي، چې دوی په یو بل ډول تنفسي ویروس اخته شوي، لکه زکام یا انفولانزا.
ټول هغه کسان چې، له سختې ناروغۍ څخه روغ شوي وو هیڅ نښې یا نوې نښې په کې نه وې پاتې.
خو د هغو کسانو پرتله، چې ویلي يې دي وروستیو کې یې هیڅ تنفسي ناروغي نه درلوده، هغو کسانو کې یوه میاشت وروسته یو څه نښې پیدا شوې چې ویلي وو، په تېرو اونیو کې کوېډ، انفلونزا یا زکام نیولي وو.
دا نښې عبارت دي:
•اسهال
•د معدې ستونزې
•د عضلاتو درد
•د خوب ستونزې
•د حافظې ستونزې / په تمرکز کې ستونزې
•سر ګرځېدل یا د ضعف احساس کول
•ټوخی
هغه خلک چې په دې وروستیو کې په کوېډ اخته شوي وو، هغو کې د بوی، خوند او سرګرځېدلو نښې د هغو کسانو پر تله زیاتې وې، چې ویلي وو، دا وروستویو کې په زکام یا انفولانزا اخته شوي دي.
د ویروس د اخته کېدو وروسته ستړیا او نورې نښې کولی شي د هر عمر وګړو ته پیدا شي.
د لومړنۍ ناروغۍ شدت تل د خطر وړاندوینه نه کوي.
ځینې خلک ممکن په لومړي سر کې ډېر ناروغه وي خو نسبتا ژر روغ شي، په داسې حال کې چې نور په لومړي سر کې لږ ناروغه وي خو ممکن د اوږدې مودې وروسته د کمزورتیا نښې ورته پیدا شي.
د لندن د کوین میري پوهنتون څېړونکې جولیا ویوالدي وايي:
"زموږ موندنې نه یوازې د خلکو په ژوند کې د مزمن کوېډ په اغېزو باندې رڼا اچوي، بلکې د تنفسي انتاناتو د نورو اغېزو په اړه هم وضاحت ورکوي."
"پداسې حال کې چې د مزمن کویډ په اړه څېړنې دوام لري، موږ باید له همدې فرصته ګټه واخلوو. او د ټولو تنفسي ناروغیو د پاتې کېدونکي اغېز په اړه څېړنه وکړو."
د هغو معلوماتو له مخې د بریتانیا د ملي احصایې دفتر لخوا راټول شوي په دې هېواد کې ۱.۹ میلیون کسان چې شاوخوا دریمه سلنه نفوس جوړ وي د سږکال په پسرلي کې مزمن کوېډ نیولي وو. له دې سره دا ستونزمنه ده، چې معلومه شي، څومره کسان اوږدمهاله اغېزمن شوي دي.
د لندن د ایمپریال کالج استاد پیټر اوپن شاو وايي :
"دا څېړنه مهمه ده، ځکه دا ښیي، چې له مزمنو تنفسي ناروغیو څخه سملاسي ښه کېدل کېدای شي یو څه په ځنډ پېښ شي. خلک باید حوصله وکړي تر هغه چې په پوره ډول عادي حالت ته را ګرځي او دا تمه دې نه کوي چې سملاسي دې خپلو ټولو عادي فعالیتونو ته را وګرځي."
نوموړی خبرداری ورکوي، چې د مزمن زکام پر مهال سخته کمزورتیا او بې حالي باید کمه و نه ګڼل شي.
د اکسفورډ پوهنتون د رواني ناروغیو پروفیسور پل هریسون وايي:
"دا څېړنه د هغو پخوانیو موندنو ملاتړ کوي، چې ښيي تنفسي ناروغۍ د اوږدې مودې نښې نښانې له ځان سره لري او دا یوه عامه خبره ده، کورونا ناروغۍ یوازې نه ده چې دا ستونزه لري."