د اسیا تکواندو او 'وشو' سیالۍ؛ افغانستان دوه د برونزو مډالونه ګټلي

خالد هوتک

د عکس سرچینه، RTA

د عکس تشریح، د ۷۰ کیلو ګرامه وزن لرونکي "وشو" ملي لوبډلې لوبغاړی محمد خالد هوتک نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره له خپل هندي سیال سورج یادو سره سیالي وکړه او مات یې کړ.
د خپرېدو وخت

افغانستان د اسیايي سیالیو په لړ کې چې د چین په هانګ جو کې روانې دي، تر اوسه دوه د برونزو مډالونه ګټلي دي.

یو مډال په تکواندو او بل هم په 'وشو' کې ګټل شوی دی.

په نننیو سیالیو کې افغان تکواندو کوونکي بېژن صدرزاده خپل تاجکې سیال ته ماته ورکړه او په بله سیالي کې به له چینايي سیال سره مخ کېږي.

دغه راز د "وشو" په برخه کې نصرت الله حبیبي خپل تایلندي سیال ته ماته ورکړې او د بروزنزو مډال یې وګاټه.

د ۷۰ کیلو ګرامه وزن لرونکي "وشو" ملي لوبډلې لوبغاړی محمد خالد هوتک نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره له خپل هندي سیال سورج یادو سره سیالي وکړه او مات یې کړ.

هوتک وکولای شول خپل هندي سیال ته په ماتې ورکولو سره د برونزو مډال ثابت او یقیني کړ.

اوس راتلونکو لوبو ته د کوالیفای کولو چانس ولري، چې په راتلونکي پړاو کې به د چین او ازبکستان له ووشو ورزشکارانو سره سیالي وکړي.

په اسيايي سياليو کې تر اوسه د افغانستان ورزشي کاروان له ډلې يوازې دوو لوبغاړو يو یو د برونزو مډالونه ګټلي.

بېژن صدرزاده

د عکس سرچینه، RTA

د عکس تشریح، په نننیو سیالیو کې افغان تکواندو کوونکي بېژن صدرزاده خپل تاجکې سیال ته ماته ورکړه

د افغانستان د تکواندو لوبغاړي محسن رضايي د درې ګټو او يوې ماتې سره د برونزو مډال خپل کړی او نصرت الله حبيبي د برونزو مډال ګټلی دی.

د افغانستان د ۷۵ کیلو وزن په وزن کې د ووشو ملي لوبغاړي د تایلنډ له سیالې لوبډلې سره په بریا سره د افغانستان د ورزشي ټیم لپاره د برونزو یو بل مډال وګاټه.

اسيايي لوبې د سپتمبر په ۲۳ مه نېټه د چين د هانګ جو ښار په کوربه توب د ۴۵ اسيايي هېوادونو د شاوخوا ۱۲۵۰۰ لوبغاړو په ګډون په شاوخوا ۶۰ سپورتي لوبو کې پيل شوي او د روان کال د اکتوبر تر اتمې به دوام وکړي.

په دغو سیالیو کې د ګټلو مډالونو د شمېر له مخې تر اوسه چین لومړی، جنوبي کوریا دویم او جاپان دریم ځای لري. افغانستان په دې ډله کې تر اوسه ۲۳ ځای لري.