مجاهد: د داعش د پیاوړتیا په اړه رپوټونه دې ډلې ته مورال ورکوي او بې ثباتۍ ته لمن وهي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال هغه رپوټ رد کړی چې ګنې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش په نامه د وسله والې ډلې وړتیاوې او بریدونه ډېر شوي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په دې تړاو د وړاندې شوي پوټ محتوا "بې بنسټه تورونه" بللي.
هغه زیاته کړې د دوی حکومت "په داسې حال کې چې په دې ډول مسایلو کې د شفافې ښکېلتیا غوښتنه کوي، څرګندوي چې په تېرو دوو کلونو کې د افغان امنيتي ځواکونو د ناقانونه وسلو او داعش پر ضد په سلهاوو مستقل عملیات شوي چې هم پکې وسلې او مهمات نیول شوي او هم د داعش عملیاتي وړتیاوې له منځه وړل شوې".
هغه زیاته کړې چې دغه ډول ادعاوې د هغوی له نظره یا د معلوماتو د کموالي له امله دي او یا هم په دې ډول "پروپاګند" سره د داعش د مورال لوړېدو او په سیمه کې د بې ثباتۍ هڅه کېږي.
ښاغلي مجاهد همدا راز زیات کړې "په عین حال کې، موږ له دې سره موافق یو چې په افغانستان باندې د ملګرو ملتونو او نورو طرفونو یو اړخیز بندیزونه، د شتمنیو کنګل کېدل د بشري وضعیت د ستونزمنېدو اصلي لامل دی چې د عامو افغانانو پر ژوند یې ناوړه اغیزه کړې."
هغه دا هم ویلي چې دوی "د سیمه ییز ثبات په خاطر د دې وضعیت د بېړني بدلون غوښتنه" کوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د یادونې ده چې تر دې وړاندې له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلادیمیر وورونکوف امنیت شورا ته خپل رپوټ کې ویلي وو چې په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې وړتیاوې او بریدونه زیات شوي دي.
هغه دا څرګنړونې وړمه ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې نړیوال امنیت ته د ترهګرۍ له اړمه د پېښو ګواښونو په اړه ناستې ته کړې وې.
دا داعش د ګواښونو په اړه د ښاغلي وورونکوف اولسم رپوټ و.
ښاغلي وورونکوف د ترهګرۍ پر وړاندې د څو اړخیزو اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ او د دې ناورین د مخنیوي لپاره د غړو هیوادونو هڅې او ملاتړ اړین وباله.
د نوموړي د رپوټ یوه برخه هم افغانستان کې د داعش او نورو وسله والو ډلو فعالیت ته ځانګړې شوې وه.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
په رپوټ کې راغلي چې له افریقا او نورو هېوادونو ورها خوا چې 'داعش' پکې پراخ فعالیت لري په افغانستان کې هم د داعش خراسان څانګې فعالیت او ګواښونه زیات شوي دي:
" له افریقا ور هاخوا د افغانستان وضعیت په زیاتېدونکې توګه پېچلی کېږي او ددې وېره شته هغه وسلې او پوځي تجهیزات چې د ترهګرو ډلو لاسته لوېدلي په یوه واقعي ګواښ بدلېدونکي دي. داسې رپوټونه دي چې د داعش خراسان څانګې پوځي وړتیاوې او بریدونه هم په طالبانو او هم په نړیوالو اهدافو زیات شوي په ځانګړي ډول ددې ډلې لخوا په نومول شوي خراسان ولایت کې."
د رپوټ په بله برخه کې د داعش ترڅنګ د نورو ترهګرو ډلو فعالیت ته هم اشاره شوې او هلته هغه ننګونې یادې شوې چې د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي، په ځانګړي ډول د دوامداره پایښت او پراختیا نشتوال او ناوړه بشري وضعیت یې مهم یاد کړي دي.
پر دې سربېره په دې هېواد کې د نژدې شلو نورو مختلفو ترهګرو ډلو فعالیت او شتون سره لدې چې د طالبانو لخوا په جدي ډول ځپل کېږي، د دوامداره پایښت او پراختیا نشتوالی، او ناوړه بشري وضعیت د سیمې او نړۍ لپاره د پام وړ ننګونې دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
طالبانو مخکې هم افغانستان کې د داعش د پراختیا او پیاوړتیا په اړه رپوټونه او اندېښنې رد کړې دي.
د ملګرو متلونو په دې نوي راپوټ کې یو شمېر افریقایي هیوادونه لکه مالي، بورکینا فاسو، نایجر، سوډان، کانګو او مصر یادونه شوې چې داعش او نور جنګیالۍ ډلې پکې فعالیت لري.
دارنګه سوریه، یمن، موزمبیک، عراق او ځينې نور هېوادونو ددې ډلو د فعالیت ساحې بللې شوې چې د ملګرو ملتونو په وینا یې نړیواله سوله او ټیکاو ګواښي او ورسره په نړۍ کې د سوکالۍ او پرمختګ او بشري حقونو د خوندیتوب او پلېتابه مخه نیسي.
په راپوټ کې وړاندیز شوی چې نړیواله ټولنه باید ددې ګواښونو پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي او نړۍ له زیاتېدونکو ګواښونو وژغوري.






















