تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د ۱۵۰ میلیونو افغانیو په ارزښت یې ګران بیه ډبرې پلورلې دي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، نورستان کې ''اته ټنه ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې'' پلورلې دي.
د ملي ټلویزیون په یوه رپوټ کې په دې هکله ویل شوي، ''دا ډبرې د یوې لیلامۍ له لارې د ۱۵۰ میلیونو افغانیو بدل کې'' پلورل شوې دي.
رپوټ کې ویل شوي، لیلامي کې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو نژدې ۲۰۰ سوداګرو برخه اخیستې وه.
د ملي ټلویزیون په رپوټ کې په نورستان کې د معادن او پټرولیم رئیس سید عبدالرحیم عمیر له قوله ویل شوي، چې: ''دا ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې چې د نورستان دوواب ولسوالۍ له ماوي معادنه ایستل شوې، کونزایټ، بیروج، مارګرین او بلور ډولونه پکې شامل دي.''
سید عبدالرحیم عمیر وايي، له دې لیلامۍ سره د حکومت په عوایدو کې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ زیاتې شوې دي.
چارواکو په دې هکله نور جزیات نه دي ورکړي، چې دا ډبرې څنګه او څه وخت رایستل شوې دي.
همدا پرون د طالبانو حکومت پټرولیم او معادن وزارت وویل، په افغانستان کې د معادن استخراج ۵۰ کوچني او لوی قراردادونه لاسلیک شوي دي.
دا قراردادونه بېلابېلو شرکتونو او پانګوالو ته ورکړل شوي دي.
د پټرولیم او معادن وزارت مسوولینو په خبره په تېر یوه کال کې ۴۹ شرکتونو ته د ''استخراج جوازونه'' ورکړل شوي دي.
د یاد وزارات چارواکي زیاتوي:
"په تېر کال کې د وزارت اصلي لاسته راوړنو کې د ۳۷۸ معدني سیمو پېژندل او ارزونه، د ۴۰۰ ځانګړو جیولوژیکي نقشو چمتو کول، او له دریو زرو څخه د زیاتو معدني بېلګو ارزونه کول شامل دي."
په تېر کې د طالبانو حکومت مسوولینو ویلي و، یو شمېر شرکتونو ته یې جوازونه ورکړي، چې تر صادرلو وړاندې، ګران بیه ډبرې پروسس کړي.
د معادن او پټرولیم وزارت چارواکو دغه راز ویلي و، یو شمېر شرکتونو ته به سندونه ورکړي چې له دې وروسته د افغانستان ګران بیه ډبرې رسماً بهر ته صادرې کړي او په وینا یې داسې یو میکانیزم یې جوړ کړی چې نور د افغانستان قیمتي ډبرې بهر ته قاچاق او د نورو هېوادونو په نامه یادې نه شي.
د ۲۰۲۳ کال په جولای کې د طالبانو حکومت د معادن او پټرولیم هغه مهال وزیر شهاب الدین دلاور ویلي و، که د افغانستان د ګران بیه ډبرو مارکېټ ښه مدیریت شي د صادراتو ګټه به یې تر یو میلیارډ ډالرو پورې رسېدلای شي.
افغانستان قیمي ډبرې ډېرې لري خو د لسیزو جګړو له امله ناقانونه کیندل کېدلې او شخصي صادرېدلې.