ګوتېرېش: د فلسطيني ګډوالو لپاره د ملګرو ملتونو پر ادارې بنديز به ويجاړونکې پايلې ولري

انتونيو ګوتېرېش

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرش وايي، د فلسطيني کډوالو د لاسنيوي لپاره د ملګرو ملتونو پر ادارې (انروا) بنديز به د فلسطييانو لپاره ويجاړونکې پايلې ولري.

انتونيو ګوتېرش د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ته په استولي ليک کې ويلي، په اشغال شویو فلسطيني سيمو کې خلکو ته د مرستو رسول يې قانوني مسووليت دی.

تېره ورځ د اسرائیلو پارلمان د رایو په اکثریت د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو پر ادارې انراوا بندیز ولګاوه. د اسرائیلي پارلمان د پرېکړې پر بنسټ انراوا نور نه شي کولی د ختیځ بیت المقدس په ګډون په دغه هېواد کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

بل پلو په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، انروا په غزه کې يو ځانګړی رول لري او د فعاليتونو بنديز به يې جدي پايلې ولري.

تر دې مخکې په غزه کې د انروا مشر بي بي سي ته ویلي وو، که اسرائیل بندیزونه په بشپړه توګه عملي کړي، نو په غزه کې د عملیاتو دوام به ناشوني وي.

دغه پرېکړه په نړيواله کچه ډېر ژر د هغو هېوادونو په ګدون چې د اسرائيلو ملاتړ کوي له غبرګون سره مخامخ شوه. امریکا، بريتانیا او جرمني د اسرائيلو د دې پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ځکه چې دغه اداره د غزې له دوو ميليون زیاتو جنګ ځپلو او په نورو اشغال شويو سيمو کې سلګونه زره خلکو ته بشري مرستې چمتو کوي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت، ويلي چې د فلسطينيانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو اداره (اونروا) په غزه کې د بشري مرستو په وېش کې مهم رول لري او په غزه کې نژدې دوه ميليونه وګړي د دې ادارې پر خدمتونو تکيه کوي.

اسرائيل د ملګرو ملتونو پر يادې ادارې تور پورې کوي چې له حماس سره يې "لاس يو کړی" او ان ځينې کارکوونکي يې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر اوومې نېټې "بريدونو" کې ښکېل وو.

اونروا اداره له لسيزو راهيسې فلسطيني کډوالو ته له روغتيايي او طبي خدمتونو نيولې تر سلګونه زره ماشومانو او تنکيو ځوانانو پورې د ښوونې او روزني خدمتونه وړاندې کوي.

د دې ادارې مشر فېلېپ لازاريني د اسرائيلو دا بنديز بې "ساری او خطرناک" بللی چې په وينا يې دا به د فلسطينيانو کړاو لا پسې نور هم زيات کړي.

نوموړي ويلي دا پرېکړه د ملګرو ملتونو د منشور خلاف ده او د نړيوالو قوانينو او تړونونو پر وړاندې د اسرائيلو د دولت له مکلفيتونو "سرغړونه" ده.