تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تورخم دروازه له درې ورځو بندېدو وروسته بېرته پرانیستل شوه
- Author, افتخار خان
- دنده, بي بي سي-اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د تورخم لاره درې ورځې وروسته د هر ډول تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستل شوه. دغه لار د تورخم غوړکي سيمه کې د دواړو لوریو امنيتي ځواکونو لخوا پر يوه بل د ډزو له امله تړل شوې وه.
داسې رپوټونه هم ورکړل شوي وو، چې په دې نښته کې مالي او ځاني زیانونه هم اوښتي وو.
پاکستان کې د ګمرکونو ادارې (ایف ای اې) مسوولین وايي، دوی ته تېره شپه ویل شوي و، چې نن پنجشنبه خپله دنده سمبال او فعالیت پیل کړي.
د ځايي مسوولینو په وینا پر ډېورنډ کرښه د خلکو تګ، راتګ پیل شوی او دغه راز د بار چلوونکو موټرو پر مخ هم تورخم دروازه پرانیستې ده.
د یادونې ده، چې د اګست پر ۱۲مه تورخم دروازه له هغه وروسته د خلکو پر مخ وتړل شوه، چې د پاکستاني ځواکونو او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ځواکونو تر منځ پر یوه بل ډزې وشوې.
په ځینو رپوټونو کې د پاکستان امنیتي چارواکو له قوله ویل شوي وو، چې افغان ځواکونو په سیمه کې یوه پوسته جوړوله، خو پاکستاني ځواکونو یې مخه ونیوله، چې له کبله یې نښته رامنځته شوه.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بیا په دې هکله وویل، "د دوی ځواکونو د پاکستان دوې پوستې له منځه وړې دي."
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي و، پاکستاني ځواکونو د ملکي خلکو پر کورونو هم ډزې کړې، چې پایله کې یې یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي وو. هغه مهال د سیمې ځینو اوسېدونکو او د پاکستان ځايي مسوولینو بي بي سي ته وویل، د ډېورنډ کرښې اوږد کې د تورخم شاوخوا سیمو ځینې اوسېدونکي خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.
د تورخم دروازې له پرانیستل کېدو سره د پاکستان ګمرکونو ادارې یوه مسوول د نوم نه یادولو په شرط بي بي سي ته وویل، یوازې هغو ګاډو ته له دروازې د تېرېدو اجازه ورکوي، چې د تګ، راتګ موقت اجازه لیک یا (ټاډ) سند ولري.
پاکستاني چارواکي وايي، د اګست له لومړۍ نېټې راهیسې داسې هېڅ یوه بارچلوونکي موټر ته د ورتګ اجازه نه ورکوي، چې دغه سند نه لري. له تېرو دوو اونیو راهیسې سلګونه لارۍ د دروازې دواړو لوریو ته ایسارې پاتې دي.
سوداګرو او موټر چلوونکو د اګست پر لسمه د دې پالیسۍ پر ضد احتجاجي پرلت اعلان کړی و او دوې ورځې وروسته ورسره د ګمرکونو مسوولینو هم په پرلت کې ګډون وکړ.
د نښتې له پېښې وروسته دا پرلت هم پای ته رسېدلی. یو ځايي سوداګر شاه جهان په دې هکله وايي، سبا جمعه به د دوی، مسوولینو او پاکستان ګمرکونو لوړپوړي چارواکي په همدې لړ کې یوه غونډه کوي او په وینا یې که د دوی غوښتنې و نه منل شي، پرلت به له سره پیلوي.
پر افغانستان د طالبانو د ولکې ټينګولو درېيو کلونو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګري هم له ډېرو لوړو ژورو تېره شوې.
د ډېرو په باور د دواړو هېوادونو تر منځ سياسي او امنيتی ترينګلتياوې او ځيني نور لاملونه يادېږي، چې له کبله یې د دې ګاونډیو هېوادونو تر منځ سوداګري هم اغېزمنه شوې.
په دغه موده کې څو ځله په تورخم، غلام خان او بولدک-چمن لارو کې سوداګريز فعالیتونه له ځنډ او خنډ سره مخ شوي دي.