رپوټونه وايي، د تورخم لاره یو ځل بیا د بار وړونکو ګاډو پر مخ تړل شوې

    • Author, یما باریز
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

رپوټونه وايي د تورخم لاره یو ځل بیا د بار وړونکو ګاډو پر مخ تړل شوې. سلګونه ګاډي له پرون راهیسې سیمه کې ایسار پاتې او په کې د بار توکو د خرابېدو شونتیا شته.

پاکستاني او افغانستان کې د طالبانو د حکومت اړوند چارواکي وايي لارۍ چلوونکو ته د اړینو اسنادو د نه لرلو له امله له کرښې د اوښتو اجازه نه ده ورکړل شوې.

پاکستان افغانستان سره د نوي تړون له مخې ګاډو چلوونکو ته د ټاد په نامه د تګ راتګ اسناد اړین ګرځولي او د جولای یو دېرشمه یې د دغو اسنادو د برابرولو لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې وه.

په تورخم کې د باروړونکو ګاډو پر مخ د تګ، راتګ دروازه چهارشنبه ماخوستن وتړل شوه. عیني شاهدان وايي، په سبو او تازه میوې بار سلګونه ګاډي په سیمه کې ایسار پاتې دي.

پاکستان او افغانستان کې چارواکي وايي، د لاریو پر مخ دروازه ځکه تړل شوې، چې له چلوونکو سره اړین اسناد نه و.

پاکستاني چارواکو تېر جون کې لارۍ چلوونکو ته د پاسپورټ او ویزې پر ځای د ټاډ یا له کرښې د اوښتو لنډمهالي سند په نامه د یوه لاسوند درلودل لازمي کړل.

خو د موټرو چلوونکو ته د جولای میاشتې تر ۳۱ پورې وخت ورکړل شوی و، چې دغه اسناد چمتو کړي.

رپوټونه وايي، کله چې پاکستاني لوري افغان لارۍ چلوونکو ته له اړینو اسنادو پرته له دروازې د تېرېدو اجازه ور نه کړه، نو د طالبانو پوله ساتونکو هم له پورې غاړې افغانستان ته د تلونکو لاریو مخه ډب کړه.

ځینې لارۍ چلوونکي وايي، اوس هغو لاریو ته هم له کرښې د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي، چې ټاډ یا د اوښتو لنډمهالي سندونه لري. افغان لارۍ چلوونکو ته دغه سند په کابل کې د پاکستان سفارت ورکوي.

دغه راز پاکستاني لارۍ چلوونکي بیا دغه ډول سند په پېښور کې د افغانستان له کونسلګرۍ ترلاسه کوي. دغه چاره ازمایښتي ده او ویل کېږي، د یوه کال لپاره به پلي کېږي.

د تورخم دروازه بیا بیا د باروړونکو ګاډو او ان د پليو مسافرو پر مخ تړل شوې ده.

په تېره جنورۍ میاشت کې دا لار له هغه وروسته د باروړونکو ګاډو پر مخ وتړل شوه، چې پاکستاني چارواکو د ګاډو چلوونکو لپاره د پاسپورټ او ویزې درلودل اړین وبلل، خو دا پرېکړه یې وروسته بېرته واخیسته او په تېره مارچ میاشت کې د دواړو لوریو تر منځ د ټاډ په نامه پر داسې یوه سند هوکړه وشوه، چې لارۍ چلوونکي یې پر تورخم د اوښتو پر مهال باید له ځانه سره ولري.

سوداګر وايي، د تورخم لارې له تړل کېدو سره په ورځني ډول د افغانستان او پاکستان تر منځ د ۱۲۰ میلیاردو روپیو سوداګري هم په ټپه ولاړه ده.