تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په کورمه کې د ۴۳ کسانو له وژل کېدو وروسته د دواړو خواو تر منځ اوربند شوی
د خيبرپښتونخوا په کورمه کې د ځمکې پر سر د دوو ډلو تر منځ له فرقه يي شخړې وروسته اوربند شوی دی.
د چارواکو په وينا دغه شخړه چې د شاوخوا ۳۰ جريبه ځمکې پر سر د شیعه ګانو او سنيانو د دوو کورنيو تر منځ راپورته شوې وه، وروسته يې فرقه ييزه بڼه غوره کړه او د کورمې بېلابېلو سيمو ته وغځېده.
د وروستيو راپورونو له مخې اوس دواړو خواو د دوو مياشتو لپاره د (لنډمهالی اوربند) تړون لاسليک کړی دي. په کورمه کې د شوې جرګې له مخې که کومه ډله له تړون سرغړونه وکړي نو ۱۲۰ میليونه پاکستانۍ روپۍ به جريمه ورکوي. لویې لارې به د تګ راتګ لپاره خوندي وي.
د تېرې يوې اوونۍ په جګړو کې ۴۳ تنه وژل شوي او له ۱۵۰ ډېر ټپيان شوي دي.
د ځمکې په همدې ټوټه د تېر کال جولای مياشت کې هم نښتې شوې وه چې په ترڅ کې يې څو تنه وژل شوي وو.
په سيمه کې د سولې کمېټې يو غړی محمود علي جان وايي، "د دې ځمکې په سر څو ځله نښته او جرګې شوې دي خو تراوسه دغه ستونزه نه ده هواره شوې."
دواړه خواوې يو پر بل د جګړې پارولو تور لګوي.
شخړه په لومړي سر کې د مدګي او ګلاب نومي کلیو د دوو اوسېدونکو کورنیو تر منځ پيل شوې، خو وروسته د شاوخوا بوشهره، ملي خېل، ډنډر، بالش خېل، صده، کونج عليزی، مقبل، پېواړ او ترمنګل سيمو ته هم وغځېدله.