تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورمه کې د دوو ډلو تر منځ شخړه؛ د وژل شويو شمېر ۴۳ تنو ته لوړ شوی
د خيبرپښتونخوا په کورمه کې د فرقه ييزو شخړو په ترڅ کې د وژل شويو کسانو شمېر ۴۳ تنو ته لوړ شوی دی.
د چارواکو په وينا شپږ ورځې وړاندې دغه شخړه چې د شاوخوا ۳۰ جريبه ځمکې پر سر د شیعه ګانو او سنيانو د دوو کورنيو تر منځ راپورته شوې وه، چې وروسته يې فرقه ييزه بڼه غوره کړه او اوس د کورمې بېلابېلو سیمو ته غځېدلې ده.
ځایي چارواکي وايي د يکشبنې په شپه نښتو کې اته تنه نور هم ووژل شول چې له دې سره د ټولو وژل شويو شمېر ۴۳ تنو ته ختلی دی.
ويل کېږي دواړو خواو د وژل شويو کسانو جسدونه يو بل ته سپارلي دي.
د کورمې روغتون يو چارواکي مير حسن جان بي بي سي ته ويلي، يوازې د دوی "روغتون ته ۳۲ تنه مړي او له ۲۰۰ زيات ټپيان وروړل شوي دي."
د چارواکو په وينا له پنځو ورځنيو جګړو او نښتو وروسته اوس په بوشهره سیمه کې د دواړو ښکېلو خوا تر منځ اوربند شوی او مورچې خالي شوې دي خو د کورمې په نورو برخو کې وخت ناوخته ډزې کېږي او د امن جرګه د اوربند هڅې کوي.
د ځمکې په همدې ټوټه د تېر کال جولای مياشت کې هم نښتې شوې وه چې په ترڅ کې يې څو تنه وژل شوي وو.
په سيمه کې د سولې کمېټې يو غړی محمود علي جان وايي، "د دې ځمکې په سر څو ځله نښته او جرګې شوې دي خو تراوسه دغه ستونزه نه ده هواره شوې."
دواړه خواوې يو پر بل د جګړې پارولو تور لګوي.
شخړه په لومړي سر کې د مدګي او ګلاب نومي کلیو د دوو اوسېدونکو کورنیو تر منځ پيل شوې، خو وروسته د شاوخوا بوشهره، ملي خېل، ډنډر، بالش خېل، صده، کونج عليزی، مقبل، پېواړ او ترمنګل سيمو ته هم غځېدلې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وړاندې د خواله رسنۍ فېسوبک له لارې په یوه پیغام کې ویلي وو، په کورمه کې د جګړې د مخنیوي لپاره "چارواکي نه خو خپل مسوولیت ترسره کوي او نه هم بل چا ته اجازه ورکوي، چې سیمې ته ورشي او د روغې، جوړې راوستلو هڅه وکړي."