تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسټرالیا ځنګلونو کې ورکه شوې ښځه ۵ ورځې په شرابو پایېده
یوه ۴۸ کلنه اسټرالیایۍ ښځه وروسته تر هغه وژغورل شوه، چې ټیک پنځه ورځې د اسټرالیا په ځنګلونو کې ترۍ تم شوې وه چې بالاخره د ځینو خوږو او د یو بوتل شرابو په مټ پایېدلې ده.
لیلیان ایپ د یکشنبې په ورځ د ویکټوریا ګڼو ځنګلونو ته په لنډ سفر ووتله.
هلته یې لاره ورکه کړه او د وتلو لار پسې ډېره وګرځېده او ګاډی یې په خټو کې ونښت.
لیلیان له ځان سره د شرابو یو بوتل هم د ډالۍ په توګه اخیستی و، خو هغې شراب نه څښل.
۵ ورځې وروسته د بېړنیو پېښو مامورانو هغه مهال ومونده چې د لټون یوه چورلکه پر هغه ور برابره شوه چې دا پکې بنده پاتې وه.
لیلیان د اسټرالیا نهم تلوېزیوني خبري چینل ته ویلي: "لومړی څه چې زما ذهن ته راغلل اوبه او سیګرېټ وو. شکر چې له پولیسو سره سیګرېټ وو."
"ګومان مې کاوه چې هلته به ومرم. بدن مې د جمعې په ورځ بیخي کمزوری شوی و."
دا چې هغه نوره له ژونده نهیلې شوې وه، خپلې کورنۍ ته یې یوه لیک او وصعیت کې لیکلي وو چې مینه ورسره لري.
د ویکټوریا پولیسو ویلي، ژغورنډلې لیلیان د استوګنې له نژدې مېنې ۶۰ کیلومتره لیرې ومونده.
د روغتیايي ستونزو له کبله هغه پر لاره نه شوه تللی، نو ځکه پخپل ګاډي کې پاتې شوې وه.
له هغې سره یوڅه خواږه هم وو.
د پولیسو مشر ووډونګا مارټن توربي وویل "له لیلیان سره یوازېنی مایع شراب و، هغې خپلې مور ته د ډالۍ په توګه اخیستي وو، خو د ضرورت په وخت کې یې په درد ورته وخوړل".
دی وايي هغې له عقل کار اخیستی او په ګاډي کې پاتې شوې ده، نو ځکه یې پولیسو ته موندل اسانه وو.
لیلیان روغتون کې درملل کېږی او تر رغېدو وروسته به میلبورن کې خپل کور ته ستنه کړل شي.