پوتین: په اټومي انرژۍ چلېدونکی توغندی په بریالیتوب وازمویل شو

د خپرېدو وخت

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان وکړ چې روسیې د کروز توغندي "بریالۍ وروستۍ ازموینه" ترسره کړې چې په اټومي انرژۍ چلېږي.

پوتین دا څرګندونې وروسته له هغه کړې چې د هغه ویاند د نیویارک ټایمز هغه راپور رد کړ چې ګواکې د "بوریویڅتنیک" په نامه د وسلې یوه ازموینه رانژدې شوې ده.

دا ازمویل کېدونکې وسله چې په لومړي ځل په ۲۰۱۸ کال کې اعلان شوه، د نا محدود واټن ویشتونکې بلل شوې وه.

مګر په رسمي ډول د دې وړتیاوو په اړه لږ څه مخې ته راغلي او راپورونه ښیي چې پخوانۍ ازموینې ناکامې شوې دي.

هغه څه چې پوتین ویلي په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي او د روسیې له دفاع وزارت څخه تر اوسه کوم معلومات نه دي ترلاسه شوي.

مګر تېره میاشت خپاره شوي د سپوږمکۍ عکسونو ښودلې چې روسیې په د شمالي قطب لیرې یوه ټاپوي کې نوي تاسیسات جوړ کړي چېرې چې مخکې شوروي اټومي ازموینې ترسره کړې وې.

په انځورونو کې د نوایا زیمیلیا د ودانیزو چارو کارونه ښودل شوي د شمالي بارټنس له ټاپوګانو یو دی.‌

پوتین د پنجشنبې په ورځ د سوچي مېله ځای د تور سمندرګي په ریزورټ کې یوې غونډې ته وویل: "موږ اوس د ستراتیژیکو وسلو د عصري ډولونو په اړه کار پای ته رسولی چې ما یې په اړه خبرې کړې وې او ما څو کاله وړاندې اعلان کړی و."

هغه زیاته کړه: "د بوریویڅتنیک توغندي یوه بریالۍ وروستۍ ازموینه ترسره شوه، دا د اټومي ځواک یو کروز توغندی دی چې نا محدود واټن وهي."

دا توغندی، چې ناټو د "سکایفال" Skyafall په نوم یاد کړی، داسې انګېرل کېږي چې د اټومي ریکټور په مټ پرمخ وړل کېږي، چې د جامدو تېلو راکټ بوسټرونو په مرسته هوا ته له توغولو وروسته فعال شوی.

خو نیویارک ټایمز د اټومي وسلو د کنټرول یوې ډلې، د اټومي ګواښ نوښت په حواله ویلي چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ ترمنځ د سیسټم ۱۴ پخوانۍ پېژندل شوي ازموینې ټولې ناکامې وې.

پوتین دا هم وویل چې د "سرمات" په نوم د بین البراعظمي بالیسټیک توغندي کار نژدې بشپړ شوی دی.

پوتین دا هم وویل چې روسیه پلان نه لري خپل اټومي منشور بدل کړي، دا پالیسي هغه شرایط تعریفوي چې د هغه ځواکونه کولی شي اټومي وسلې وکاروي.

هغه زیاته کړه چې د روسیې د دولت موجودیت له ګواښ سره مخ نه دی او د "هېڅ سالم عقل او حافظې خاوند" به یې پر ضد د اټومي برید په اړه فکر ونه کړي.

خو هغه يادونه وکړه چې روسيه کولاى شي په نظرياتي توګه د ١٩٩٦ کال د اټومي ازموينې د بنديز د هر اړخيز تړون له لاسليک څخه لاس واخلي، هغه وويل چې امريکا دا تړون لاسليک کړى و خو هېڅکله يې نه دى تصويب کړى، نو روسيه کولى شي په ورته ډول عمل وکړي.

په سوچي کې د ورته غونډې په جریان کې، پوتین وویل چې په اګست میاشت کې د هغې الوتکې غورځېدل چې د واګنر ګروپ مشر یوګیني پریګوزین پکې ووژل شو، د "بهرنۍ لاسوهنې" لکه د توغندي برید له امله نه و.

هغه وويل، چې د اجيرې ډلې مشر او په پېښه کې د وژل شويو نورو کسانو په جسدونو کې د "لاسي بمونو ټوټې" موندل شوي، هغه زياته کړه: "د پلټنو کمېټې مشر څو ورځې وړاندې په دې اړه خبر راکړ."

ولسمشر څرګنده نه کړه چې په الوتکه کې لاسي بم څنګه وچاودېد، خو ویې ویل هغه په دې باور دی چې پلټونکو باید د الوتکې د قربانیانو پر جسدونو د الکول او مخدره موادو معاینات کړي وي.

تر اوسه د پېښې د علت په اړه رسمي راپور نه دی خپور شوی.