د پاکستان د پوځ مشر: ټي ټي پي بیا راپورته شوی، افغانستان دې يې پر ضد زموږ ملاتړ وکړي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر ویلي، په خیبر پښتونخوا ایالت کې تحریک طالبان پاکستان یو ځل بیا سر راپورته کړی دی. هغه له افغانستانه غوښتي، چې د دغې ډلې پر وړاندې د پاکستان ملاتړ وکړي.

پاکستان وړاندې تر دې هم په افغانستان کې د طالبانو له حکومته د ټي ټي پي پر ضد د ګام اوچتولو غوښتنه کړې او د خپل هېواد د ثبات لپاره يې د عملياتو ګواښ هم کړی دی.

د پاکستان لوی درستیز ویلي، "افغانستان زمونږ ورور ګاونډی هېواد دى، پاکستان او د دغه هېواد خلکو بې شمېره قربانۍ ورکړي دي. موږ په اوسني وخت کې له افغانستان سره ښې اړيکې غواړو."

ښاغلي منیر په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې ګواکې د پاکستان په څېر اوږدمهاله او "مهربان ګاونډي" باندې دې ټي ټي پي ته لومړیتوب نه ورکوي او د هغوی په له منځه وړو کې "زموږ ملاتړ وکړئ لکه څنګه چې پاکستان ستاسو ملاتړ کړی دی."

د یادولو ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار د پاکستاني چارواکو دا تور رد کړی چې ګواکې د هغوی ملاتړ دې کوي او په ټينګار سره یې ویلي چې هېڅ چا ته له خپلې خاورې د ناوړه کارونې اجازه نه ورکوي.

د پاکستان پوځ مشر د دغه هېواد د خپلواکۍ د ۷۷مې کلیزې په مناسبت د پاکستان په پوځي اکاډمۍ کاکول کې ویلي، نن په خیبر کې د دولت ضد او شريعت ضد کړنې ډېرې شوې، چې د پاکستان پوځ او د قانون پلي کوونکي ادارې ورسره مبارزه کوي.

د ښاغلی عاصم منیر په وینا، "له بده مرغه زمونږ په سيمه کې تندلاري او د ترهګرۍ ارادې لرونکي قوتونه فعال دي."

په وروستیو کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پاکستان ملکي او پوځي مشرتابه (ایپکس) له یوې غونډې وروسته ویلي وو، د "عزم استحکام" په نامه نوي عملیات به پیل کړي، چې د ځينو سیاسي ګوندونو مشرانو او په ځانګړې توګه د پښتنو سیاسي مشرانو او د مخکینیو قبایلي سیمو مخورو ورسره مخالفت وکړ.

د یادولو ده چې څه موده مخکې د پاکستان دفاع وزیر ګواښ کړی و چې که اړتیا وي نو په افغانستان کې دننه به هم پر پاکستاني طالبانو بریدونه وکړي.

خواجه اصف له امریکا غږ سره مرکه کې ویلي وو چې دوی ته "د پاکستان سلامتیا مهمه ده او که امنیت ته یې څه زیان رسېږي نو پر ضد یې هر ګام باندې غور کولی شي."

د ده په وینا، که له افغانستان څخه وسله وال ور اوړي نو دوی هم "حق" لري چې افغانستان ته پسې ورشي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت د پاکستان د دفاع وزیر دا څرګندونې یو "ناسنجیده عمل" او د "اوبو خړولو هڅه" وبلله چې په وینا یې "د هېچا په ګټه نه ده."

دغه وزارت په خپله خبرپاڼه کې د پاکستان مشرتابه ته سپارښتنه کړې وه چې "حساسيت پاروونکې" څرګندونې دې نه کوي او "د ملي دفاع وزارت په ډاګه کوي، که هر څوک په هره بهانه او عنوان زموږ پر حریم تجاوز وکړي، د عواقبو مسئولیت به یې پر خپله غاړه وي."