زېلینسکي: که د روسیې مخه و نه نیول شي، تېری به یې له اوکرایین هاخوا پراخ شي

Without stronger action from allies, more countries will be threatened by Russia Zelensky says

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، زېلینسکي وايي، د متحدینو له پیاوړي فعالیت پرته به نور هېوادونه هم د روسیې له لوري وګواښل شي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د اوکرایين ولسمشر ولودیمر زېلینسکي خبرداری ورکړی چې که د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین مخه و نه نیول شي، "جګړه به نوره هم پراخه او ژوره شي".

زېلینسکي دا څرګندونې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د خبرو پر مهال وکړې، او ویې ویل که متحدین یو موټی دریځ ونه لري او ملاتړ زیات نه کړي، نور هېوادونه هم به د روسیې له تېري سره مخامخ شي.

هغه وویل، ټول هېوادونه د وسلو د نړیوالې سیالۍ له ګواښ سره مخ دي، ځکه چې پوځي ټیکنالوژي مخ پر ودې روانه ده. زېلینسکي زیاته کړه: "وسلې دا پرېکړه کوي چې څوک ژوندي پاتې کېږي".

نوموړي د مصنوعي ځیرکتیا (اې ای) لپاره د نړیوالو اصولو غوښتنه وکړه.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روسیې او اوکرایین جګړې په اړه خپل دریځ بدل کړ او لومړی ځل یې وویل چې اوکرایین کولی شي خپل ټوله له لاسه ورکړی خاوره بېرته ترلاسه کړي.

زېلینسکي پر نړیوالې ادارې نیوکې وکړې، او په وینا یې دا ادارې "ډېرې کمزورې" دي چې اوکرایین ته د امنیت ضمانت ورکړي.

نوموړي، چې ښکاره اشاره یې ناټو ته وه، وویل: "په یوه اوږدمهاله پوځي ائتلاف کې غړیتوب درلودل دا معنا نه لري چې تاسې خوندي یاست."

هغه زیاته کړه: "موږ دا مهال د بشریت په تاریخ کې د وسلو سیالي تر ټولو ویجاړوونکې بڼه تجربه کوو.

نوموړي وویل، "اوس د روسیې مخه نیول" تر هغه ډېر ارزانه دي چې "وروسته ح فکر کوو، چې څوک به لومړی ساده ډرون چمتو کړي چې اټومي سرګلوله ولېږدوي".

زېلینسکي د مصنوعي ځیرکتیا (اې ای) او په وسلو کې د هغه د رول لپاره د نړیوالو اصولو غوښتنه هم وکړه. د نوموړي په خبره، چې خپل‌سري بې‌پیلوټه الوتکې او ډرونونه د دودیزې جګړې پرتله ډېر ستر ګواښ دي.

د اوکرایین ولسمشر دغه راز خبرداری ورکړ چې اروپایان نه شي کولی مولدوا له لاسه ورکړي، چې د اوکرایین او د اروپایي ټولنې غړي هېواد رومانیا ترمنځ پرته ده او په خبره یې لوېدیځ د دې فرصت له لاسه ورکړی چې جورجیا او بېلاروس د پوتین له اغېزه وژغوري.

ټرمپ: اوکرايين خپله ټوله خاوره بېرته له روسيې ترلاسه کولی شي

ډونلډ ټرمپ او ولودمير زېلېنسکي

د عکس سرچینه، Reuters

له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وويل، کيېف کولی شي "خپل ټوله خاوره لکه څنګه چې د روسيې له بريده مخکې وه بېرته ترلاسه کړي."

دا د روسيې او اوکرايين د جګړې په اړه د ډونلډ ټرمپ په دريځ کې تر ټولو ستر بدلون بللي کېږي.

ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې پر خپله ټولنيزه رسنۍ سوشل ټروت يوه پوسټ کې هم کړې دي. نوموړي ويلي، چې د ده په انده پر روسيه د بنديزونو او اقتصادي فشار له کبله اوکرايين کولی شي د اروپا او ناټو په ملاتړ د اوکرايين اصلي پولې له هغه چې دا جګړه پيل شوې بېرته خپلې کړي.

ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې په نيويارک کې د اوکرايين له ولسمشر ولودمير زېلينسکي سره له خبرو اترو وروسته کړې دي.

ډونلډ ټرمپ تر دې وړاندې په بار بار د روسيې او اوکرايين د جګړې د پايته رسولو په اړه خپله هيله څرګنده کړې وه خو خبرداری ورکړی و چې ښايي اوکرايين ځينې خپلې برخې روسيې پرېږدي، هغه موضوع چې د اوکرايين د ولسمشر له خوا په مکرر ډول رد شوې وه.

ښاغلي ټرمپ د سې شنبې په ورځ پر ټولنيزو رسنيو يوه پوست کې زياته کړه چې اوکرايين "ښايي له دې نور هم وړاندې ولاړ شي" خو په دې اړه یې نور وضاحت نه دی ورکړی چې له دې څرګندونو یې مطلب څه دی.

نوموړي د کريميا ټاپوزمې چې په ۲۰۱۴ کال کې روسيې نيولې يادونه نه ده کړې.

روسيې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکرايين خپل بشپړ ځمکنی بريد پيل کړ.

ښاغلي ټرمپ ويلي چې "دريځ یې د اوکرايين او روسیې د پوځي او اقتصادي وضعیت له پوهېدو وروسته بدل شوی دی."

نوموړي زیاته کړې، "پوتين او روسيه په اقتصادي ستونزو کې راګير دي او دې د اوکرايين لپاره فرصت برابر کړی دی". د امریکا ولسمشر تېره میاشت په الاسکا کې له ولادمير پوتين سره وليدل خو نن یې روسيه یو "کاغذي" پړانګ وباله.

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي د ښاغلي ټرمپ په دريځ کې بدلون "لوی پرمختګ" بللی او په ملګرو ملتونو کې یې خبريالانو ته وويل، ده ته خبر ورکړل شوی چې امریکا چمتو ده چې د جګړې له پايته رسېدو وروسته اوکرايين ته امنيتي ضمانت ورکړي.

ښاغلی زېلېنسکي چې دا مهال په نيويارک کې دی د ضمانتونو د ډول په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، "زه نه غواړم دروغ ووايم، موږ ځانګړي معلومات نه لرو" خو هغه اوکرايين ته د نورو وسلو، هوايي دفاع سيسټمونو او ډرونونو د ورکړې شونتيا ياده کړه.