تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په ايران کې د بس چپه کېدو له کبله ۲۸ پاکستانيان وژل شوي
په ايران کې د پاکستان سفير محمد مدثر وايي د ايران په مرکزي ولايت يزد کې د پاکستاني زيارت کوونکو د يوه بس د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۲۸ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.
رويټرز خبري اژانس د ايراني پوليسو د لومړنيو معلوماتو له مخې ويلي، پېښه د چارشنبې په شپه د بس د برېک سيستم کې د خرابۍ له کبله رامنځته شوې ده.
په ایران کې د پاکستان سفیر محمد مدثر ټیپو د دې پېښې په هکله بي بي سي ته وویل، چې په دې پېښه کې ۲۳ کسان ټپیان شوي دي، چې د ۱۴ روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.
دغه کسان د پاکستان له سند ایالته د ایران له لارې په عراق کې د زیارتونو لپاره پر لار وو، چې د پېښې ښکار شوي دي.
د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې د پېښې پر مهال په بس ګاډي کې د سند ایالت لاړکانه او ګهوټکي ښارونو د اوسېدونکو په ګډون ټولټال نژدې ۵۰ مسافرو سفر کاوه.
په ایران کې د بېړنیو خدمتونو ادارې مشر علي مالکزاده وايي، په وژل شویو کسانو کې ۱۷ ښځې هم شاملې دي.
ویل کېږي، د پېښې ښکار شوي ګاډی له چپه کېدو وروسته له پلازمېنې تهرانه نژدې ۶۸۱ کیلومتره لېرې د ده شهر تافت پولیسو پوستې ته نژدې اور اخیستی و.
تر دې وړاندې پاکستاني رسنيو د ايران رسمي رسنيو په حواله د وژل شويو کسانو شمېر ۳۵ تنه ښودلی و.
د راپورونو له مخې ټپيان او وژل شوي کسان ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.
هر کال په ميليونونو شيعه زيارت کوونکو عراق ته سفر کوي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په ايران کې د پاکستاني زيارت کوونکو د وژل کېدو له کبله خواشيني ښودلې او د بهرنيو چارو وزارت ته يې لارښوونه کړې چې مړې پاکستان ته واستوي او له ټپيانو سره په وخت مرسته وکړي.
په ايران کې د پاکستان د سفير محمد مدثر په وينا، د سفارت چارواکي د چارشنبې په سهار له تهرانه اووه سوه کيلومتره لېرې يزد ته تللي او په وينا يې دوی د ايران له حکومت او د يزد له ښاروال سره په اړيکه کې دي.
ښاغلي ملکزاده وویل، ''د لارې په هکله د معلومات نه لرلو، زیات سرعت او تخنیکي عوارضو له کبله چلوونکي پر ګاډي کنټرول له لاسه ورکړی او ګاډی له لارې وتلو وروسته چپه شوی دی.''