د طالبانو تر منځ د تېر جمهوري نظام مخکېني وزیر طاهر زهیر عکس غبرګونونه پارولي

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDI
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته یوې نږدې رسنۍ د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور وزیر طاهر زُهیر یو ویډیويي کلیپ خپور کړی چې نوموړی پکې وايي، د جوړجاړي پایله کې د طالبانو له حکومت سره یو ځای شوی دی.
خو وړاندې ښاغلي زُهیر ته ته یوې نږدې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې ښاغلی زهیر طالبانو ته په مشروط ډول تسلیم شوی دی.
طاهر زُهیر د وحدت اسلامي ګوند مشر کریم خلیلي نږدې کس او د دغه ګوند مهم غړی بلل کېږي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه رسما په دې تړاو څه نه دي ویلي.
په دغه لنډ ویډیو يي کلیپ کې چې معلومه نه ده تر څه ډول شرایطو لاندې ثبت شوې، طاهر زهیر وايي، له طالبانو سره یې جوړجاړی کړی او زیاتوي، جګړه او تاوتریخوالی د افغانستان د قضیې حل نه دی.
نوموړي ویلي "موږ پر طالبانو باور کړی او هېڅ ستونزه نشته، ۴۵ کاله کېږي افغانستان کې جګړه ده، جګړه د افغانستان د مسلې د حل لار نه ده. پر ټولو هغو کسانو چې لا هم پر جګړې او تاوتریخوالي ټينګار کوي، غږ کوم چې جګړه د حل لار نه ده. ښه دا ده چې د افغانستان مسلې د خبرو او سولې له لارې هوارې شي."
خو یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط بي بي سي ته ویلي چې د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور وزیر طاهر زهیر په مشروط ډول په افغانستان کې د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی چې له افغانستانه په خوندي ډول وتل هم پکې دي.
دغه سرچینه زیاتوي، په دا وروستی کې د ښاغلي زهیر یو نږدی کس د طالبانو د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی و چې طالبان بیا د هغه له لارې تر ښاغلي زهیر پورې رسېدلي دي.
هزاره توکمه طاهر زهیر د محمد اشرف غني په مشرۍ د تېر جمهوري دولت د اطلاعاتو او کلتور وزیر او تر هغه مخکې د بامیان والي و.
د طالبانو ځينو سرچینو د دغه عکس په خپرولو سره لیکلي چې طاهر زهیر دوی ته "تسلیم" شوی دی.
ښاغلي زهير وايي، "هغو پراخو منفي تبليغاتو ته په کتو چې په وروستيو کلونو کې د طالبانو پر ضد شوي له طالبانو سره تعامل او معامله کول ګران معلومېدل خو اوس موږ دا باور کړی او په دې برخه کې هېڅ ستونزه نه وينو."
نوموړې په يوه غږيز کلېپ کې ویلي، "نژدې ۴۵ کاله کېږي چې افغانستان کې جګړه او تاوتريخوالی روان دی، جګړه او تاوتریخوالی د افغانستان د قضيې حل نه دی. "
ښاغلي زهير وايي، "له ټولو هغو کسانو چې اوس هم په جګړې ټينګار کوي هيله لرم چې جنګ د افغانستان د قضيې حل نه دی او د افغانستان مسئله بايد د خبرو له لارې حل شي. "
ویل کېږي چې نوموړی د سمنګان ولایت له دره صوف د طالبانو امنیتي ځواکونو کابل ته لېږدولی دی.
د طالبانو حکومت په رسمي ډول د هغه د "نیول" کېدو او یا "تسليمۍ" په اړه لا څه نه دي ویلي او نه هم د دغه خپاره شوي عکس کره والی لا تایید شوی دی.

د عکس سرچینه، MOCI
طاهر زهیر د وحدت اسلامي ګوند مشر کریم خلیلي نږدې کس او د دغه ګوند مهم غړی بلل کېږي. که څه هم د طاهر زهیر ځینې خواخوږي وايي چې هغه د جمهوري نظام تر سقوط راوروسته له طالبانو سره په جګړه بوخت و خو تر اوسه داسې هېڅ کوم خبر د ده او د طالبانو تر منځ د نښتو په اړه نه دی رسنيز شوی.
غبرګونونه
د طالبانو تر منځ د طاهر زهیر عکس ته پر خواله رسنیو غبرګونونه بېلابېل دي.
چا ملامت کړی چې ولې "تسلیم" شوی دی، چا خواخوږي ورسره ښودلې چې ګواکې تر "وسله والې مبارزې وروسته به مجبور شوی وي" او د طالبانو ځينو پلویانو بیا لیکلي چې "که تسلیم شوی نه وای نو وژل شوی به وای"
د غبرګونونو په لړ کې د طالبانو ضد مقاومت جبهې مشر احمد مسعود لیکلي چې "قضاوت کولو کې به بېړه نه کوو" او داسې ښکاري چې د طاهر زهیر ملامتوونکو ته یې په اشاره ویلي چې ګواکې "دا د دوښمن ژرندې ته د اوبو وربهول او د استبداد او تیارې عمر اوږدول دي".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
وروستی ځل طاهر زهیر تېر کال په یوه عکس کې په بلخاب کې له هزاره توکمه طالب قومندان مولوي مهدي سره لیدل شوی و. دا هغه مهال و چې مولوي مهدي له طالبانو پرېکون کړی او پر افغانستان د بیا واکمنو شویو خپلو مخکېنیو سنګروالو طالبانو پر ضد یې جګړه پیل کړې وه.
د طالبانو حکومت د کورنیو چاروو وزارت هم هغه د "امارت غړی او خواخوږی" باله او دا یې ردول چې ګواکې هغه دې د حکومت خلاف وي.
خو وروسته یې دفاع وزارت د هغه وژل کېدو له اعلان سره وویل چې د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ لپاره د دوی "بغاوتګر مشر" مولوي مهدي چې له څو نورو ملګرو سره یې غوښتل ایران ته واوړي؛ پوله ساتو ځواکونو یې د هرات او ایران تر منځ سرحدي سیمه کې په نښه کړی او وژلی دی.

























