تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ګورډن براون وايي ډاډه دی چې ملګري ملتونه به د افغان نجونو او ښځو د حقونو تروړل د "جنسيتي اپارتايډ" په توګه وپېژني
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
په نړۍ کې د زدکړو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د بريتانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن براون د ملګرو ملتونو مقر کې وویل، ډاډه دی چې ملګري ملتونه به هغه ځور او ځپل چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو تحميل شوي په رسمي ډول جنسيتي اپارتاید وګڼي.
نوموړي وویل چې د ملګرو ملتونو حقوقي کمېټه په اکتوبر میاشت کې غونډه کوي.
د ښاغلي براون په وينا، "په اکتوبر کې د ملګرو ملتونو د حقوقي کمېټې یوه غونډه کېږي او د جنسيتي اپارتاید پر تعریف به کار کوي. په دې اړه به په اکتوبر یا له هغې وروسته پرېکړه وشي. خو زه ډېر ډاډه یم، هغه څه چې اوس خلک په افغانستان کې ويني – لکه څرنګه چې تاسو به هم پوهېږئ په نجونو په تېره بیا تنکیو نجونو محدودیتونه ډېرېږي او لا ډېرېږي او دوی اوس په کوڅه کې په آزاده له محرم پرته نشي ګرځېدی په دولتي بنسټونو کې دنده نشي اخیستی او حتی په عموم کې د خبرې حق نه لري – نو دا په روښانه داسې ځپل دي چې د جنسيتي اپارتاید یوه بڼه ده او زه ډېر ډاډه یم چې د ملګرو ملتونو حقوقي کمېټه به یې هم په رسميت وپېژني".
تازه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو کوتېرېش هم ویلي چې په افغانستان کې چې څه تېرېږي د معاصر تاریخ له "تر ټولو بېرحمه ځپونکي سیستم" سره د پرتلنې وړ دي. نوموړي ویلي چې د هغو هېوادونو او بنسټونو غږ بدرګه کوي چې پر طالب چارواکو غږ کوي چې ژر تر ژره پر ښځو او نجونو تبعیضي محدودیتونه لرې کړي.
وړاندې کاناډا، اسټرالیا، جرمني او نېدرلنډز ویلي وو چې په دې اړه د عدالت نړیوالې محکمې ته قضیه هم وړاندې کوي.
ګورډن براون هم په افغانستان کې حالت د نړۍ په کچ د نجونو د حقونو تر "ټولو بې رحمه تروړنه" وبلله او زیاته يې کړه چې نړیوال، په تېره بیا اسلامي هېوادونه باید د دغه ځور پای ته رسولو لپاره یوه خوله شي.
نوموړي وويل، "زما وروستۍ خبره په نړۍ کې د نجونو د حقونو د تر ټولو بې رحمه تروړنې په اړه ده، په افغانستان کې د تنکیو نجونو د زده کړو مخنیوی او په آزادۍ د خپل ژوند تېرولو د فرصت سلبېدل. دا هغه څه دي چې ملګري ملتونه غور پرې کوي چې جنسيتي اپارتاید یې وشمېري. د ټولنې او پټو ښوونځیو لپاره پرلیکه درس ویلو ته د ملاتړ پر برابرولو سربېره، له افغانستانه بهر سکالرشېپونه او نور هغه اقدمات چې د هغو زده کړو ملاتړ وکړي چې ګڼې ادارې يې دا اوس وړاندې کوي. موږ باید دا اوس د نړۍ د اکثریت مسلمانو هېوادونو په ګډون په هر هېواد غږ وکړو چې په ټول افغانستان کې د نجونو د دغه ځور او ځپلو د پای په غوښتلو کې سره یو شي".
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت هلته د نجونو د حقونو تروړل نه مني او " بې ځایه تورونه " يې بولي. د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په دې وروستیو کې په دې اړه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې په افغانستان کې "بشري حقونه خوندي دي او له هېچا سره هم تبعیضي چلند نه کېږي."
ښاغلي فطرت همدا راز تور پورې کړی چې ګواکې د یو شمېر ښځو په خوله هڅه روانه ده چې په افغانستان پسې پروپاګند وشي او وضعیت ناسم وښيي.
ګورډن براون په دغه خبري غونډه کې په نړیواله کچه د نړۍ اړمنو ماشومانو ته د زدکړو لپاره د ۱.۵ ميلیارده ډالرو بسپنې اعلان وکړ.
نوموړي وویل چې د نړۍ له وار له مخه زیانمنېدونکو ماشومانو په ۷۳ هېوادونو کې له پنځه سوه ميلیونه ډېر ماشومان د دوی د زدکړو بهیر له ګډوډۍ ځورېږي. دوی یا د نړۍ په کچه له ۵۶ جګړو کې ښکېل دي او یا د اقليمي بدلون له امله بېځایه شوي دي.
د دغو ماشومانو ۲۶۰ ميلیونه يې په اټکلېدونکې نژدې راتلونکي کې ښوونځي ته د تګ هېڅ امکان نه لري.
ګورډن براون زیاته کړه چې نژدې یو ميلیارد ماشومان، په تېره بیا د افريقا صحرا او د سوېلي اسیا هېوادونو کې د اقلیم د بدلون له امله د بېځایه کېدو او له جګړو د راپورته کېدونکو ناورینونو له ګواښ سره مخ دي.
نوموړي زیاته کړه "که موږ د دغو ننګونو لپاره نن لاس په کار نه شو، په راتلونکو کلونو کې به لا ډېر ماشومان له سختیو سره مخ وي. ځکه نو دا مهمه ده چې هم د غزې او هم په عموي ډول په لږ عاید لرونکو هېوادونو او افغانستان کې د زده کړو اړوند زموږ نننۍ سپارښتنې باید جدي وګڼل شي."