طالبانو څلور بندي بریتانویان خوشې کړي؛ بریتانیا وايي افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلون ملاتړ نه کوي

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, راصد ځواک
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت

د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې دوی د داسې چا ملاتړ نه کوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلون په لټه کې وي.

د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت سې شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي "د بریتانیا حکومت د افغان وګړو په ګډون د هېچا لخوا د دې لپاره د بریتانیا د خاورې د کارېدو ملاتړ نه کوي، چې په افغانستان کې دې د ترهګرۍ تامینولو، پلانولو، استخدام، هڅولو او یا د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلون لټه وکړي."

د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت وايي "د وسله وال تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلون لټه او یا تاوتریخوالي ته لمن وهل، چې د بریتانیا د قانون له مخې جرم ګڼل کېږي، د څېړلو مورد ګرځېدای شي.

بریتانیا وایي‌ تاوتریخوالی که په هره بڼه وي، د افغانستان او نړیوالې ټولنې په ګټه نه دی او دا چې دوی هر ډول بریدونه غندي.

په دې اعلامیه کې دا هم راغلي چې ګواکې "د سولې او ثبات د ودې، افغان وګړو ته د اړین بشردوستانه ملاتړ د برابرولو او ګډو امنیتي اندېښنو ته رسېدو لپاره د افغانستان له اوسنۍ ادارې [د طالبانو حکومت] سره د عملي تعامل هېڅ بدیل نشته او دا هغه څه دي چې موږ یې کوو."

Kabul
د عکس تشریح، ۵۴ کلن کېوین کورنوېل افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه کارکوونکی و

د بریتانیا حکومت دا علامیه داسې مهال خپره کړې چې هممهاله په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د څلورو نیول شویو بریتانوي وګړو د خوشې کېدو رپوټونه ورکړل شول.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت هم په یوه جلا اعلامیه کې د دغو کسانو د خوشې کېدو هرکلی کړی دی.

دغه وزارت ویلي "موږ د افغانستان د اوسنۍ ادارې لخوا د څلورو بریتانوي وګړو، چې د افغانستان د قوانینو د ماتولو په تور نیول شوي وو، د خوشې کېدو هرکلی کوو."

د بریتانیا د حکومت اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې دغه وګړي یې څوک دي، کله او د کومو تورونو له مخې نیول شوي وو.

خو دا یې ویلي چې که دغو کسانو د افغانستان له قوانینو څه سرغړونه کړې وي، نو دوی یې د کورنیو په استازولی د افغانستان له اوسنۍ ادارې بښنه غواړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

رپوټونو کې ویل شوي د طالبانو لخوا په خوشې شویو بریتانویانو کې د ملګرو ملتونو له کډوالو ادارې سره کارکونکی روغتیاپال کېوین کورنوېل او د نړۍ خطرناکو سیمو ته د سفرونو له کبله په "خطرناک سیلاني" مشهور 'مایلز راتلېج' هم شامل دي.

د ښاغلي راتلېج په اړه ویل کېږي چې د طالبانو لخوا د ۲۰۲۱ کال اګست کې پر افغانستان د بیا واکمنېدو پر مهال هم افغانستان کې و او هغه وخت بریتانیايي ځواکونو د تخلیلې په پروګرام کې ایستلی و.

Kabul

د عکس سرچینه، MILES ROUTLEDGE/ PA MEDIA

د عکس تشریح، مایلز روټلېج خواله رسنیو کې په لارډ مایلز هم پېژندل پېژندل کېږي

د ښاغلي کورنوېل په اړه ویل شوي‌ چې طالبانو د وسلې ساتلو په تور نیولی و، خو کورنۍ یې ادعا کوله چې طالبانو حکومت د وسلې جواز ورکړی و.

د دریم کس نوم ایان پورچېس ښودل شوی، او د څلور کس په اړه لا مالومات نه دي‌ خپاره شوي.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت په خپره کې اعلامیه کې خپلو اتباعو ته د دې مکلفیت یادونه کړې چې له هېواده بهر هم د دغه هېواد د ترهګرۍ ضد قوانین پام کې وساتي او د کوربه هېواد د قوانینو تابع اوسي.

دا پرمختګونه داسې مهال دي، چې د طالبانو حکومت روانه اوونۍ اعلان وکړ چې په لندن او ویانیا کې د افغانستان سفارتوونه ورته نور د باور وړ نه دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې پرېکړې دلیل دا دی چې دغه سفارتونه په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره همغږي نه لري او بل دا چې "په کارونو کې یې شفافیت نشته."

د یادونې ده. چې په دغو دواړو هېوادونو کې لسګونه زره افغانان اوسېږي او د کونسلي خدمتونو لپاره افغان سفارتونو ته ورځي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي‌ وو چې "د اکتوبر له اتمې وروسته دې افغانان دغو سفارتونو ته د کونسلي خدمتونو [ویزو، د پاسپورتونو غځولو او د اسناد تصدیق] لپاره نه ورځي."