پر الناصر روغتون تر برید وروسته اسرائيل کې د یرغملو کورنیو احتجاج: "جګړه ودروئ او یرغمل راستانه کړئ"

د عکس سرچینه، Getty Images
د تل ابیی او بیت المقدس په ګډون په ځينو سیمو کې د ورکو او یرغملو کورنیو ډلې د احتجاجونو اعلان کړی دی. دوی له اسرائيلي ځواکونو غوښتي چې د غزې ښار د نیولو جګړه ودروي او له حماس سره پاتې یرغمل دې خوندي خپلو کورنیو ته راستانه کړل شي.
دې ډلې د اسرائيل حکومت نه غوښتنه کړې چې د یرغملو خوشي کولو ته دې لومړیتوب ورکړي او ژر تر ژره دې جګړه ودروي.
د اسرائيل ټایمز اژانس د خبر له مخې، ټاکل شوې د نن اعتراض چې په تل ابیب کې له 'ساویدور تمځي' پیل شوی، ماښام د 'یرغملو څلورلارې' کې د یوې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسېږي.
له سیمې په را رسېدلو ځينو ویډيوګانو او عکسونو کې ښکاري چې لاریون کوونکي واټونو ته راوتلي، ټایرونه سوځوي او 'یاکوم' سیمې ته نږدې یې د ګاډو د تګ راتګ پر مخ لار تړلې ده. پر سړک تور لوګي برېښي او له مظاهرهچیانو سره د اسرائيل بیرغ تر څنګ ژېړ بیرغونه هم ورسره دي چې له یرغملو سره د پيوستون په معنا دي.
د ورکو او یرغملو کورنیو دې ډلې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ باندې هم غږ کړی چې د اوربند تړون په وروستي یا نهايي کولو او خپلو کورنیو ته د ټولو پاتې یرغملو د ور ګرځولو په برخه کې مرسته وکړي.
باور دا دی چې د حماس په ولکه کې لا هم شل یرغمل ژوندي پاتې دي.
پر اسرائيلي حکومت تازه نیوکې د غزې په جنوب کې پر ناصر روغتون تر برید وروسته ډېرې شوې چې د پنځو خبریالانو او څلورو روغتیايي کارکوونکو په ګډون پکې لږ تر لږه ۲۰ تنه ووژل شول.
پر ناصر روغتون برید چې پنځه خبریالان هم پکې ووژل شول
د حماس تر کنټرول لاندې د روغتيا وزارت پرون دوشنبه (اګست ۲۵ / وږی ۴) وویل چې د غزې په خان یونس کې پر ناصر روغتون د اسرائيلو بريدونو کې د پنځو خبريالانو په ګډون لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي دي.
رسنيو تائيد کړه چې دغو وژل شویو خبريالانو له رويټرز، اسوشيېټېډ پرېس، الجزيرې او مېډل اېسټ ای سره کار کاوه.
د روغتيا د نړیوالې ادارې (ډبليو اېچ او) مشر ویلي چې په وژل شويو کې څلور تنه روغتیايي کارکوونکي هم شامل دي.
په خپرو شویو ويډيوګانو کې ښکاري چې له لومړي بريد وروسته له ټپيانو سره د مرستې پر مهال دویم برید هم شوی دی.
د اسرائیلو لومړي وزير بنيامین نتنياهو دا پېښه يوه "خواشينونکې تېروتنه" بللې ده او ويلې يې دي چې پوځيان "جدي پلټنه" کوي.

د عکس سرچینه، EPA, AP, Reuters
له دي وروستیو وژنو سره د هغو خبريالانو شمېر نژدې ۲۰۰ تنو ته رسېدلی چې د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهيسې يې د غزې په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خبريالانو د خونديتوب کمېټې (سي پي جې) په وینا دا جګړه د خبريالانو لپاره تر ټولو مرګونې ثابته شوې ده. دوی وايي په تېرو دوو کلونو کې په غزه کې دومره خبريالان وژل شوي چې له دې وړاندې په ټوله نړۍ کې په تېرو دريو کلونو کې نه وو وژل شوي.
اسرائیل د جګړې له پيله راهيسې نړيوالو خبريالانو ته اجازه نه ورکوي چې په خپلواکه توګه غزې ته سفر وکړي.
ځينې خبريالان د اسرائیلو د پوځ تر نظارت لاندې غزې ته بېول شوي خو نړيوالۍ رسنۍ تر ډېره د راپورونو لپاره پر ځايي خبريالانو تکيه کوي.
د دوشنبې ورځې له بريد وروسته یوه ويډيو کې د ناصر روغتون دروازې مخې ته يو ډاګتر ليدل کېږي چې خبريالانو ته په وینو لړلې جامې ښيي، دا مهال د بلې چاودنې غږ اورېدل کېږي او خلک د ځان ژغورنې لپاره منډې وهې. يو تن چې ټپي شوي هڅه کوي ځان خوندي ځای ته کش کړي.
يوه بله بوږنونکې ويډيو چې د الغد ټلويزيون له ژوندۍ خپرونې اخيستل شوې، يو شمېر روغتيايي کارکوونکي ښيي چې د ناصر روغتون پورتني پوړ ته چېرته چې لومړي بريد شوی رسېدلي او خبريالان يې ويډيوګانې ثبتوي. دا مهال ناڅاپه پر خبريالانو او روغتیايي کارکوونکي بريد کېږي، دوړې او ګردونه په فضا کې خپرېږي او لږ تر لږه يو جسد ليدل کېږي.
د رويټرز خبري اژانس ويلي، د دوی فلم اخيستونکی حسام المصري په وژل شويو کسانو کې شامل دی. نوموړي د روغتون پر بام ژوندۍ خپرونه ثبتوله چې ناڅاپي د بريد پر مهال بنده شوه.
عیني شاهدان وايي، د رويټرز يو بل خبريال حاتم خالد چې ويډيو يې ثبتوله په دویم بريد کې ټپي شوی دی.
رويټرز ويلي دې پېښه سخت ځورولي او اوس مهال د نورو معلوماتو پر راټولو بوخت دي.
اسوشيېټېډ پرېس ویلي، د دوی يوه خپلواکه خبرياله مریم دقه به بريد کې وژل شوې او له دې امله يې خواشيني څرګنده کړې ده.
په نورو خبريالانو کې د الجزيرې محمد سلمه، د مېډل ايسټ ای ازاد خبريال احمد ابوعزيز او فلم اخيستونکی معاذ ابوطه وژل شوي دي.
د اې اېف پي خبري اژانس د راپور له مخې د حماس تر مشرۍ لاندې د ملکې دفاع ادارې ويلي د دوی يو غړی هم په وژل شويو کې شامل دی.
نړيوال غبرګونونه

د عکس سرچینه، Reuters
له بريد وروسته په نړيواله کچه پراخ غبرګونونه ښودل شوي دي.
د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش ویلي، "دا تازه او بوږنوونکې وژنې څرګندوي چې د دې ظالمانه شخړې پر مهال روغتيايي کارکوونکي او خبريالان د خپلو دندو ترسره کولو پر مهال له څومره سختو ګواښونو سره مخامخ دي."
ښاغلي ګوتېرېش له نړيوالې ټولنې غوښتي چې دغه پېښه دې په "په بېړني، شفاف او بې پرې ډول وڅېړل شي". نوموړي همدا ډول پر "سملاسي او تلپاتې اوربند" ټینګار کړی دی.
د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (انروا) مشر فېلېپ لزارني د خبريالانو پر وژنه ژوره اندېښنه ښودلې او دا کړنه يې د هغو وروستيو ژغورونکو غږونو غلي کول بللي چې د قحطۍ په فضا کې د ماشومانو د غليو مرګونو راپورونه ورکوي."
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ډېوېډ لامي، دا بريد "وحشتناک" بللی او د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون دا پېښه "نه زغمونکې" بللې ده.
دا تازه بريد له هغې پېښې دوې اوونۍ وروسته شوی چې د الجزيرې د څلورو خبريالانو په ګډون شپږ تنه خبريالان په کې ووژل شول. دا هدفي بريد د اسرائیلي ځواکونو له خوا د الشفا روغتون ته څېرمه شوی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي بريدونو له کبله د وژل شويو ۵۸ کسانو جسدونه روغتونونو ته لېږدول شوي دي او ګڼ نور جسدونه لا هم د ويجاړو شويو ودانیو تر کنډوالو لاندې پاتې دي.
ياد وزارت همدا ډول څرګنده کړې چې په وژل شويو کسانو ۲۸ تنه هغه کسان دي د مرستو ترلاسه کولو پر مهال وژل شوي دي.
وزارت همدا ډول د خوارځواکۍ له امله د ۱۱ تنو نورو د مړينې راپور هم ورکړی دی چې دوه په کې ماشومان دي. له دې سره په غزه کې د خوارځواکۍ له کبله د وژل شويو شمېر ۳۰۰ تنو ته پورته شوی چې ۱۱۷ تنه يې ماشومان دي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه د حماس ډلې پر اسرائيلو ناڅاپي برید وکړه چې په کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۱ نور يې يرغمل کړل.
په ځواب کې اسرائيلو پر غزې بریدونه پیل کړل، چې په غزه کې د حماس تر ولکې لاندې د روغتيا وزارت وايي، تر اوسه يې په کې له ۶۲۰۰۰ ډېر کسان وژلي دي.
په غزه کې د حماس تر مشرۍ لاندې د روغتیا وزارت په وینا، د جګړې له پیله لږ تر لږه ۲۷۱ کسان، چې۱۱۲ په کې ماشومان دي، د "لوږې او خوارځواکۍ" له امله مړه شوي دي.






















