تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'مسکو کې شپږمه پرله پسې شپه برید'؛ یوې ودانۍ سره ډرون جنګول شوی
د روسیې د پلازمېنې مسکو ښاروال سرګیې سوبیانین ویلي چې د دغه ښار په زړه کې له یوې ودانۍ سره چې د روغونې چارې یې روانې دی، یو ډرون جنګول شوی دی.
له دې سره هممهاله د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د هوایي دفاع سیستمونو یې د مسکو په موزایڅک او خیمکي سیمو کې دوه نور ډرونونه ویشتلي او راغورځولې دي.
دغو پېښو کې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړ شوی او دا هم روښانه نه ده چې چا کړې.
خو روسي چارواکو "د کیېف رژیم لخوا د یوه بل ترهګریز برید د ترسره کولو هڅه" بللې ده.
اوکرایین معمولآ پر دې تبصره نه کوي چې د روسیې خاوره کې دننه د ترسره کېدونکو بریدونو تر شا څوک دي.
چارشنبه سهار وختي تر دغه برید وروسته د مسکو هوايي ډګرونو ته او همدا راز له دغه ښاره بهر ته الوتنې ځنډول شوې وې.
روسیه په دې وروستیو کې په وار وار دغه اقدام ته اړ شوې ده.
اېاېفپي خبري اژانس یوه رپوټ کې ویلي، چې دا شپږمه پرله پسې شپه ده چې د روسیې پر پلازمېنه هوایي بریدونو کېږي.
د روسیې دفاع وزارت وايي، د مسکو په سیټي کمپلکس کې تر رغېدو لاندې ودانۍ سره جنګېدلی ډرون، د بریښنایي جګړې سیستمونو په وسیله په نښه شوی، له کنټروله وتلی او بیا له دې ودانۍ سره جنګېدلی دی.
د مسکو ښاروال ویلي د برید له کبله په دې سیمه کې د دوو پنځه پوړیزه ودانیو ښیښې ماتې شوې دي.
هغه زیاته کړې چې د بېړنیو خدماتو کسان د سیمې په معاینې بوخت دي.
بلخوا د امریکا بهرنیو چارو وزارت مسکو کې د ویشتل شویو ډرونونو خبر ته په غبرګون کې ویلي چې واشنګټن په روسیه کې د ډرون بریدونو ننګه نه کوي.
امریکایي چارواکو زیاته کړې، دا پرېکړه د اوکرایین ده چې څنګه د ځان دفاع کوي او دا چې روسیه که هر وخت وغواړي د خپل دغه ګاونډي له خاورې په وتلو سره جګړه پای ته رسولی شي.
په دې وروستیو میاشتو کې د روسیې دننه ډرون بریدونه ډېر شوي دي.
در وسیې دفاع وزارت سې شنبه هم ویلي و چې په مسکو کې یې دوه ډرون الوتکې ویشتلي او دوه نور یې د اوکرایین پولې ته نږدې په بریانڅک سیمه کې تعقیب کړې دي.
د مسکو ښاروال وایي د هوایي دفاع سیستمونو د دغه ښار په لوېدیځ کې په کراسنوګورڅک او چاستڅي ناحیو کې هم دوه ډرونونه ویشتلي.