د یوې پاکستانۍ نژاده امریکایۍ پر وژنه د هغې پخواني میړه ته د مرګ سزا اعلان شوې

woman

د عکس سرچینه، MAQSOOD AHMED

د خپرېدو وخت

د پاکستان د پنجاب ایالات اړوند د راولپنډی په یوه محکمه کې د پاکستان الاصله امریکایۍ وجیهه سواتۍ د وژنې په جرم د هغې پخوانی میړه رضوان حبیب اصلي مجرم پیژندل شوی او د مرګ په سزا محکوم شوی.

په دې قضیه کې د ښکیلتیا له کبله د هغه څو ملګرو ته د اوه-اوه کاله بند جزا هم اعلان شوې

د محاکمې پر مهال د تورنو کسانو تر څنګ د امریکا د پلټڼې ادارې یا اېف بي آئی یو ټيم  هم حاضر وو چې د ټولو شواهدو او دلایلو له اوریدو وروسته  قاضی محمد افضل مجوکه اصلي تورن رضوان ته د مرګ د سزا اورولو تر څنګ د شپږ سوه زره پاکستاني روپیو د جرمانې جزا اعلان کړه.

په دې جرم کې دوه نور کسان هم شریک بلل شوي او هغوی ته د ۷-۷ کاله بند جزا تر څنګ د سل زرو پاکستانی روپیو د جرمانې سزا ورکړل شوي.

خو  دوه نور کسان چې د پېښې په تړاو نیول شوي وو بې ګناه پېژندل شوې او محکمې یې د خلاصیدو پرېکړه کړي.

له پولیسو سره په ثبت شوې دعوه کې راغلي چې د وجیهې سواتۍ پخواني میړه رضوان حبیب د میلیونونو روپیو جایداد په خاطر  خپله پخوانۍ دا میرمن وژلي او مړی یې د  کور په یوه کوټه کې خښ کړی وو، وروسته له موندنې  د وژل شوې ښځې جسد امریکا ته ولېږدول شو.

پاکستاني پولیسو ویلي دوی رضوان حبیب نومي اصلي تورن د وجیهه سواتۍ له تري تم کیدو شاوخوا یوه نیمه میاشت وروسته ونیو.

د راپورونو له مخې وجیهه سواتۍ تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د راولپندۍ او اسلام اباد تر منځ سیمې کې نا درکه شوه چې وروسته یې قبر د خیبر پښتونخوا لکي مروت سیمه کې په داسې حال کې وموندل شو  چې د پاسه پرې کوټه عادي فرش شوې وه .

پولیسو ویلی له دې پېښې وروسته یې پخواني میړه په لومړنیو څيړنو کې هم پړه منلي وه خو په وینا یې د مړي جسد موندل ستونزمن و.

پاکستاني پولیسو ویلي له ډېرې څيړنې وروسته یې هغه کنده چې اغلي سواتۍ پکې خښه شوې وه  د غرو په لمن له تیګو په جوړ یوه خالي کور کې ومونده  او په وینا یې تورن کس لخوا په ورکړل شویو نښو نښانو یې جسد په داسې یوه کوټه کې وموند چې ښه فرش کړای شوي وه.

"دې کار له دوه تر دوه نیمو ساعتو وخت ونیو چې فرش پرې او کنده وکیندو، دا ځآی له څلورو فوټو ډېر ژوور کړای شوی و او د مړي تن په ډېرو تېکو کې تاو شوی و ."

وجیهه سواتۍ څوک وه؟

woman

د عکس سرچینه، MAQSOOD AHMED

۴۶ کلنه سواتۍ د پاکستان د اېبټ اباد سیمې اصلي اوسیدونکي وه چې له څو کالونو راهیسې په امریکا کې اوسیده او وروستي ځل په څلور ورځني سفر پاکستان ته تللي وه چې له دې پېښې سره مخ شوه.

د هغې لومړنی  میړه چې د زړه د عملیاتو ډاکټر و په ۲۰۱۴ کال کې د چا لخوا هدف او وژل شوی و.

د وجیهې مدافع وکیلې ویلي چې نوموړي هر کال پاکستان ته راتله، او د پخواني میړه د کار روزګار سمبالښت تر څنګ یې د جایدادو، ځمکې او کورو برخه کې پانګونه او کاروبار کاوه.

نوموړي د سوداګرۍ په برخه کې د ماسټری تر کچې لوړې زده کړې کړي وې.

د اغلي سواتۍ وکیلې شبنم اعوان له قوله وجیهې سواتۍ له رضوان نومي کس سره چې اوس د هغې د وژنې پر تور د مرګ پر سزا محکوم دی په لومړي ځل متحده عربي اماراتو کې کتلی و.