تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا کوم ولسمشران وژل شوي دي؟
په پنسلوانیا کې د ټاکنیزې غونډې پر مهال د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وژلو ناکامه هڅه وشوه، دی پکې ټپي شو خو له بریده ژوندی ووت. په تېرو ۲۰۰ کلونو کې د امریکا تاریخ کې کوم ولسمشران وژل شوي او د دسیسو ښکار شوي دي.
په دې لیکنه کې لنډه یادونه ورته شوې ده.
د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې د ۱۸۳۵ زېږدیز کال د جنورۍ په ۳۰مه نېټه د ریچرډ لارنس په نوم یوه کس د امریکا پر لومړني ولسمشر اندریو جیکسن د امریکا د استازو جرګې په ختیځه څنډه کې د جنازې له مراسمو له وتلو وروسته دوه ځله ډزې وکړې، خو هغه ته زیان ونه رسېد.
خو د امریکا څلور ولسمشران وژل شوي دي. لومړی یې ابراهام لینکلن و، چې په ۱۸۶۵ کې د جان ویلکسبوت په ډزو ووژل شو.
ابراهام لېنکن
د امریکا ۱۶م ولسمشر ابراهام لنکن د ۱۸۶۵ کال د اپرېل د میاشتې په ۱۴ نېټه د "نېکې جمعې" په شپه شاوخوا ۱۰:۱۵ بجې د واشنګټن ډي سي په فورډ تیاتر کې ووژل شو. وژونکی یې جان ولکس بوت و.
هغه د هماغه کال د اپرېل پر ۱۱مه نېټه په یوه وینا کې له ګډون کولو وروسته چې لینکن هم پکې د تورپوستو د رای ورکولو د حق تبلیغ کاوه، پرېکړه وکړه چې هغه ووژني.
جیمز ګارفیلد
جیمز آ. په ۱۸۸۱ کال د ګارفیلډ د چارلس جي ګوتیو په مرمۍ وویشتل او ووژل شو.
هغه، چې د متحده ایالاتو شلم ولسمشر و، د شنبې په ورځ، د جولای په دویمه د سهار په نهو بجو او ۲۰ دقیقو د واشنګتن ډيسي، د اورګاډي په تمځای کې وروسته له هغه ووژل شو، چې د دندې پیلولو یې څه کم څلور میاشتې تېرې شوې وې.
لکه څنګه چې ولسمشر د اورګاډي سټیشن ته رسېدلی و، لیکوال او وکیل چارلس جي. ګوټیو پر هغه دوه ځله ډزې وکړې. یوه مرمۍ د ولسمشر پر اوږه ولګېده او بله مرمۍ یې پر شا ولګېده او د ډاکټرانو له ۷۹ ورځو بې پایله هڅو وروسته بالاخره مړ شو.
ویلیم مککینلي
په ۱۹۰۱ کې، د لیون چولګوش په نوم یو سړي د متحده ایالاتو ۲۵م ولسمشر ویلیم مککینلي په ډزو وواژه.
د هغه وژنه د جمعې په ورځ، د سپتمبر پر شپږمه، د نیویارک په بفیلو کې د ماسپښین په ۴ بجو او ۷ دقیقو بجو وه. مککینلي، چې هلته یې په یوه نندارتون کې ګډون کړی و، د یوه انارشيست، لیون چولګوش له خوا په نښه شو.
چولګوش تومانچه له رومال لاندې پټه کړې وه او د ولسمشر په خېټه یې له نژدې واټنه ډزې کړې وې. لومړۍ مرمۍ د مککینلي په کوټ کې له یوې تڼۍ ولګېده او د هغه په لستوڼي کې یې ننوتله، خو دویمه مرمۍ يې په خېټه ولګېده. که څه هم مککینلي په پیل کې داسې ښکارېده چې په ښه کېدو دی، د ټپ په شاوخوا کې د "ګینګرین" له امله د هغه حالت په چټکۍ سره خراب شو او هغه د ۱۹۰۱ کال د سپتمبر د ۱۴مې په سهار مړ شو.
جان اېف کینیډي
جان اېف کینیډي هم په ۱۹۶۳ کې د لي هاروي اوسوالډ لخوا د خلکو په وړاندې ووژل شو.
د متحده ایالاتو د ۳۵م ولسمشر وژنه د جمعې په ورځ د نومبر په ۲۲ د ماسپښین په ۱۲ نیمو بجو هغه مهال وشوه کله چې د ولسمشر موټرو کارډ د ټکساس له دالاس تېر شو.
د رسمي روایت له مخې، جان کینیډي له خپلې مېرمنې جیکولین، د تکزاس له والي جان کونلي او د والي له مېرمنې سره په یوه سرخلاصي موټر کې سپور و، چې د امریکا پخواني سمندري او فراري لي هاروي اوسوالډ د ټیکساس ښوونځي د کتابونو زېرمې له شپږم پوړ پرې ډزې وکړې.
بریدګر لومړی د هغه شا وویشتله، مرمۍ یې له مرۍ وتلې وه او یو ځل یې په سر وویشت. نیم ساعت وروسته اعلان وشو چې ولسمشر مړ شوی دی.
د یکشنبې په ورځ ، د نومبر په ۲۴ ، اوسوالډ د دالاس د نایټ کلب مالک جیک روبي لخوا د دالاس د پولیسو څانګې په حوزه کې په داسې حال کې وویشتل شو چې بل زندان ته لېږدول کېده. روبي د اوسوالډ په وژنه محکوم شو، که څه هم د هغه محکومیت وروسته په استیناف کې لغوه شو، مګر هغه په ۱۹۶۷ کې د نوې محاکمې په انتظار کې په زندان کې مړ شو.
درې ولسمشران چې ژوندي پاتې شول
د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې، اندریو جیکسن، د امریکا لومړنی ولسمشر، دوه ځله د ریچارډ لارنس لخوا وویشتل شو، خو ژوندی پاتې شو.
په شلمه پېړۍ کې د امریکا درې نور ولسمشران د ترور له هڅو وروسته ټپیان شول.
په ۱۹۸۱ کې، رونالډ ریګن د جان هینکلي جونیر لخوا په ډزو ټپي شو.
جان شرنک په ۱۹۱۲ کې د تیوډور روزویلټ د وژلو هڅه وکړه، خو د امریکا ولسمشر ټپي شو.
پر پخواني ولسمشر او د ولسمشرۍ پر نوماند ډونلډ ټرمپ د وژلو وروستۍ هڅه د ۲۰۲۴ کال د جولای پر ۱۳مه د توماس متیو کروکس له خوا وشوه. ښاغلی ټرمپ ټپي شوی دی.
په دې ټولو قضیو کې، بریدګر د وسلو په وسیله د اوسني یا پخوانیو ولسمشرانو د وژلو نیت درلود.
د امريکا د اوسنيو او پخوانيو ولسمشرانو د وژلو ډېرې ناکامې هڅې سياسي لاملونه نه لري او ويل کېږي چې ځينو بريدګرو د ذهني بې ثباتۍ له امله دا ډول بريدونه کړي دي.