پر اوکرایین د روسي یرغل ۵۰۰ ورځې؛ زیلېنسکي: له روسانو به هره لوېشت ځمکه بېرته ونیسو

زیلېنسکي

د عکس سرچینه، TELEGRAM

د عکس تشریح، ولسمشر زیلېنسکي د (مار ټاپو) د "ازادۍ ځای" بللی چې په وینا ې هېڅکله به بېرته ترې ونه نیول شي
د خپرېدو وخت

په داسې حال کې چې پر اوکرایین د روسیې د یرغل ۵۰۰مه ورځ ده،‌ د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي ددغه هېواد د مقاومت سمبول (سنېک یا د مار ټاپو) ته تللی او هلته یې د خپل سفر یوه وېډیو خپره کړې ده.

د روسیې- اوکرایین جګړې ‌پیل کې اوکراییني پوځیانو د سنېک ټاپو ټینګه دفاع کوله د روسیې له یوې پوځي بېړۍ نه له هغه ګواښ سره مخامخ وو چې د تسلیمېدو غوښتنه یې ترې وکړه.

د تور سمندر دا ټاپو وروسته روسیې ونیو، خو وروسته بېرته اوکرایین ونیوله.

په وېډیو کې د اوکرایین ولسمشر دا ټاپو "د بریا ځای" یاد کړی چې په وینا یې بېرته به ترې ونه نیول شي.

پر ټیلیګرام خپره شوې یوه وېډیو کې چې نېټه نه ده روښانه شوې، زیلېنسکي ویلي، دا یو ثابت حقیقت دی چې اوکرایین د ۲۰۲۲ د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې پر اوکرایین د روسیې له یرغل پیلېدا راهیسې هره لوېشت هغه ځمکه بېرته ونیسو چې روسیې لاندې کړې ده.

ښاغلي زیلېنسکي په وېډیو کې ټاپو ته په یوه بېړۍ کې له رسېدو او هلته د یادګار په توګه د ګلانو د ګېډیو له اېښودو وروسته ویلي: "غواړم له دې ځایه د بریاله سیمې زموږ د هر پوځي د ۵۰۰ ورځو مقاومت مننه وکړم".

تېر کال روسۍ بېړۍ موسکوا سنېک ټاپو ته د جګړې لومړیو ګړیو کې ورسېده او په ټاپو کې یې اوکرایین پوځیانو ته وویل ځانونه تسلیم کړي.

یوه رسوي افسر وویل: "له تاسې نه د وینې تویېدو د مخنیوي لپاره پر ځمکه د وسلو اېښودو او تسلیمېدو غوښتنه کوم او که نه نو موږ به مو بمبار کړو".

اوکرایینانو ژر په لفظي ځواب کې ورته وویل "دوزخ ته ولاړ شئ".‌

سنېک ټاپو روسانو ونیو او اوکراییني پوځیان یې اسیران کړل، خو بیا وروسته له روسي پوځیانو سره تبادله شول.‌

اوکراییني پوځیانو د تېر کال جون کې دا ټاپو بېرته ونیو.

د شنبې ورځې وېډیو وروسته تر هغه خپره شوې چې ښاغلي زیلېنسکي د اونۍ ډېری ورځې له اروپايي مشرانو او ډیپلوماتانو سره د اوکرایین د لا نور ملاتړ جلبولو او د ناټو د غړیتوب د ترلاسه کولو پر هڅو او کتنه تېرې کړې دي.