بایډن اوکرایین ته د ناندریزو وسلو لېږلو پرېکړې دفاع کړې

د یوه توغندي پاتې شوني چې ۲۰۲۲ کال کې اوکرایین کې وږیز بمونه پکې توغول شوي وو.

د عکس سرچینه، Scott Olson

د عکس تشریح، د یوه توغندي پاتې شوني چې ۲۰۲۲ کال کې اوکرایین کې وږیز بمونه پکې توغول شوي وو.
د خپرېدو وخت

د ولسمشر بایډن ادارې له لوري اوس اوکرایین ته د وږیزو بمونو د ورکړې په اړه تمې ډېرې شوې. امریکايي ولسمشر، جو بایډن، ویلي چې دا پرېکړه ورته سخته وه، خو په وینا یې، اړینه ځکه وه چې له اوکراییني ځواکونو سره مهمات په خلاصېدو وو.

واشنګټن تر دې وړاندې ولسي وګړو ته د دغو بمونو د ګواښ له کبله له دې پرېکړې ډډه کوله او دا تازه ګام یې د بشري ټولنو له نیوکو سره مخامخ شوی دی.

دا چاودیدونکي توکي به د توپچي د مردکو په بڼه وي او «د هاوېتزرس» په نامه توپونو کې به د روسيې د ځواکونو پر ضد وکارېږي.

د «هاویتزرس» توپونه وارله مخه اوکرایین ته ورکړل شوي او اوکرایینی پوځ یې د جګړې په ډګر کې کاروي.

د توپ په هره ګولۍ کې لسګونه واړه بمونه ځای پر ځای شوي چې له توغېدو وروسته په پراخه ساحه یا سیمه کې خپرېږي. امریکا د دغه راز ګولیو پراخې زېرمې لري خو امریکايي پوځ د عراق له جګړې وروسته دا وسلې نه دي کارولي.

که له یوې غاړې اوکرایین ته د دغو وسلو ورکړه د جګړې د لا توندېدو لامل کېدای شي له بل اړخه یوه حقوقي پوښتنه هم را پورته کوي.

د بریتانیا، فرانسې او جرمني په ګډون څه د پاسه سلو هېوادونو دا وسله ناقانونه اعلان کړې او پر کارېدنه یې بندیز لګولی خو امریکا، روسیه او چین دغه تړون نه دی لاسلیک کړی.

د اوکرایین د پارلمان غړی اولېکسي ګونچرنکو هېواد ته یې د وږیزو بمونو د ورکړې هرکلی کوي او وايي دوی دغو وسلو ته اړتیا لري چې کېدای شي د جګړې په ډګر کې د اوکراییني ځواکونو په ګټه پاڼه واړوی.

نوموړی زیاتوي:

''اوکرایین له حقوقي پلوه حق لري چې دا وسلې وکاروي ځکه اوکرایین او امریکا دواړو پر وږیزو بمونو د بندیز تړون نه دی لاسلیک کړی. له اخلاقي پلوه موږ حق لرو چې ویې کاروو ځکه روسیه یې په براخه کچه کاروي او پر ما خپله څو ځله داسې ګولۍ توغول شوې چې وږیز بمونه یې خپاره کړي. ''

An apparent submunition impact from a cluster bomb in a Kharkiv residential neighbourhood
د عکس تشریح، په خارکایېف سیمه کې د دې ډول بمونو له کارول کېدو وروسته رامنځته شوي نښانونه لیدل کېږي. (جویل ګونتر/بي بي سي)

د وږیزو بمونو له امله رامنځته کېدونکی خطر د دغې وسلې ضد فعالانو لپاره د اندېښنې وړ موضوع ده، ځکه له توغونې وروسته ډېری دغه بمونه نه چاودي او وروسته ولسي خلکو ته لوی خطر جوړوي.

خو د تګلارې جوړونې په برخه کې د امریکا د د فاع وزیر مرستیال کولېن کاحل وايي، دوی اوکراینیانو سره په ګډه کارو کوي چې د وږیزو بمونو کارونې سره تړلی خطر کم کړي.

ښاغلی کاحل زیاتوي چې اوکراییني چارواکو ورته په لیکلې بڼه ډاډ ورکړی چې په ډېر مسوولانه ډول به دا وسلې کاروي او دا بمونه به په ښاري او وګړمېشتو سیمو کې نه کارېږي.

دغه امریکايي چارواکی دا هم ویلي چې اوکراییني ځواکونه به د هغو سیمو په تړاو مالومات ثبتوي چې دا وسلې په کې کارول کېږي.

وږیزو بمونو سره تړلو خطرونو له امله د امریکا کانګرېس یې صادرات محدود کړي، خو د چارو څارونکي وايي ولسمشر بایډن کولی شي د امریکا ملي امنیت ته په پام له شته مقرراتو په څنګ تېر شي.