تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مالي کې د سرو زرو کان نړېدو له کبله لسګونه کسان وژل شوي
د مالي په لوېدیځ کې، چې د سرو زرو بډایه سیمه ده، د سرو زرو کان نړېدلی، چې له امله یې له ۴۰ زیات کسان وژل شوي دي. ويل کېږي په وژل شويو کې ډېری ښځې دي.
د کان کيندونکو د ټولنې یوه مشر رویټرز خبري اژانس ته ویلي، هغه مهال پر خلکو کان راپرېوت چې هغوی د صنعتي کان کیندونکو له خوا پرېښودل شویو ځایونو ته د سرو زرو موندلو لپاره ورغلي وو.
دا په تېرو دريو اوونيو کې په مالي کې د کان کيندنې دویمه مرګونې پېښه ده، تر دې مخکې د جنورۍ په پای کې لږ تر لږه ۱۰ کسان هغه مهال ووژل شول، کله چې د کان یو تونل له اوبو ډک شو.
د شنبې د پېښې د تلفاتو په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکړل شوي.
د سیمې یوې امنيتي سرچینې د اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي، چې ۴۸ کسان وژل شوي، خو د کان کیندونکو د ټولنې مشر رویټرز ته د وژل شويو شمېر ۴۳ تنه ښودلی دی.
سرچينې اې اېف پي ته ويلي، "ځینې قربانیان اوبو ته لوېدلي، چې په هغو کې یوه ښځه چې خپل ماشوم يې پر شا تړلی هم شامله ده."
مالي د نړۍ په کچه د سرو زرو له سترو تولیدوونکو هېوادونو ګڼل کېږي.
په دې هېواد کې د کان کیندنې ډېرې چارې غیرقانوني دي، چې له امله یې ګڼې مرګوني پېښې رامنځته کېږي، ځکه کان کيندونکي له خوندي مېتودونو پرته سرو زرو موندلو هڅې کوي.
یو کال وړاندې هم لږ تر لږه ۴۰ کسان هغه مهال ووژل شول، چې د کان تونل پر خلکو ونړېد.
د بېوزلۍ له امله، ډېری غیرقانوني کان کیندونکي، چې زیاتره یې ښځې دي، هڅه کوي چې له پرېښودل شویو کانونو سره زر راوباسي.
د مالي د کانونو وزارت ویاند رویټرز ته د پېښې پخلی کړی خو په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.
د اې اېف پي خبري اژانس له مخې دغه پېښه په هغه پرېښودل شوي کان کې رامنځته شوې چې مخکې يوې چينايۍ کمپنۍ اداره کاوه.
بيجېنګ د مالي کان کيندنې سکټور کې په پراخه کچه پانګونه کړې ده.
مالي د سرو زرو، اوسپنې، منګنیز، لیتیم، او یورانیمو په ګډون، د طبیعي زېرمو له پلوه بډایه هېواد دی چې له دې کبله د چینایي پانګوالو لپاره د پام وړ ځای ګرځېدلی.
که څه هم، چینایي پانګونو د مالي زیربنایي پراختیا، په ځانګړي ډول ترانسپورتي برخې ته وده ورکړې، خو د مالي حکومت له چین ستر پورونه اخیستي، چې د پورونو د بېرته ورکولو پر وړتیا يې اندېښنې پیدا کړې دي.
چینایي کان کیندنې د چاپېریال ککړتیا له امله هم تر نیوکو لاندې دي.