تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي کې پر ټوېټر یا اېکس د یوه بیان خپرولو له امله په 'الغامدي' د اعدام حکم پراخ غبرګونونه پارولي
سعودي کې پر ټوېټر یا اوسني ایکس د بیان خپرولو له امله د محمد الغامدي په حق کې د اعدام حکم له پراخو او سختو غبرګونونو سره مخ دی.
نوموړی د ترهګرۍ ضد قانون له مخې د ترهګریز فکر د ملاتړ ، د ترهګرو ډلو سره د اړیکو او د دروغو خبرونو خپرولو په تور په اعدام محکوم شوی دی.
هغه پر ټوېټر سعودي کې د فساد پرضد او د خپل نظر څرګندونو له امله د زنداني شویو دیني عالمانو پر پلوۍ بیان خپور کړی و ، او د دوه نامعلومو اکاونټونو (حسابونو) بیان یې هم بیا شریک کړی و.
۵۴ کلن ٰالغامدي' د اووه الادونو پلار او یو متقاعد ښوونکی دی.
د بشري حقونو د څار ډلې څېړونکې جاي شیا ویلي کله چې د یوه ټویټ له امله یو څوک پر اعدام محکومیږي نو شونې نه ده چې باور وشي چې د سعودي مشرتابه بشري حقونو ته درناوی لري.
نوموړې ویلي "سعودي حکومت نه یوازې دا چې پر انټرنټ د نیوکو خپرولو له امله تورن کسان په ظالمانه توګه محاکمه کوي بلکې اوس یې پر اعدام هم ګواښي."
هغې ویلي سعودي حکومت نه یوازې دا چې پر انټرنټ د نیوکو خپرولو له امله تورن کسان په ظالمانه توګه محاکمه کوي بلکې اوس یې پر اعدام هم ګواښي.
امریکا کې د ازادۍ نوښت بنسټ کې د سعودي د څانګې مشر ډاکټر عبدالله العُوده وايي د اعدام دا پریکړه پر حکومت د نیوکه کوونکو د اعدام د یوې نوې لړۍ پیل دی.
نوموړي ویلي " د محمد بن ناصر الغامدي په حق کې د اعدام حکم د یوه ټویټ پر بنسټ د اعدامونو د یوې نوې لړۍ د پيل په معنی دی. دا د سعودي نظام له خوا د کېدونکي زور زیاتي یوه نوې بېلګه ده."
پر خواله رسنیو د دې حکم پراخه غندنه شوې او د نه پلې کېدو غوښتنه یې شوې ده.
حنان لیکلي د سعودي قضا له مخالفینو د غچ لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول کیږي. عبد الحکیم لیکلي دا د سیاسي مخالفینو پر وړاندې یو ډېر خطرناک بدلون دی. پر اېکس د محمد الغامدي د نه اعدامولو یو هشتک هم پیل شوی.
د بشري حقونو د څار ډلې ویلي وروستیو کلونو کې مخ پر زیاتېدونکي ډول سعودي حکومت بهر کې پر مېشتو نېوکه کوونکو او مخالفینو د فشار په توګه د دوی د کورنیو له غړو غچ اخلي او دوی خپل هېواد ته په ستنولو اړ کوي.
د محمد الغامدي ورور سعید الغامدي چې بریتانیا کې یې سیاسي پناه اخېستې وايي د ورور په حق کې یې د صادر شوي حکم اصلي هدف دی دی، سعید الغامدي بي بي سي ته وویل ورور یې یو ډول عصبي ناروغي لري او هیڅکله سیاسي او یا حقوقي فعال نه وو. نوموړی ادعا کوي چې سعودي حکومت څو ځله د مالي مرستې په ګډون له څو لارو هېواد ته د ده د ستنولو هڅه کړې.
بي بي سي هڅه وکړه په دې اړه د سعودي د حکومت نظر هم ولري خو پوښتنې یې بې ځوابه پاتې شوې. له تېر کال راهیسې سعودي کې اعدامونه ډېر شوې، د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې یې ۹۴ تنه اعدام کړي، خو ۲۰۲۲ کال یې ۱۴۷ تنه اعدام کړي وو ، تېر کال په یوه ورځ ۸۱ تنه هم اعدام کړل شوي وو. په ۲۰۲۲ کال کې په سعودي کې د اوړم کال پر تله د اعدام شویو کسانو شمېر دوه برابره لوړ وو.