عربستان لسګونه کسان په پټه اعدام کړي، کورنۍ یې نه دي خبرې کړې

    • Author, كارولين هولي
    • دنده, د دیپلوماتیکو چارو اېډېټره - بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

په سعودي عربستان کې د اعدام شویو کسانو د کورنیو غړو بي بي سي ته ویلي، حکومت پرته له دې چې دوی خبر کړي د دوی د کورنیو غړي یا بچیان یې اعدام کړي دي.

د بشر حقونو د بنسټونو د نوي رپوټ له مخې، له ۲۰۱۵ کال راهیسې کله چې پاچا سلمان او زوی یې محمد بن سلمان واک ته رسېدلي، په دې هېواد کې د اعدام کچه کابو دوه برابره ډېره شوې ده.‌

د مصطفی الخیاط په نامه د یوه اعدام شوي کورنۍ وايي، دوی ته د هغه تر اعدام وړاندې هېڅ خبر نه دی ورکړل شوی.

دوی ته لا هم د هغه مړی نه دی سپارل شوی او د خښېدو ځای یې هم نه دی ورښودل شوی.

دوی وايي وروستی ځل یې له زندانه پر ټیلیفون د مصطفی خبرې هغه مهال واورېدې چې له خپلې مور سره غږېده او خدای پاماني یې په دې ټکو ورسره وکړه:‌ "ډېر ښه، زه باید ولاړ شم.‌ خوشاله یم چې ته ښه یې".

دوی دواړه نه پوهېدل چې دا به یې وروستۍ خبرې وي.

یوه میاشت وروسته، مصطفی اعدام شو.‌ دی د هغو ۸۱ اعدام شوو سړو له ډلې و چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ پر ۱۲مه د معاصر سعودي په تاریخ کې تر ټولو لویه ډله ییزه اعدامېدنه کې اعدام شول.

د مصطفی نوم په هغه اوږده لېست کې و چې د اعدام ضد حقوقي ډلې "رپریو" (Reprieve)چمتو کړی. دغې اروپايي- سعودي حقوقي ډلې په سعودي کې په دقت سره د نوي رپوټ جوړولو لپاره د اعدامونو پېښې مستندې کړې دي.

ددې بنسټ د موندنو په پایله کې - چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې یې کار پرې کړی - راغلي:

په سعودي کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې - کله چې پاچا سلمان واک ته رسېدلی او زوی یې محمد بن سلمان ولیعهد شوی - د اعدام پېښې کابو دوه برابره ډېرې شوې دي.

د اعدام پې‍ښې په دوراني ډول د مخالفانو د چوپه خوله کولو یوه وسیله ګرځېدلې،‌ چې دا کار د انساني حقونو د نړیوال قانون خلاف دی. له ۲۰۱۵ کال راهیسې ۱۱ ماشومان (تر ۱۸ کالو د ټیټ عمر) چې ماشومتوب کې نیول شوي، اعدام شوي او دا د حکومت له هغې ادعا سره په تضاد کې ده چې وايي د اعدام د سزا محدودولو په درشل کې دی.

"رپریو" وايي سعودي د بهرنیو وګړو پر اعدامولو هم سرپه نه ده کړې، بلکې په کورونو کې یې خدمتګارانې او نشه يي توکو کوچنیو قضیو کې تورن هم اعدام کړي دي.

د مصطفی له اعدام تر نژدې یو کال تېرېدو وروسته لاهم د هغه کورنۍ یا د نورو اعدام شویو کسانو کورنیو ته د هغوی د غړو د اعدام د څرنګوالي په اړه هېڅ نه دي ویل شوي، د مصطفی مشر ورور یاسر وايي، دا د کورنیو لپاره یوه غمیزه ده.

"نه پوهېږو ایا دوی به په سمه توګه خښ کړل شوي وي او که صحرا یا بحر کې غورځول شوي. موږ یې په اړه هېڅ معلومات نه لرو".

یاسر چې اوس جرمني کې اوسېږي او هلته یې سیاسي پنا اخیستې، په ښکاره لومړی ځل وویل چې وېره لري د خپل ورور له برخلیک سره مخامخ نه شي.

دی په ۲۰۱۶ کال له سعودي وتښتېد او جرمني کې یې سیاسي پنا واخیسته.

د یاسر په وینا، ورور یې یو ټولنیز، محبوب او خوش خلقه انسان و، له ۲۰۱۱ کال راهیسې مصطفی د شیعه ګانو له لوري د حکومت ضد په ورځنیو مظاهرو کې ګډون کړی.

هغه په ۲۰۱۴ کال ونیول شو، له اعدامېدو وروسته په یوه رسمي بیان کې راغلل چې هغه له ۳۰ نورو کسانو سره د ورته جرم په تور اعدام شو. پر دوی د امنیتي کسانو د وژلو د هڅې، تښتتونې، غلا، لاسي بمونو جوړولو، فتنې ته د لمن وهلو، اړ و دوړ جوړولو او د وسلو او نشه يي توکو د کاروبار تورونه لګول شوي وو.

یاسر وايي، پر تورنو کسانو داسې تورونه لګول شوي چې هېڅ ناوړه کار دوی نه و کړی.

په ۲۰۱۸ کال د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په یوه مرکه کې ویلي وو، چې هېواد یې د اعدام سزا محدودولو په هڅه کې دی.

خو له پنځو کلونو تېرېدو وروسته دغه هېواد په ټوله نړۍ کې د ډېرو اعدامونو له اړخه د لېست په سر کې دی.‌

سعودي مخکې د سر په غوڅولو د اعدام سزا ترسره کوله او په عامه ځایونو کې به اعدام ترسره کېده او پر حکومتي وېبپاڼو په اعدام د محکومو کسانو نومونه او د جرم بڼه او ډول اعلانېدل.‌

خو اوس د بشر حقونو فعالان وايي چې د اعدام سزا لا ډېره مجهوله شوې ده.

د زینب ابو الخیر ورور حسین له ۲۰۱۴ کلونو راهیسې په زندان کې دی. دا وايي ورور یې په پښو راځړول شوی او وهل شوی.

حسین د اردن یو چلوونکی و او له یوې شتمنې سعودۍ کورنۍ سره یې کار کاوه، د اردن سعودي پر پوله د هغه په موټر کې نشه يي مواد ونیول شول او خور یې زینب ډاډمنه ده چې دا نشه يي توکي د هغه نه وو.