د ۲۰۲۴ کال اوسکار جایزه؛ "اوپن هایمر" فلم تر ټولو ډېرې جایزې وګټلې

د خپرېدو وخت

د هالیووډ سینما یو بل له لاسته راوړنو ډک کال تېر کړ. په دې کال کې د کېلیان مورفي فلم (اوپن هایمر) تر ټولو بریالی و او د ۲۰۲۴ کال د اسکار تر ټولو ډېرې جایزې یې وګټلې.

د اوسکار جایزې پ ۹۶ پړاو کې یاد فلم اووه جایزې ګټلي دي.

کېلي مورفي لومړی ایرلنډی ستوری دی، چې د یوه اداکار په توګه یې فلم دا غوره جایزه ګټلې ده.

۴۷ کلن مورفي چې د ایرلنډ داګلای کې زېږېدلی دا جایزه ورته د فزیکپوه رالبرت هایمر په رول کې چې د اتوم بم د پلار په نامه هم یادېده د لوبېدو له امله ورکړل شوې ده.

نوموړی د دې سترې جایزې د ګټلو له امله ډېر ستایل شوی.

د ایرلند ولسمشر هم هغه ستایلی او پر اېکس پاڼه یې لیکلي: "کېلیان مورفي ته د اسکار د غوره جایزې د ګټلو مبارکي وایم. او خوښ یم چې هغه دا جایزه ټولو هغو کسانو ته ډالۍ کړې چې د سولې پلوي دي."

ښاغلي مورفي هم د یوه ایرلنډي په توګه د دې جایزې ګټل د ځان لپاره ستر ویاړ یاد کړی دی.

په دې فلم کې نوموړي د نړۍ پام ځان ته راواړاوه.

د اوسکار جایزې هر کال د هالیووډ د ستورو بخت بدلوي، تېر کال مارګو رابي په بابیلیون فلم کې لوبېدلی و چې نه یې کوم ښه سوداګریز ځای وموند او نه یې هم د اسکار جایزه وګټله، خو سږ کال د '"باربي" د اصلي څېرې په توګه یې د اسکار جایزې په مراسمو کې ګډون کړی و.

دا د ۲۰۲۳ کال تر ټولو ډېر خرڅ شوی فلم دی چې ۱/۴ میلیارد ډالر یې ګټلې دي.

د اسکار جایزو په مراسمو کې ګڼو مشهورو څېرو هم ګډون کړی و.

دا جایزه د هالیووډ نورو ستورو هم ګټلې او د مورفي په ګډون د دې فلم نورو هغو کسانو ته هم ورکړل شوي چې په دې فلم کی یې برخه اخیستې ده او ټولې یې اووه جایزې وګټلې.

د اوسکار شپې لومړۍ جایزه دیواین جوی رندولف ته ورکړل شوه.

"جګړه پای ته رسېدلې" په نامه یو لنډ انېمېشن فلم هم د سږ کال اسکار جایزه وګټله.

سږ کال د اوسکار جایزې په ګټونکو کې د هالیووډ ستورې اما استون هم شامله وه، نوموړې د هغو اتو ښځو له ډلې یوه ده چې په ۳۵ کلنۍ کې یې دوه ځله د اسکار جایزه ګټلې.

آغلې استون لومړی ځل د اسکار جایزه لالنډ فلم کې د لوبېدو له امله ګټلې وه.

له هغې وړاندې مریل ستریت، جودي فاستر، الیزابت تیلور، بتي دیویس، لوییز رینا، اولیویا دي هاویلنډ او هیلاري سوانک و چې ټولو په ورته ډول د جایزې ګټونکې اعلان شوې وې.

د اوسکار فلم جایزې ګټونکو لپاره دا مراسم تېره شپه د امریکا په لاس انجلس کې جوړ شوي و.

په ۲۰۲۰ کال کې د افغان نجونو په اړه یو مستند فلم هم د اوسکار نړیواله جایزه ګټلې وه، دا لنډ مستند فلم د ( که ته یوه نجلۍ یې) په نامه یادېده.