د استاد محمد اصف محمود د افغان کلاسیکې موسیقۍ ۶۰ کلن مزل

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

۷۸ کلن استاد محمد اصف محمود د افغان کلاسیکې موسیقۍ د راډیو ټلویزیون دورې له وروستیو مشرانو دی چې لا ژوندی دی او ګوتې یې لا هم د تبلې کاتي ته په ثانیه کې څو ضربه ورکوي. 

وړمه ورځ په لندن کې د افغان موسیقۍ د دغه پېژندل شوي هنرمن استاد په ویاړ غونډه کې، د ده د هنر او هڅو ستاینه وشوه چې یو عمر یې د افغانستان د موسیقۍ استازولي کړې ده. 

په ناسته کې د هنر د نورو مینه والو ترڅنګ، د افغان موسیقۍ بهرني کارپوه ډاکتر جان بېلي هم ګډون کړی و.

 استاد اصف چې کابو ۶۰ کاله کېږي تبله غږوي او د هندي سبک کلاسیکې موسیقۍ کې پېژندل شوی هنرمن دی، په غونډه کې ګډون درلود او له دې خوښ و چې په ژوندوني یې قدر کېږي. 

استاد اصف نه یوازې دا چې په تبله کې په افغانستان کې بې ساری و بلکې ډېرو هنرمندانو ته یې کمپوزونه جوړ کړي، سلګونه شاګردان یې روزلي او د افغان موسیقۍ استازولي یې په ډېرو معتبرو نړیوالو بنسټونو کې کړې ده. 

د ده په ویاړ جوړ شوې غونډه د اخلاص جونګړې یا کاشانې موسیقۍ کانون کې ترسره شوه چې ژوندۍ پر لیکه خپرېده. کاشانه ی اخلاص د لندن لوېدیځ کې له کابو لسو کلونو راهیسې د هندي کلاسیک سبک د پېژندل شویو هنرمنانو کوربه توب کوي. 

په ناسته کې د هنر د نورو مینه والو ترڅنګ، د افغان موسیقۍ بهرني کارپوه ډاکتر جان بېلي هم ګډون کړی و چې د استاد اصف له مینه والو دی او له ده سره یې څو کاله د لندن په ګولدسمېتس پوهنتون کې د تبلې درس ورکاوه. 

د کاشانې افغان څښتن رحمت سیماب چې پخپله هم د کلاسیکې موسیقۍ کلک مینه وال دی وايي، د استاد آصف خدمتونو ته په کتو یې حق کېږي چې په ژوندوني یې قدر وشي. 

"استاد اصف د افغانستان د موسیقۍ لپاره ډېر خدمت کړی او یوه معنوي هستي ده. نو ما وغوښتل د ده په ژوند کې د ده قدر وکړم. دا زموږ نوي نسل ته هم ښه دی چې پوه شي موږ څومره تکړه هنري شخصیتونه لرو."

استاد اصف محمود شاوخوا ۴۰ کاله د افغانستان راډیو ټلویزیون هنر او ادبیاتو څانګه کې رسمي وظیفه درلوده او د خرابات په هنرمندانو کې یې له استاد شیدا، سرآهنګ، رحیم بخش او نورو سره او همدارنګه د خیر خرابات هنرمندانو کې یې له استاد خیال، استاد ځلاند، استاد اولمیر، احمدظاهر، مېرمن پروین، ژیلا، استاد مهوش، افسانې او خورا ډېرو نورو هنرمندانو سره تبله غږولې ده. 

د استاد آصف زوی یوسف محمود چې د پلار لار یې تعقیب کړې او هنرمند دی بي بي سي ته په جلاوطنۍ کې د خپل پلار د فعالیتونو په اړه وویل:

"استاد په ۱۹۸۹ زېزدیز کال کې له افغانستانه ووت. یو څو کاله په هند کې و او شاوخوا ۳۲ کاله کېږي چې په لندن کې ژوند کوي. پنځه شپږ کاله یې د پروفیسر جان بېلې ترڅنګ د لندن ګولدسمېتس پوهنتون کې Goldsmiths, University of London د تبلې درس ورکاوه. تر هغه وروسته یې په امریکا او ډنمارک کې کورسونه مخته وړل. بیا د آغا خان د بنسټ په ملاتړ بېرته هېواد ته ستون شو او پنځه شپږ کاله یې هلته درس ورکړ. د دې ترڅنګ یې په ډېرو کنسرتونو کې له پېژندل شویو هنرمندانو سره برخه اخیستې ده."

کله چې استاد اصف ته د ستایلو تندیس ورکړل شو، د خپل خدمت د شپږو لسیزو موخه یې په یوې لنډې جملې کې خُلاصه کړه. 

وايي "زما ټول هدف دا دی چې تاسې خوشحاله واوسئ".

د ضرب موسیقۍ الاتو کې چې ډول، کانګه، تبل، جاز او نورې الې راځي، تبله چې مستقیماً د ګوتو په ضرب غږول کېږي آسانه نه ده. تبله په هندي سبک کلاسیکې موسیقۍ کې د زړه د ضربان حیثیت لري.

استاد اصف د کوین الیزابت هال او رویال البرت هال معتبرو تالارونو په ګډون د نړۍ د موسیقۍ په ډېرو مهمو بنسټونو کې د افغان کلاسیکې موسیقۍ د زړه ضربان په نړیوالو اورېدلی دی.