تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پښتو ژبې سندرغاړی استاد ګل زمان خاورو ته وسپارل شو
د پښتو موسیقۍ نامتو هنرمند استاد ګل زمان د ۸۴ کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړی چې په کابل کې اوسېده له اوږدې مودې راهيسې ناروغ و.
د استاد ګل زمان زوی نصيب زمان له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې ویلي چې د ښاغلي ګل زمان جنازه (نن شبنه ۲۶ فبرورۍ) د کابل په دارالامان سيمه کې خاورو ته وسپارل شوه.
نصیب زمان وايي د پلار د ژوند وروستۍ میاشتې یې بې وزلۍ له ډېر کړاونو ډکې کړې وې.
استاد ګل زمان په خپل هنري ژوند کې د پښتو موسیقۍ لپاره ډېر خدمت وکړ او مینه وال یې مړینه د پښتو موسیقۍ لپاره یوه ستره ضایعه بولي.
استاد ګل زمان یو له هغو هنرمندانو نه و چې د هېواد دننه او بهر یې ګڼ شمېر مینه وال لرل.
هغه له وطن او خپل ولس سره مینه د موسیقۍ له لارې څرګندوله او ګڼ شمېر ملي او ولسي سندرې یې ویلي دي.
استاد ګل زمان په خپل هنري ژوند کې د سندرو ویلو ترڅنګ ګڼو نورو مشهورو هنرمندانو لکه استاد اولمیر، احمدظاهر، نغمه او نورو ته د موسیقۍ طرزونه او کمپوزونه جوړ کړي دي.
هغه څه باندې نیمه پیړۍ د وطن د مینې ترانې زمزمه کړې او خپل ځانګړی سبک یې درلود.
ښاغلی ګل زمان له ۱۳۴۳ لمریز کال راهیسې کمپوزونه او سندرې جوړولې او د افغانستان ملي راډیو تلویزون کې یې شاخوا ۹۰۰ ثبت کړې سندرې شته.
نوموړي د فولکوریکو، سیمه ییزو، حماسي او مناسبتي سندرو مخکښ افغان هنرمند ګڼل کېده چې افغاني موسیقۍ ته د ډېر خدمت له امله د استادۍ لقب ور کړل شوی و.
استاد ګل زمان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال له پېښور تر راستنېدو وروسته په کابل کې اوسېده.
څه موده وړاندې استاد ګل زمان له یوه خصوصي ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي وو له دې سره سره چې ده افغان موسیقۍ او فرهنګ ته پام وړ کار کړی خو هم حکومت او هم خلکو هېر کړی دی.
استاد ویل چې په کابل کې په کرایي کور کې د ژوند سختي شپې او ورځې سبا کوي او د هغه مهال له چارواکو یې په ځانګړې توګه له پخواني ولسمشر ولسمشر محمد اشرف غني نه یې د لاسنیوي غوښتنه کړې وه.
استاد ګل زمان په ۱۳۱۶ هـ ش کال په خوست زېږېدلی و.
لومړی یې داریه (چمبه) وهله او په ۱۳۴۳ کال کې د افغانستان په ملي راډیو ټلویزیون کې یې سندرې پیل کړې دي.
لومړنۍ سندره یې د "غونډې منډې" په نوم ثبت کړه.
د تسلیت او خواخوږۍ پیغامونه
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله فېسبوک پاڼه د استاد ګل زمان د مړینې له امله خواشینې څرګنده کړې او لیکي ''په خواشینې سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد مشهور هنرمند او سندرغاړی استاد ګل زمان وفات شوی. له دې امله د استاد کورنۍ او دوستانو ته تسلیت وایم، خواخوږي ورسره څرګندوم او جمیل صبر ورته غواړم. ''
افغانې هنرمندې اریانا سعید هم پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي ''ځان نیکمرغه ګنم چې له استاد ګل زمان سره مې ګډ کار کړی او د هغه جوړ کړي کمپوزونه مې لوستي دي. استاد ګل زمان به د خپل هنر او سندرو په خاطر تل ژوندی وي. ''
دغه راز د ټولنیزو رسنیو ګڼو نورو کارونکو هم د استاد ګل زمان پر مړینې خواشیني څرګنده کړې او د افغان موسیقۍ لپاره یې یوه داسې تشه بللې چې په وینا یې ژر به ډکه نه شي.