ندا پرواني او مېړه یې د طالبانو د استخباراتو له بنده خوشې شوي

د خپرېدو وخت

د افغانستان د ښځو د حقونو فعالانو خبر ورکړی، چې یوه له اعتراض کوونکو ښځو څخه ندا پرواني له څه باندې درېیو میاشتو وروسته د طالبانو له بنده خوشې شوې ده.

د نوموړې د خپلوانو په خبره ندا پرواني او د هغې مېړه او ماشوم یې د سنبلې میاشتې په پای کې د کابل په خیرخانې سیمه کې د طالبانو د استخباراتو له خوا له خپل کور څخه نیول شوي وو چې ماشوم یې بیا خپلوانو ته وسپارلی شو.

د بښنې نړیوال سازمان د ندا پرواني او د هغې د میړه د خوشې کیدو هرکلی کړی او د ژولیا پارسي، منیژه صدیقي او پاریسا آزاده د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.

زهرا حقپرست، چې یوه فعاله ده او د طالبانو د زندان تجربه لري بي بي سي ته وویل، د مېرمن پرواني رواني حالت ښه نه دی.

طالبانو د نوموړې د خلاصون او نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (يوناما) د "طالبانو" حکومت له خوا د څلورو زنداني شویو افغان ښځو د وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

یوناما په افغانستان کې د طالبانو حکومته غوښتي و، چې د یادو ښځو د روغتیا، د کورنیو له غړو سره د لیدنو او د قانوني وکیل د لرلو ډاډ ور کړي.

تیره اوونۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنیټ هم ویلي و، په وروستیو دوو کلونو کې چې د طالبانو حکومت په فرمانونو کې د ښځو پر وړاندې کوم جنسیتي تبعیض او جنسیتي اپارتاید پلي شوی، پاموړ جدي موضوع ده چې په وروستیو راپورونو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شوې ده.

له بلې خوا ملګري ملتونه لیکي، افغانستان د هغو ۴۸ هېوادونو په ډله کې و چې د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې ته چې د ټولو بنسټیزو او حیاتي بشري حقونو ټاکونکې ده، مثبته رایه ور کړې ده.

اوس د ډېری افغانانو په باور افغانستان په داسې یوه هېواد بدل شوی چې ښځې پکې د زده کړو حق نه لري چې د بشر تر ټولو بنسټیز حق ګڼل کېږي.