ملګري ملتونه: طالبان د تاوتریخوالي ښکار شوې ښځې زندانونو کې ساتي

د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ د تاوتریخوالي ښکار شوې قربانیانې ښځې په زندانونو کې ساتي او ادعا کوي، چې دا چاره د دوی دخوندیتوب لپاره ترسره کېږي.

ملګري ملتونه بیا وايي، دا چاره له تاوتریخوالي ژوندۍ راوتلو ښځو رواني او فزیکي روغتیا زیانمنوي.

په راپور کې یادونه شوې، چې د ښځو لپاره د واکمنو لخوا چمتو شوي نور پناهځایونه هم نشته ځکه د طالبانو واکمنۍ په دې باور ده، چې د ښځو لپاره ځانګړی خوندي ځای یا شلتر ته اړتیا نه شته دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دې راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې دا ډول ښځې په زندان کې نه ساتي بلکې په توقیف خونو کې یې ساتي او په دې خبره یې ټینګار وکړ، چې د امن خونو(شلتر) ته اجازه نه ورکوي چې فعاله شي.

افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول په نړۍ کې یو تر ټولو سخت توندلاری چلند ګڼل کېږي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره (یوناما) وايي، د طالبانو تر واکمنۍ مخکې هم د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیتي تاوتریخوالي کچه لوړه وه.

یوناما زیاتوي، خو له هغه راهیسې د اقتصادي، مالي او بشري بحرانونو اغیزو ته په پام سره، چې دا هېواد یې زیانمن کړی، دا ډول پیښې نورې هم عام شوې دي.

ښځې په خپلو کورونو کې اېسار شوي دي او له همدې کبله د کورنۍ او نږدې خپلوانو لخوا د دوی پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د یوناما پر بنسټ، مخکې له دې، چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک تر لاسه کړي، په افغانستان کې د ښځو د ساتنې ۲۳ مرکزونه وو، چې د افغانستان حکومت لخوا یې ساتنه او پالنه کېدله، خو د طالبانو بیا واکمنېدو سره دا مرکزونه له منځه تللي دي.

طالب چارواکو یوناما ته ویلي، د سرپناه لپاره هیڅ اړتیا نشته ځکه ښځې باید د خپلو میړونو یا د کورنۍ نارینه غړو سره وي او یوه بل طالب ورته ویلي، چې دا ډول پناه ځایونه "لویدیځ دود" دی.

د طالب چارواکو ورته زیاته کړې، چې د کور پر نارینو به ژمنه وکړي، چې ځوریدلو ښځو ته به زیان نه رسوي.

دوی ویلي، که چیرې ښځې د کورنۍ نارینه ونه لري یا یې ژوند له ګواښ سره مخامخ وي بیا یې د خوندیتوب لپاره ښځینه زندان ته استول کېږي.

یوناما وايي، دا چلند له هغو کسانو سره هم کېږي، چې په نشي توکو روږدې وي او یا بې کوره وي.

خو یوناما وايي، دا له ازادۍ څخه په خپل سري توګه محرمول دي.

یوناما دا هم ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې له ۱۵ څخه د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي شکایتونو پر وړاندې د طالبانو د ادارې چلند "ناڅرګند او متناقض" دی.

د بېلګې په توګه، د جنايي او مدني شکایتونو تر منځ واضح توپیر شتون نه لري، چې د ښځو او نجونو لپاره قانوني خوندیتوب تضمین کړي.

شکایتونه تر ډیره د نارینه کارکونکو لخوا ارزول کېږي، چې د ښځینه پرسونل نشتوالی د دې لامل شوی چې زیان منې شوې ښځې د شکایت له ثبتولو ډډه وکړي.