'د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا' د دوحې غونډې په هکله د 'همغږۍ نشتوالي' له کبله اندېښنه څرګنده کړې

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
د مقاومت ملي شورا

د عکس سرچینه، nrcafghanistan

''د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا'' په یوې اعلامیه کې له دې کبله اندېښنه څرګنده کړې، چې په دوحه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو رابلل شوې غونډې مخکې ''له ټولو سیاسي اړخونو سره همغږي او سلا، مشوره نه ده شوې.''

له بېلابېلو سیاسي او جهادي شخصیتونو جوړې شورا په خپله اعلامیه کې ویلي: "په ملي کچه د سیاسي او دغه راز په نړیواله کچه د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو په محوریت ګڼ شمېر متضاد خوځښتونه او غونډې د انسجام او اجماع نشتوالی څرګندوي."

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې غونډه د فبرورۍ پر اتلسمه او نولسمه (سلواغه ۲۹ او ۳۰) نېټه د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د غونډې په درشل کې جوړه شي.

د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، "د افغانستان قضیې یوازینی حل د ټولو ښکېلو اړخونو په ګډون د منسجمو او معنا لرونکو خبرو پیلول دي."

که څه هم طالبانو ویلي، دوی د ملګرو ملتونو دې غونډې ته بلل شوي دي، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې طالبان به د غونډې اصلي برخه وي او که نه.

له دې مخکې په کابل کې د طالبانو د حکومت په کوربتوب د سیمه‌یيزې همکارۍ نوښت غونډې له سيمې او نړۍ سره د افغانستان په راتلونکي چلند خبرې کړي. دغه غونډه د دوشنبې په ورځ په کابل کې د چین، روسیې او ایران د ځانګړو استازو او په افغانستان کې د پاکستان او هند د ديپلوماتانو په ګډون جوړه شوې وه.

د طالبانو حکومت په دې غونډه کې ددغو هېوادونو له استازو غوښتي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو را روانه غونډه کې نړیوالو ته د افغانستان ځمکني واقعیتونه ورسوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په خپله پرانیستونکې وینا کې د دې غونډې موخه پر افغانستان د ورټول یوه داسې سیمه ییز روایت رامنځته کېدل وبلل چې پکې د دوی له حکومت سره مثبت او په سیمه کې د ګواښونو خلاف یو تعامل وي.

کابل غونډه

د عکس سرچینه، IRNA

د عکس تشریح، ښاغلي متقي د کابل غونډې ته وویل، حکومت يې له ټولو لورو سره د سم چلند غوښتنه کوي او باید د افغانستان د ستونزو لپاره د بومي یا ځايي حل‌لارو زمینه برابره شي.

نوموړي دغه راز د سیمې او افغانستان پر ضد د یو اړخیزو بندیزونو خلاف د یوه غږ رامنځته کېدل هم د غونډې یو بل هدف وباله. هغه ټینګار وکړ، حکومت یې د سیمې او نړۍ د اندېښنو ځواب ویلای شي او دې هېواد ته د ملګرو ملتونو د بل ځانګړي استازي اړتیا نه شته.

ښاغلي متقي د غونډې له ګډونوالو وغوښتل د دوحې هغې غونډې ته چې ټاکل شوې د فبرورۍ پر اتلسمه او نولسمه نېټه د ملګرو ملتونو په کوربتوب جوړه شي هم د افغانستان اوسني واقعیتونه ورسوي.

د افغانستان ملي راډیو، ټلویزیون په کابل کې د ایران د ځانګړي استازي او سرپرست سفیر حسن کاظمي قمي له قوله لیکلي، غواړي د مشورو له لارې د خپلو دولتونو لپاره د خیر او مصلحت داسې لارې وګوري چې افغانستان یې د نښلولو او اتصال نکته وي. په کابل کې د هند شارژدافئیر له قوله هم لیکل شوي، د همکاریو داسې ماډل غواړي چې د افغانانو په ګټه وي.

د دوحې غونډه وروسته له هغه جوړیږي چې د ملګرو ملتونو له خوا ګومارل پخواني ترکي ډيپلومات فریدون سینیر اوغلو د افغانستان په اړه ارزونې رپوټ کې سپارښتنه وکړه چې افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره ځینو ګامونو ته اړتیا ده.

د رپوټ په یوه برخه کې د طالبانو له حکومت سره اړیکو عادي کولو یادونه هم شوې او ویل شوي چې د نړیوالو ژمنو په ترسره کولو، د افغان ترمنځ خبرو او ټول ګډوني حکومت په رامنځته کېدو سره د اړیکو د عادي کېدو او نړیوال سیسټم د غړي په توګه د افغانستان شاملېدل ممکن کېدای شي.

تېره میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ښاغلي سینیر اوغلو د سپارښتنو پام کې نیولو سره د طالبانوله حکومت سره د ښکېلتیا د څرنګوالي په اړه د رایو په اکثریت پرېکړه لیک صادر کړ.

پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتل شوي چې د طالبانو له حکومت سره د چلن د څرنګوالي په اړه یو ځانګړی استازی وټاکي.