تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نړیوال نظم 'له سړې جګړې راهیسې تر دې حده تر ګواښ لاندې نه و راغلی'
د بریتانیا د پټې څارګرې ادارې (اېمای ۶) مشر ریچرډ مور د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سيایاې) له مشر ویلیم برنز سره په لیدنه کې خبرداری ورکړی، په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه د وژنې په غبرګون کې د اسرائیلو پرضد د ایران د ګام اخیستو احتمال شته.
دواړو امنیتي چارواکو له روسیې سره ترینګلتیا ته په اشاره په یوه ګډ یاداښت کې هم لیکلي چې له سړې جګړې راهیسې تر اوسه "نړیوال نظم" تر دې حده "تر ګواښ لاندې" نه و راغلی.
اسماعیل هنیه د روان ۱۴۰۳ کال زمري پر لسمه (جولای ۳۱) نېټه د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو یوه ورځ وروسته په تهران کې په خپل کور کې ووژل شو.
ایراني مشرانو اسرائیل د دې عمل مسؤل بللی او ژمنه یې کړې چې د دې عمل په وړاندې به سخت ځواب ورکړي. اسرائیلو په رسمي ډول د ښاغلي هنیه د وژنې د مسؤلیت په اړه څه نه دي ویلي.
اوس د اېمای ۶ مشر ویلي، پر دې باور دی چې ایران به د دې عمل په وړاندې د ځواب ویلو لپاره تر ټولو غوره هڅه وکړي او بریتانیا به له دغسې فعالیتونو سره د مقابلې لپاره لاس تر زنې کښې نه ني.
د امریکا د دفاع وزارت هم د سپټمبر په پنځمه خبرداری ورکړ چې د ارزونو پر بنسټ، پر اسرائیلو د ایران او د هغه د متحدینو له خوا د برید خطر لا هم شته.
په تېرو اونیو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر ایت الله خامنه اي په ګډون د ایران لوړ پوړو چارواکو د غچ اخیستنې عملیات حتمي وبلل، خو ایراني چارواکي وايي د دوی دا غبرګون به په غزه کې د اوربند د خبرو پر احتمالي بریا منفي اغېز وکړي.
د بریتانیا د پټو استخباراتي سازمان د مشر دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د بریتانیا حکومت د سیمې او اسرائیلو د بېثباته کولو د اندېښنو له کبله د ایران د سپاه پاسداران پر ۷۰۰ قدس ځواک او پر درېیو ایرانیانو نوي بندیزونه ولګول.
یوه ورځ وروسته، ایران د بریتانیا دغه اقدام د بریتانیا د نوي حکومت د "متقابل عمل او همکارۍ لپاره د لېوالتیا" د ادعا شویو پالیسیو مخالف وباله.
د اسماعیل هنیه له وژل کېدو او پر اسرائیلو د ایران د برید د خطر له ډېرېدو وروسته د بریتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې، چې ویل کېږي نژدې نیم ساعت یې دوام وکړ.
د ایران او بریتانیا اړیکې په تېرو کلونو کې ډېرې ترینګلې شوې دي او بریتانیا تر اوسه له امریکا سره په همغږۍ د ایران د سپاه پاسداران د ځینو قوماندانانو په ګډون د ایران د حکومت پر څه باندې ۳۰۰ چارواکو بندیزونه لګولي دي.