ملګري ملتونه وايي، په نړۍ کې د بې ځایه شویو افغانانو شمېر له نهو میلیونو اوښتی

    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د جګړې غمیزې ددغه هیواد د خلکو لپاره ګڼې نورې غمېزې زېږولي، یو کړاو یې په کورد دننه پراخه کډوالي ده.

تازه د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې (یو این ایچ سی ار) افغانان د نړۍ د کډوالۍ یوه لویه برخه بللې.

دغه ادارې ویلي، هغه افغانان چې په زور او جبر کډې ور پر سر شوي نړۍ کې شمېر نهوو میلیونو ته رسېږي. یو این ایچ سی ار وايي درې اعشاریه ۲۵ میلیونه نور افغانان خپل هیواد کې دننه له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

د کډوالو د نړیوالې ادارې په وینا پاڼه کې راغلي، دا مهال ۲۹۵ زرو افغانانو د نړۍ بیلابیلو هیوادونو کې د پناه غوښتنلیکونه ورکړي.

د افغانانو ډېر شمېر یې پر ناقانونو لارو لویدیځ او نورۍ نړۍ ته ځي.

افغانستان کې له بشري ناورین سره، د کډوالۍ بهیر ورځ تر بلې پراخیږي. سره له دې چې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دې وروستیو کې له خلکو په ځانګړي ډول له ځوانانو غوښتي چې د کډوالۍ ژوند ته دې زړه نه ښه کوي: " دا د نړیوالو یوه لمسونه ده چې خلکو ته وايي کار نشته او قحطي ده، نو خلک ولې دا مایوسي کوي چې نه کار شته نه کسب نو بل ملک ته به ځم، او په غرو، په رودو کې به ځان بربادوي او خرابوي به یې."

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

خو افغان ځوانان وايي بې کارۍ او اقتصادي ستونزو اړ کړي د مرګ پر بیه د سفر موزې پر پښو کړي.

یو شمیر افغانان د نجونو پر زده کړو د بندیز په څېر ستونزو له کبله هم ګاونډیو هېوادونو ته کوچېدلي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، دوه میلیونه او ۲۰۰ زره افغانان په ایران او پاکستان کې د کډوالۍ ناسازه ژوند کوي.

په دې وروستیو کې د ایران د کورنیو چارو وزیر وحیدي احمدي ویلي:" هیواد یې د ۵ میلیونو افغانانو کوربتوب کوي."

ایراني چارواکو دا هم ویلي چې سږ کال یې ۹۰ زره افغانان له ایران بېرته افغانستان ته لېږلي.

هرات کې د طالبانو د کډوالو چارو اداره وايي هره اونۍ د ۱۴ زرو په شمېر کې افغانان پر اسلام قلع بندر بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

د افغانستان سویل کې پر سپین بولدک او ختیځ کې پر تورخم کرښو هم هره ورځ د کډوالۍ د هڅو او کړاو انځور لیدلی شئ.