د لاهور شاهي محله ولې په هیرا منډيي بدله شوه؟

    • Author, جي دیپ وسنت
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

هند کې مشهور فلمي ډایرکټر سنجي لیلا بهنسالي د هیرا منډيي - د ډایمنډ بازار په نامه ډرامه جوړه کړې، چې سږ کال به پر نېټفلیکس شبکه خپره شي.

دا ډارمه د یوې جنسي کاروبارۍ کیسه کوي، چې د هند له ویشل کېدو مخکې په دې سیمه کې اوسېږي.

لسګونه کاله مخکې هیرامنډيي د کلتور، هنر، موسیقۍ او نڅا ځای و، خو د وخت په تېرېدو سره بدل شو او ځان سره یې دا ټوله سیمه هم "بدنامه" کړه.

د تاریخ پوهانو په وینا، دې سیمې د ۴۵۰ کالو راهیسې د خلکو پام ځان ته را اړولی دی.

هیرا منډيي څنګه جوړ شو؟

هیرامنډيي ۲۵۰ کاله مخکې په دې اوسني نوم نومول شوې ده. دا نوم د مهاراجا رنجیت سنګ له دیوان، دوان هیرا سنګ نه اخیستل شوی دی.

د اکبر پاچا د واکمنۍ پر مهال د لاهور ښار د سلطنت ښار و او هغه مهال یې هیرامنډيي شاهي محل نوماوه.

پخوا به د سلطنتي کورنۍ شاوخوا سیمې، چې په هغې کې به د شاهي کورنۍ خادمان او کارمنان اوسېدل د "شاهي محل" په نامه یادېده.

آن اوس هم چې څوک غواړي په ریکشا او ټکسي موټرو کې دې سیمې ته لاړ شي، د شاهي محل ادرس ورکوي.

د دې ځای ډېرې "رقاصه خانې" د مغلو حکومت پر مهال جوړې شوې دي، چې دا د دې سیمې طلايي دور په نامه هم یادېده.

پروفیسر تریپوراري شرما چې د سټیج ډایرکټر په توګه یې کار کاوه وايي، د مغولو د واکمنۍ پر مهال د دولت شتمن خلک او د هغوی کورنۍ په دې سیمه کې اوسېدې.

هغه وايي، د ځانګړو خوښیو په مناسبت پروګرامونه به په شاهي محل کې جوړېدل.

د نوموړي په وینا: "د رقاصه خانې کلمه چې نن سبا څنګه نعبیریږي سمه نه ده، دا یو وخت د سندرو، موسیقۍ او نڅا ځای و."

هغه ښځې به چې دې رقاصه خانو ته راتللې، ځانونه یې هنرمندې بللې، دلته به ښې لیکنې او شعرونه لوستل کېدل.

ښاغلی شرما وايي: "په دې ځای کې به په ډېره لوړه کچه بحثونه کېدل، خلک به راتلل چې د خبرو او ټولنې سره د اړیکو ټینګولو هنر زده کړي."

که څه هم د ۱۶مې پېړۍ تر پایه لاهور د مغلي‌ مپراطورۍ مرکز پاتې نه شو، خو د دې حکومت نفوذ لا پر ځای پاتې.

شاهي محل کې د جنسی کار و بار پیل

د کرن جوهر فلم "کلانک" کې د "حسن اباد" په نامه یو ښارګوټی ښودل شوی، داسې ښکاري چې دا د هیرا منډيي په نامه له همغې سیمې په الهام نومول شوی.

د مغلو واکمنۍ له زوال سره هم مهاله په شبه قاره کې مرهټیان ځواکمن شول، چې د احمد شاه ابدالي بریدونو سره هم مخ شول. ابدالي پر پنجاب، د هند پر شمال او راجپوتانو بریدونه وکړل.

هغه ښځې چې بېوزلۍ سره مخ وې د جنسي کار و بار له لارې یې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کولې.

په دې موده کې د مغلو والي هڅه کوله د ابدالي د بریدونو مخه ونیسي، سیمه هم د بېلابېلو ډلو او ځواکونو تر منځ د نښتو او ګډوډۍ له امله اغېزمنه شوې وه.

له دې ناکراریو وروسته په ۱۷۹۹ کال کې د مهاراجه رنجیت سنګ حکومت جوړ شو. د رنجیت سنګ د واکمنۍ پر مهال دا سیمه او شاوخوا یې له ډېرو ستونزو سره مخ نه وې.

په همغه وخت کې دا سلطنتي سیمه د هیرامنډيي په نامه ونومول شوه.

د مهاراجه رنجیت سنګ د واکمنۍ پر مهال، لاهور یو ځل بیا د لوی مرکز په توګه راڅرګند شو او شاهي نوم یې خپل کړ. تر هغې یې دوام وکړ چې د ۱۸۴۹ کال مارچ کې د ایسټ‌انډیا په نامه یوه شرکت لاهور ونیو.

د بریتانیا حکومت او د جنسي کاروبار بازار

د پروفیسر شرما په وینا، کله چې انګریزان واک ته ورسېدل، پر هر هغه څه یې بندیز ولګاوه چې بغاوت لپاره یې لار جوړوله. دوی د جنسي کاروباریانو لپاره د جواز اخیستل هم اجباري کړل.

هغه وايي،‌ کله چې جنسي کارو بار ځایونو د جوازونو اخیستل پیل کړل، پولیس د قانون د پلي کولو لپاره پر دغو سیمو چاپی وهلې.

نوموړی وايي: "د انګریزانو د حکومت پر مهال پولیس هره شېبه د پلټنو په پلمه دې ځای ته راتلل چې برید پرې وکړي."

د وخت په تېرېدو دا هر څه عادي شول، د دې حالت په لیدو ډېرو خلکو دلته تګ راتګ بند کړ او له دې سیمې د ډېرو خلکو تعبیر بدل شو.

پروفیسور شرما وايي،‌ د دې سیمې نوم او د هغو رقاصو نوم چې پخوا به پکې د هنر،‌ نڅا او موسیقۍ مجلسونه کېدل، لکه پخوا پاتې نه شو او اوس د جنسي کارو بار د ځای په نامه پېژندل کېږي.

په ۱۹۱۳ کال کې پر هیرامنډيي لومړنی هندي فلم جوړ شو.

پخوا به په فلمونو کې ښځو کار نه کاوه، نارینه و به د ښځو جامو اغوستلې او د ښځو رولونه به یې ترسره کول.

د هند او پاکستان له تجزیې وروسته د دې ځای ډېر خلک هند ته لاړل او هلته یې د فلمي صنعت او نورو مسلکونو سره په تړاو خپل ژوند پیل کړ.

پاکستانۍ لیکوالې فوزیه سعید هم پرهیرامنډيي کتاب لیکلی دی.

هغې د هیرامنډيي په اړه اته کاله څېړنه وکړه او د " The Hidden Culture of a Red Light Area" په نامه یې کتاب ولیکه.

دې کتاب کې یې د دې ځای د ښځو او په ټولنه کې د نورو خلکو د ژوند ډېر اړخونه روښانه کړي دي.