ایران کې جنسي کاروبار؛ "د ژوندي پاتې کېدو لپاره دا کار کوو"

    • Author, امیر ناطق
    • دنده, بي بي سي نیوز
  • د خپرېدو وخت

تهران کې یوه طلاق شوې ښځه ندا وايي:"زه په هغه څه شرمېږم چې کوم یې، خو بل څه انتخاب لرم؟"

دا د ورځې لخوا د سلماني یا وېښتو سمولو په سالون کې دنده لري، خو شپې مهال بیا جنسي کاروبار کوي. ندا وايي:

''زه په داسې یوه هېواد کې ژوند کوم چې ښځو ته درناوی نه پکې کېږي، اقتصاد یې په ټپه ولاړ دی، او د هر څه بیه نژدې هره ورځ لوړیږي. ''

دا زیاتوي: ''زه یوه مور یم. زه باید د خپل زوی روزنه او پالنه وکړم. اوس پلان لرم چې په ښار کې یو کوچنی کور واخلم. دا زما د ژوند تریخ واقعیت دی، رښتیا خو دا دي چې زه خپل روح پلورم. ''

په محافظه کاره ایرانۍ ټولنه کې په رسمي ډول د جنسي کاروبار شتوالی ردېږي، ایران کې د جنسي کاروباریانو مخنیوي لپاره ۲۰۲۱ کال کې یو ملي کمپاین پیل شو.

خو بل لور د خیریه موسسو او څېړونکو شمېرې ښيي چې دې هېواد کې دا وروستیو کې د جنسي کاروباریانو شمېر ډېر شوی. غیر رسمي شمېرې هم ښيي چې په ایران کې د دې کسانو شمېر په ډېرېدو دی.

چارواکي بیا دغه کاروبار یوه دسیسه ګڼي چې د دوی په خبره د ځوانانو د بېلارې کولو لپاره جوړه شوې او ځینې ښځې یې د نارینه و له کبله ترسره کوي.

د بېلابیلو نادولتي موسسو شمېرې ښیي چې ۲۰۱۶ کال کې ان یو شمېر ۱۲ کلنې نجونې هم دې کاروبار کې ښکېلې وې.

د آفتاب په نامه ټولنې او نادولتي موسسې چې ایران کې په نشه یي توکو د روږدو مېرمنو درملنه کوي ۲۰۱۹ کال کې ویلي وو، پلازمېنه تهران کې شاوخوا ۱۰ زره ښځینه جنسي کاروباریانې شته چې نږدې ۳۵ سلنه یې واده شوې دي.

د تهران پوهنتون د ټولنیزو چارو استاد امیر محمود حریچي په وینا، کېدای شي تهران کې د ښځینه جنسي کاروباریانو شمېر دوه برابره لوړ شوی وي.

ایران کې د ښځو لپاره د کاري فرصتونو کموالی او د جنسیتي برابرۍ نشتوالي له کبله ډېر شمېر ښځې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او ځېنې یې د پیسو په بدل کې جنسي کاروبار ته مخه کوي.

د تهران په یوه پوهنتون کې محصله مهناز وايي: "سړي پوهېږي چې ایران کې فحشا غیر قانوني ده او ښځو ته سخته سزا ورکول کېږي، نو دوی دا د خپلې ګټې لپاره کاروي."

مهناز وايي، په تهران کې د ژوند لګښت خورا لوړ دی او د نورو کارونو کول به یې د ژوند لګښتونه پوره نه کړي.

د خوښۍ ودونه

ایران کې په ۱۹۷۹ کال کې له اسلامي انقلاب وروسته، د نوي رژیم له خوا یو شمېر جنسي کاروباریانې اعدام شوې او د دوی مرکزونه وتړل شول.

دې برخه کې د ښځو کارکولو ته د مشروعیت ورکولو یوه لار زواج المتعه یا د "خوشحالي واده" دی.

دا چاره یا زواج المتعه د قرارداد مودې پر بنسټ ښځې ته د پیسو ورکولو اندازه ټاکي.

د ایران په شیعه اسلامي نظام کې د المتعه واده اجازه لري.

دا ډول ودونه د مشهد او قم په څېر سپېڅلو ښارونو کې هم عام دي، چې هلته د نړۍ له ګوټ ګوټه شیعه زیارت کوونکي ورځي.

په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې هم خپرېږي چې عراقي نارینه په مشهد کې جنسي اړیکي غواړي، خو د چارواکو استدلال بیا دا دی چې دوی یوازې لنډمهاله ودونه کوي.

اوس، په ایران کې ګڼ انلاین خدمتونه شته چې د المتعه واده وړاندیز کوي، د ټیلیګرام او وټس اپ ځینو ګروپونو په شمول، دا ډول ګروپونه ادعا کوي چې دوی د حکومت اجازه لري.