د برېتانیا په دولتي ادارو کې پر ټېک ټاک بندیز

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټیک ټاک ویلي د چین حکومت ته مالومات نه سپاري.
د خپرېدو وخت

د چین اړوند خواله رسنۍ ټېک ټاک به د امنیتي دلایلو له امله د برتانیا په دولتي ادارو او د وزیرانو او حکومتي مامورینو په ټلیفونونو او نورو وسیلو کې بند شي.

د برېتانیا د کابینې دفتر وزیر الیور ډاوډن به په دې تړاو وینا پاڼه د استازو جرګې ته واستوي.

تر اوسه په رسمي ډول کوم غبرګون او څرګندونې مخې ته نه دي راغلي، خو د امنیت وزیر ټام ټوګندات د ملي امنیت د سایبر یا انټرنیټي امنیت له څانګې غوښتي چې دا مسله وارزوي.

ټېک ټاک دا نه مني چې ګواکې له خپله اړخه مالومات د چین حکومت ته ورکوي.

د برېتانیا دولت د امریکا او اروپايي ټولنې پر پله د ګام اخستو لپاره د پارلماني استازو تر درانه فشار لاندې دی. امریکا د تېر کال په دسمبر کې د ټولو دولتي ادارو پر برېښنايي وسیلو ټليفون او کمپیوټرونو کې د ټېک ټاک پر کارولو بندیز ولګوه، چې ورپسې اروپايي کمیسون هم د دغه پرېکړې ملاتړ وکړ.

کراچۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټيک ټاک په خواله رسنیو کې یوه له مخکښو رسنیو ده چې پراخ ډول کارول کېږي.

کاناډا او بلجیم هم ورته ګام واخیست.

ددې اونۍ په لومړیو کې د برېتانیا لومړي وزیر وویل " ګوري چې ټلوال ملګري یې څه کوي."

ټېک ټاک وايي دا بندیزونه " بېځایه وېره او تر ډېره جیوپوليټک" اړخ لري. او دا چې د برېتانیا دا ډول یو ګام به نهیلی کونکی وي. دا شرکت وايي هیڅکله خپل مالومات چینايي حکومت ته نه ورکوي، خو د چین د قانون له مخې شرکتونه د اړتیا پر وخت که ترې وغوښتل شي د چین کمونیست ګوند سره باید مرسته وکړي.

ګوت نیونکي یې وايي دغه تګلارې ددې لامل کېدلی شي چې د ګڼو سیاسي مشرانو او څېرو اړوند مالوماتي پانګه دې بېجېنګ ته وسپارل شي.

د برېتانیا پارلمان د تېر کال په اګسټ کې خپل ټېک ټاک اکاونټ تړلی و. د برېتانیا د لومړي وزیر دفتر پر ټېک ټاک پاڼه د پخواني لومړي وزیر بورېس جانسن له تګ وروسته نوي څه نه دي خپاره شوي.

د تېرې چهار شنبې پر ورځ د برېتانیا د ټکنالوژۍ وزیرې مېشل ډونلان چې پخپله هم د ټېک ټاک اکاونټ لري پارلمان ته وویل خلک کولی شي دا رسنۍ وکاروي. هغې وویل " دا په بشپړ ډول د یوه چا خپل غوراوی دی. تر هغه چې موږ په نړۍ کې ډاټا یا مالوماتو خوندیتوب سخت قانون لرو ډاډ یم چې خلک کولی شي ویې کاروي."

خواله رسنیو کې ټېک ټاک یو اوڅار نوم دی او دې وروستیو کې یې کارونې ته په پراخه کچه د خلکو مخ اوښتی.