تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د غزې جګړه؛ د معلولو ماشومانو حال
په غزه او لبنان کې روانه جګړه هلته د معلولیت لرونکو ماشومانو لپاره ننګونکې ده. د دوی کورنۍ او پالونکي هڅه کوي چې د دوی لپاره مناسبه سرپناه او روغتیايي خدمتونه ومومي، ځکه چې هلته ډېری کورونه او روغتیايي مرکزونه ویجاړ شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، یوازې په غزه کې د روانې جګړې له کبله تر ۲۲ زره او ۵۰۰ ډېر کسان ژوند بدلوونکي ټپونه لري چې اوس او د اوږد مهال لپاره لاسنیوي ته اړتیا لري.
د غزې په الاقصی روغتون، دوې کوچنۍ خويندې حنان او مسک په بستر کې ویدې دي. د دوه کلنې مسک دواړه پښې پرې شوې دي. درې کلنې خور یې حنان بیا خپله چپه پښه له لاسه ورکړې ده.
ويل کېږی د دوی مور پر کور هوايي برید کې وژل شوې او پلار یې په رواني تکلیف اخته شوی دی.
اوس د دغو معلولو شویو ماشومانو مسؤلیت د هغوی ترور شفا الدقي پر غاړه اخستی دی.
دا وايي، ماشوماني، "ډېری وخت ژاړي او خپله مور غواړي. غواړي وګرځي او هاخوا دېخوا لاړ شي. خو روغتون د دغه ډول فزیکي شرایطو لرونکو ماشومانو لپاره لازم امکانات نه لري. زه هم ورته نه شم رسېدلی."
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په غزه کې روغتیايي نظام په جدي ډول تر فشار لاندې دی. د روغتونونو په دريو کې یوه برخه هغه په قسمي ډول فعالیت کوي.
همدلته د يوه بل بستر شوي، پنځلس کلن ضیاء العديني دواړه لاسونه پرې شوي دي. نوموړی له خپلو ملګرو سره په یوه رسټورانټ کې چای څښه چې د اسرائیلو د برید قرباني شو. دی وايي له عکاسي سره ډېره مینه لري.
ښاغلی العديني وايي، "تل به مې د ملګرو او ګاونډیانو انځورونه اخیستل. د سپوږمۍ او لمر عکسونه به مې اخیستل. کله چې به لامبو لپاره تللم د سمندر انځورونه به مې اخیستل."
د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال سازمان وايي، د جنورۍ میاشت کې هره ورځ غزه کې له لسو څخه د زیاتو کسانو د غړو پرې کېدو رپوټونه ورکړل شوي او له هغه وخت راهیسې وضعیت نه دی بدل شوی.
ملګري ملتونه وايي، په غزه کې تر ۲۲۵۰۰ ډېر کسان په داسې ډول ټپيان شوي چې ژوند یې ورسره اغېزمن شوی دی. په دوی کې د ۱۷ زره کسانو د بدن ځینې غړي قطع شوي دي.
د معلولیت لرونکو کسانو د پاملرنې لپاره د مصنوعي لاس او پښې په ګډون کافي امکانات نشته.
له غزې شاوخوا درې سوه کیلومتره لیرې په لبنان کې هم سخته جګړه روانه ده. د دغه هېواد په پلازمېنه بیروت کې ښوونځي د هغو کورنیو لپاره په پناه ځایونو بدل شوي چې له بمبارۍ تښتېدلي دي. د دوی په منځ کې، ۱۱ کلن حسن د ډاون سنډروم په ناروغۍ اخته دی.
د هغې سرپرسته مارینا وايي، دوه ورځې مو د پاتې کېدو لپاره صبر وکړ، خو وضعیت ډېر خراب شو او خپلې مېنې مو پرېښودې. حسن اوس ناروغ هم دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، په لبنان کې جګړې څه باندې څلوېښت زره ماشومان بې ځایه کړي دي.