معاویه: د اموي خلیفه پر ژوند د ډرامې تر خپرېدو مخکې لانجې

"معاویه" ډرامه

د عکس سرچینه، "معاویه" ډرامه

د خپرېدو وخت

څه موده وړاندې، د سعودي "اېم‌بي‌سي" تلوېزیون په راتلونکې روژه میاشت کې د معاویه بن سفیان په اړه د یوې تاریخي ډرامې وړاندې کولو هوډ کړی و.

له دې اعلان خپرېدو سره سم، پر خواله رسنیو خلک د دې سریال د تاییدوونکو او غندونکو ترمنځ ووېشل.

لا هم په دې اړه بحثونه او لانجې روانې دي او مذهبي کسانو غوښتي چې دا ډرامه باید خپره نه شي ځکه چې په وینا یې "د نړۍ په شرق او غرب کې به د مسلمانانو احساسات راوپاروي".

څو ورځې مخکې یوه عراقي مذهبي مشر مقتدی الصدر پخپل بیان کې وویل "دا ډول ډرامې خپرېدل د سعودي له نوي منځلاري سیاست سره په ټکر کې دي".‌

له لومړنۍ وینا یوه اونۍ وروسته الصدر بیا ټینګار وکړ چې دا ډرامه دې نه خپرېږي.

هغه پخپل نوي بیان کې چې پر ټویټر خپور شو، پر اسلامي یووالي ټینګار درلود "ټول پوهېږي چې دا ډرامه د توکم‌پالنې له کبله غندل کېږي، خو په دې تحریف شوې ډرامه کې چې حقایق پکې پټ کړل شوي، د علي بن ابي طالب او معاویه بن ابي سفیان ترمنځ د برابرښت منلو یا نژدېوالي په معنا نه دی".

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

الصدر وویل "تاریخ د ټولو اسلامي طایفو په اند ثابت دی"، په تېره بیا د اسلامي تاریخ په یوه ډېر کړکېچ پړاو کې چې معاویه رول پکې لوبولی دی، هغه پېر دی چې د اسلام د دریم خلیفه عثمان بن عفان تر وژل کېدو وروسته د (لویې فتنې) په نامه شهرت لري.

په یوه بل بیان کې الصدر د "ابو لؤلؤه شجاعت"‌ په نامه فلم هم غندلی چې د معاویه ډرامې په غبرګون کې د عمر بن خطاب قاتل پکې مجسم شوی دی.

ده ویلي: "دواړې ډرامې باطلې او فتنه راپاروونکې دي، معاویه د سُنیانو استازیتوب نه کوي او نه ابو لؤلؤه د شیعه ګانو".

څو ساعتونه لا تېر نه وو چې د عراق د اطلاعاتو او مخابراتو ادارې د (معاویه) ډرامې او (ابو لؤلؤه) فلم خپرېدو بندول اعلان کړل.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

د اسلام د تاریخ حساس پړاو

ګڼ خلک د ډرامې له تاریخي جزییاتو خبر نه دي او نه هم د ډرامې د شخصیتونو په اړه کافي معلومات لري.

د اي‌ټي عربي تلوېزیون په وینا، په ډرامه کې هغه شېبې انځور شوې دي چې معاویه پکې واک ته د ځان رسولو سفر مخته وړي، خو د اسلام له دریم خلیفه عثمان بن عفان سره یې اختلاف رامنځ ته کېږي.‌

د (لویې فتنې) د تاریخي پېښو لنډول به ګران وي، په یوه لنډه ډرامه کې یې ځایول هم ممکن نه دي.‌

د تاریخ د دې حساسې شېبې په اړه ګڼ کتابونه لیکل شوي،‌ تحلیل شوي او لا هم پرې بحثونه او لیکنې کېږي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 3

په دې کتابونو کې د تونسي مفکر هشام جعیط (په لومړني اسلام کې د دین او سیاست بحثونه) په نامه کتاب او د مراکشي مفکر محمد عابد الجابري (سیاسي عربي عقل) په نامه کتابونو کې دې مسلې ته په تفصیل کتنه شوې ده.‌

د عربي ادبیاتو استاد طه حسین هم د لویې فتنې پېښو ته کتنه کړې ده، او د (عثمان، علي او زامن یې) په نامه بحثونو کې یې دوه کتابونه لیکلي دي.

که هر څه وي، هغه شرکت چې دا ډرامه یې جوړه کړې له مالي اړخه ډېره ګټه کړې او له دې اختلاف یې خپله ګټه اخیستې ده.

او داسې ښکاري چې تولیدوونکي یې اوس چوپه خوله پاتې دي، یوازې د تاییدوونکو او مخالفانو نظرونه ارزوي او د خپلې ډرامې لپاره د مینه والو د لا ډېرېدو په تمه دي.