اوکرایین جګړه؛ د چیچنیا یوه قوماندان ټپي کېدو ضد او نقیض رپوټونه ورکړل شوي

د خپرېدو وخت
آدم دیلیمخانوف پر اوکرایین د روسیې پوځي یرغل کې د چیچنايي ځواکونو مشرتوب کاوه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، آدم دیلیمخانوف پر اوکرایین د روسیې پوځي یرغل کې د چیچنايي ځواکونو مشرتوب کاوه.

د روسیې پارلمان یوه غړي او چیچنیا د یوه لوړپوړي قوماندان په هکله رپوټونه وايي، چې په اوکرایین کې ټپي شوی دی، خو همکارانو یې بیا خورا ژر دا خبره رد کړی او وايي، هغه رک، روغ دی.

آدم دیلیمخانوف د مشهور چیچنیايي مشر رمضان قادروف نژدې اتحادي دی چې وار له مخه یې ''له اړیکي بهر'' بللی. نوموړي له اوکراییني استخباراتو غوښتي چې د ده د ''ګران ورور په موندلو'' کې مرسته وکړي. د یادونې ده، چې د چیچنیا پارلمان غړي د اوکرایین په جګړه کې د روسیې ملاتړ او همکاري کوي.

د پارلمان دې غړي په ۲۰۲۲ کال کې هغه مهال د چیچنايي ځواکونو مشري کوله، چې روسي پوځ تر میاشتو پورې د اوکرایین ماریو پول ښار نیولو هڅې کولې. نوموړي د روانې اونۍ پیل کې ویلي و، پولې ته نژدې بیلګورود سیمه یې لیدلې او ژمنه یې کړې وه، چې دا سیمه به له بریدونو خوندي کوي.

د یادونې ده، چې دا وروستیو کې بیلوګرود سیمه له پولې هاخوا څو ځله په نښه شوې ده. خو د چهارشنبې پر ورځ د نوموړي ځای، ځایګي په هکله هېڅ کره معلومات نه وو.

د روسیې پوځي ټلویزیون زیویزدا د پارلمان ځینو غړو په حواله په خپل رپوټ کې وویل، چې نوموړی ''ژوندی، خو ټپي دی.'' د زیویزدا په خبره دا رپوټ د خواله رسنیو هغه ادعاګانې ردوي چې وايي، نوموړی وژل شوی دی.

اوکراییني سرچینې بیا په سویلي زاپوریژیا کې پر چیچنايي اخمت ملېشه ځواک د یوه برید ناتائید شوي رپوټ یادونه کوي. رمضان قادروف بیا د ''خپل ګران ورور'' په موندنه کې له مرسته کوونکو ته د لویې جایزې اعلان کړی او ان تر دې چې له اوکراییني څارګرو یې په دې لړ کې د مرستې غوښتنه کړې.

د کریمیلین ویاند دیمتري پیسکوف بیا د دې موضوع په هکله ویلي، دا له ځینو اندېښمنونکو پېښه وروسته خبره ده، خو دوی منتظر دي چې کره معلومات څرګند شي. د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه د یوه بل لوړپوړي پوځي چارواکي تورن جنرال سیرګي ګوریاچیف د برخلیک په هکله څه نه دي ویلي، چې ویل کېږي د دوشنبې پر ورځ یوه توغندیز برید کې وژل شوی دی.

دا خبر په روسي رسنیو کې د مشهور پوځي بلاګر یوري کوتینوک له قوله په پراخه کچه خپور شوی، خو دا هېڅ یو رپوټ هم رسماً نه دی تائید شوی.

پر اوکرایین د روسیې له یرغل راهیسې یو شمېر لوړپوړي روسي پوځیان په جګړه کې وژل شوي دي، خو که د ګوریاچیف د وژل کېدو خبر تائید شي، دا به د روسیې لپاره د سږ کال تر ټولو د مهم پوځي افسر وژل کېدو خبر وي.