تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حماس: د غزې ښار د نیولو لپاره د اسرائيل پلان د یرغملو ژوند له خطر سره مخ کوي
حماس خبرداری ورکړی چې که د غزې ښار د نیولو لپاره د اسرائيل پوځ خپل پلان پلی کوي نو هلته به د هر یرغمل ژوند له خطر سره مخ شي.
حماس همدا راز ویلي چې په غزې ښار کې شته یرغمل "په هماغه کچه له ګواښ سره مخ دي څومره چې هلته د اسرائيلو پوځ له خطر سره مخ دی."
دې ډلې په همدې حال کې دا خبره هم کړې چې "د امکان تر بریده" به د پاتې یرغملو د خونديتوب هڅه وکړي.
حماس دا خبرداری وروسته له هغه خپروي چې اسرائيلي پوځ غزه د یوې "جنګي سیمې" په توګه اعلان کړه.
د یرغملو د بدن پاتې شوني موندل شوي
بل پلو اسرائيل ویلي چې په غزه کې یې د دوو یرغملو د بدن پاتېشوني موندلي دي.
داسې ګمان کېږي چې له دوی یې یو ۵۶ کلن 'ایلان وایس' د اکتوبر اوومې بریدونو پر مهال وژل شوی او د دویم پېژندګلوي لا نه ده شوې.
د اسرائيل پوځ ویلي چې د ایلان وایس مړی یې په غزه کې د عملیاتو پر مهال موندلی دی.
هغه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه د اسرائيل پر جنوب د حماس په برید کې وژل شوی و.
په هغه برید کې ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او ۲۵۱ نور حماس یرغمل ونیول. تر هغه وروسته اسرائيلو د حماس پر ضد په غزه تړانګه کې هر اړخیزه جګړه پیل کړه چې تر ننه روانه ده.
د دې سیمې د روغتیايي چارواکو د شمېرو له مخې، له هاغه راهیسې تر اوسه په دې جګړه کې تر ۶۳ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
ایلان وایس د اکتوبر پر اوومه د حماس د برید پرمهال په کیبوتص بیري نومي یهود مېشتې سیمه کې ووژل شو او مړی یې غزې ته ولېږدول شو.
د ده مېرمن شیري او لور یې نوګا هم حماس یرغمل کړې وې خو د ۲۰۲۳ په نومبر کې د لنډمهاله اوربند پر ترڅ کې یې خوشې کړې.
د خپروو شوو معلوماتو او شمېرو له مخې، په غزه کې له حماس سره ۴۸ اسرائيلي یرغمل پاتې دي او د اسرائيلو په باور، د هغوی له ډلې یوازې ۲۰ تنه تر اوسه ژوندي پاتې دي.
په غزه کې له جګړې سره همماله قحطي
د غزې ښار د نیولو لپاره د اسرائيل جګړه داسې مهال روانه ده چې ملګرو ملتونو د اګست پر ۲۲ هلته په رسمي ډول قحطي اعلان کړه.
د فلسطینيو کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې اونروا مشر فیلیپو لازاریني له اسرائیلو وغوښتل چې په غزه کې د قحطۍ له انکاره لاس واخلي چې د ده په وینا، دوی رامنځته کړې ده.
هغه پر ټولو ښکېلو خواوو غږ وکړ چې له خپل نفوذه کار واخلي او په کلک هوډ سره په غزه کې روانه قحطي پای ته ورسوي.
خو اسرائیل په غزه کې د قحطۍ په اړه د خوړو خوندیتوب څار نړیوالې ادارې رپوټ او هلته د قحطۍ رامنځته کېدل رد کړي دي.
وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش هم په غزې ښار او څېرمه سیمو کې تایید شوې قحطي د "بشریت ناکامي" وبلله او ویې ویل چې هلته روان وضعیت "د انسان جوړ کړی ناورین" دی.
د یادولو ده چې تېره دوشنبه (اګست ۲۵ /وږی ۴) د یرغملو کورنیو یوې ډلې د تل ابیب او بیت المقدس په ګډون په ځينو سیمو کې احتجاج وکړ او له اسرائيلي ځواکونو یې وغوښتل چې د غزې ښار د نیولو جګړه ودروي او له حماس سره پاتې یرغمل دې خوندي خپلو کورنیو ته راستانه کړل شي.
دې ډلې د اسرائيل حکومت نه غوښتنه وکړه چې د یرغملو خوشي کولو ته دې لومړیتوب ورکړي او ژر تر ژره دې جګړه ودروي.