په اسلام اباد کې پاکستاني پولیسو نژدې ۱۰۰۰ افغان کډوال نیولي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, پاينده څرګند
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې يې ۹۳۶ افغانان نيولي چې د امنيتي چارواکو په وينا ښايي ځينې يې بېرته افغانستان ته واستول شي.
د اسلام آباد په شاوخوا کې په ګڼ افغان مېشتو سیمو کې د پلټنې دغه عملیات د ترهګرۍ ضد څانګې، سي ټي ډي ترسره کړي.
پاکستان کې د طالبانو حکومت چارسمبالی سفیر احمد شکېب وايي، د نیول شویو افغانانو له ډلې ۴۸۵ کسان وروسته له هغه خوشې شوي چې د اوسېدو قانوني اسناد یې وړاندې کړي دي.
د پاکستاني چارواکو په وينا ۳۷۵ کسان چې د پېژندنې هېڅ ډول اسناد یې نه درلودل بندیان شوي دي او ۲۵ نور افغانان به تر هغه ساتل کېږي چې اسناد یې تصدیق شي.
د پاکستاني چارواکو په ټکو د چارو له بشپړېدو وروسته به نیول شوي افغانان له پولې اړول کېږي.
احمد شکېب وايي، د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره یې کتلي او د افغانانو د نیولو پر موضوع ورسره غږېدلی دی او وايي د پاکستان د حکومت دا کړنې د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان رسولی شي او غوښتنه کوي چې پاکستان د کډوالو او سوداګرۍ موضوعات له سیاست سره ونه تړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې نن (دوشنبې) د مرکزي حکومت د کابینې په غونډه کې د افغان کډوالو د اېستلو پر مسئلې خبرې وشي.
د ګڼو رپوټونو پر بنسټ پاکستاني چارواکي له قانوني او ناقانونه افغانانو سره خورا تریخ چلند کوي چې ډېر کارپوهان یې رېښې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په ترینګلو اړیکو کې تړلې بولي.
په پاکستان کې د افغان کمیشنرۍ مشرعباس خان له آزاد خبریال طاهرخان سره خبرو کې وايي، که له چا سره اسناد نه وي ښکاره ده چې پولیس به یې دروي او په اوسېدو کې به یې ستونزه وي.
خو عباس خان زیاتوي دوی نه پرېږدي چې سیاسي اړیکي له کډوالو سره د پاکستان پر چلند اغېز وکړي.
تېره اوونۍ د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (يو اېن اېچ سي ار) اعلان وکړ چې په پاکستان کې درې اعشاریه اووه میلیونه افغانان مېشت دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په پاکستان کې د کډوالو عالي کمېشنري وايي، شپاړس کاله مخکې یې یو اعشاریه درې میلیون افغانانو ته د کډوالۍ کارتونه وېشلي دي. خو اوس د پاکستان حکومت له خوا د ای سي سي او پي او آر په نامه د وېشل شویو کارتونه وخت هم پای ته رسېدلی.
ملګري ملتونه وايي، له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دي چې د اوسېدو موده یې وغځوي.
په پاکستان کې د افغانانو نیول چې د رپوټونو له مخې زورزیاتی هم په کې کېږي وروسته له هغه زور اخیستی چې د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انوار الحق کاکړ وویل، هغه افغانان دې ونیول شي چې پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته اوسېږي.
يو شمېر افغانانو چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي، ګڼ کډوال له ملګرو ملتونو هم ګیله لري چې د دوی په تړاو خپل مسولیت سم نه ادا کوي.
په پاکستان کې افغان کډوال وايي چې د دوی د نیولو عملیات ډېر پراخ دي. په پاکستان کې د افغان کډوالو یوه استازي محمد زمان زمان له بي سي سي سره خبرو کې له ملګرو ملتونو شکایت وکړ چې د دوی په تړاو خپل مسولیت سم نه ادا کوي
نوموړی وايي، "له بده مرغه، سره له دې نړیواله ټولنه ګوري چې افغان کډوال څنګه ځورول کېږي، بالکل غلي دي او د افغانانو د ژغورنې لپاره یې تر اوسه د پاکستان پر وړاندې هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی. د بشري حقونو مدافع بنسټونو، مدني بنسټونو او کډوال منونکو هېوادونو او په پاکستان کې د ملګرو ملتونو سازمانونو تراوسه هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی. "
د پاکستاني چارواکو له خوا د افغان کډوالو پر وړاندې د "ناسم چلند" له امله په خیبر پښتونخوا او اروپايي هېوادونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرۍ ځینو افغانانو د پاکستان د سفارتونو پر وړاندې مظاهرې کړې دي.
پرون هم د پي ټي ام غړو په د ډنمارک کوپنهاګن ښار کي د پاکستان سفارت مخته احتجاجي لاریون وکړ.
ملګري ملتونه او نور هېوادونه د افغان کډوالو لپاره هر کال له پاکستان سره میلیونونه ډالره مرسته کوي.
همدا تېر ۲۰۲۲ کال کې امریکا د افغان کډوالو لپاره له پاکستان سره د ۶۰ میلیون ډالرو مرسته کړې ده. اروپايي ټولنې په روان ۲۰۲۳ کال کې پاکستان ته د افغان کډوالو لپاره نژدې ۱۸ میلیونه ډالره مرسته ورکړې وه.





















